کور / خبرتیا او پيغامونه / جرس ادبي جرګې د اتلسمې کالیزې په مناسبت د غونډې تابیا

جرس ادبي جرګې د اتلسمې کالیزې په مناسبت د غونډې تابیا

د ۲۰۰۸کال د نومبر په  ۸مه نېټه باچاخان مرکز کراچۍ کې د جرس ادبي جرګې د اتلسمې کالیزې په مناسبت د یوې درنې غونډې تابیا شوې ده ـ
د طاهراپریدي په مشرۍ کې ترسره کیدونکې ددې غونډې مشرمېلمه به د عوامي نېشنل پارټۍ  کراچۍ مشر ښاغلی امین خټک وي ـ د غونډې په لومړۍ برخه کې ملګري د جرګې د تېرو اتلسو کالو ادبي خدمتونو جاج اخلي او په دې اړه به مقالې لولي ورپسې به مشاعره کیږي ـ یاران دې خبر وي
د رابطې دپاره د تلیفون شمېرې
امان اپریدي 03003692383
ماښام خټک 03463575744
وخت دورځې درې بجې