کور / شعر / د تنر کلی

د تنر کلی

تـرخـه مـه راوړه خـواږه راوړه جـانـانـه
تـه د ځان سه«۱ » پښـتون زړه راوړه جـانانـه


د تنـر په نـوم یـادیږی زمـا کـلـی
دی تنر ته یو شـپـه راوړه جـانـانـه


زمـا کـلی کـې ښـائـسـت بـې حـده ډیـر دی
د ښـائـسـت ګلونـه مه راوړه جـانـانـه


د کـونړ سیند نـه به ، جام کاندو«۲ » را ډک
د شـرابـو پیـالـی مـه راوړه جـانـانـه


د نـسـیـم زړګـی پښتون دی پښتـو کاندی «۳ »
تـه هم مـینـه پـښتـنـه راوړه جـانـانـه


۱سره ، ۲ کړو ، ۳ کړی