جنرال پکتياوال:فايننشل ټايمز ورځپاڼه نړيوالې محکمې ته راکشوم
په کابل کې دپوليسو په ډله کې وتلې څيره جنرال پکتياوال [چي تيره مياشت ددغه ښار لوديځ دکمپنۍ دآب رسانۍ په سيمه کې د طالبانو په يوه چاودنه کښې ټپي سوئ وو ] وايې چې دفايننشل ټايمز ورځپاڼه به نړيوالې محکمې ته وراکش کړي .
دکابل دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونوپروړاندې مبارزې اوتحقيقاتو دچارو مشر ډګرجنرال عليشاه پکتياوال وايې چې فايننشل ټايمز ورځپاڼه چې دده په وړاندې يې په دروغو يوه مقاله خپره کړې ده که چيرې ورته اسناد وړاندې نه کړي نوپه نړيواله محکمې ته به يې راکش کړي .
لندن ميشتې ورځپانې څه موده وړاندې په پکتياوال پسې ډير داسي دروغ ليکلي چې هيڅ حقيقت نه لري دهغې ډلې څخه يې پرجنرال پکتياوال تورلګولى چې په دوبۍ کې کورونه اومارکيټونه لري .
خويوتبصره که په دې ځاي کې وشي هغه به ډير ګټوره په دې وي چې بايد ووايو چې که چيرې جنرا پکتياوال دشمالي ټلوالې له غلو سره تړاو درلودلاي نو هيڅ کله به دغه شان تورونه نه پسې لګيدل .
جنرال عليشاه پکتياوال چې په دې وروستيو کې هند ته ددرملنې په خاطر تللى وو دوه ورځې وړاندې بيرته کابل ته راستون شو .
هغه په خپل کورکې لراوبر ته ووويل چې يادې شوې ورځپاڼه ته يې رسمي مکتوب استولى دي اوله هغوي څخه يې دده په اړه ددروغو شواهد غوښتي دي .
پکتياوال وويل چې په داسي حال کې چې په کابل کې په يوه کرايي کورکې اوسيږي دغه ظالمانه اوبيرحمانه اوله مافيايي شبکو سره تړلې ورځپاڼې يې په اړه داسي دروغ ليکلي چې هيڅ حقيقت نه لري .
نوموړي وويل چې دهغې مودې راهيسي چې په کابل کې دجنايي جرمونو پروړاندې دمبارزې دريس په توګه ګمارل شوي دي په سلګونو وژونکي سړي تښتوونکي اودنشه يي توکي قاچاقچيان نيولي دي .
هغه وويل چې دي نه په دوبۍ کې نه په کابل کې اونه هم دنړي په بله کومه سيمه کې هيڅ جايداد نه لري اودوي يې په اړه دروغ ليکي دي چې پرې به يې نه ږدي .
پکتياوال په کابل کې دټولو دولتي چارواکيوزيات دمطبوعاتو په ډګر کې مخکښ جنرال دي چې دچاودنو داودنور ډول ډول پيښو درامنځ ته کيدو سره سم خو ياپه سيمه کې حاضر وي اوياهم دمطبوعاتو مخې ته ځان راڅرګنده وي .
پکتياوال ګواښ وکړ چې که په نيږدې ورځو کې دغه ورځپاڼه ده ته ځواب ورنه کړي نو ژر به يې محکمې ته راکش کړي .
جنرال پکتياوال دامهال دکابل په يوه شخصي روغتون کې دردرملنې لاندې دي .
جنرال پکتياوال د کار په موده کښي په سلګونو وژونکي، سړي تښتوونکي اودنشه يي توکيو قاچاقچيان نيولي وه.