کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د ويسا خپلواكي ورځپاڼي په خپل لومړي مخ كې د يو شمير امريكايانو له قوله ليكلي دي چې د افغان ملكي وګړو مرګ ژوبله نوره له زغمه وتلې ده .

دې ورځپاڼي په خپلې نننۍ سرمقاله كې ليكلي چې دافغانستا ن د  اطلاعاتو او كلتور پر وزارت حمله د طالبانو لخوا د حكومت سره د خبرو په اړه منفي ځواب دى .

ويسا په يوه بل مطلب كې د امريكا د دفاع وزير په حواله وايې چې په افغانستان كې د همغږۍ ستراتيژۍ ته اړتيا ده . 


انيس دولتي ورځپاڼي  په خپلي سرمقالې كې د جنرال پتريوس د نوې دندې په خوشبينۍ سره هركلى كړى او ليكلي يې دي چې دا امريكايې جنرال د لازياتي مقابلې  په هدف افغانستان ته راغلى .

ورځپاڼي د يو شمير كارپوهانو نظريې راخستي او ليكلي ښكيلي خواوي بايد د جرګې پريكړي ومني . 
 
د ارادې خپلواكي ورځپاڼي بيا د يوه امريكايې ديپلومات له قوله ليكلي چې واشنګتن د طالبانو هغه وړانديز نه مني چې وايې بهرني ځواكونه دي له افغانستانه ووزي .

دغې ورځپاڼي د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله كې د پاكستان په وزيرستان باندي د امريكايې ځواكونو حمله د القاعده شبكې ماتې ګڼلې ده .

ارادې په يوه بل مطلب كې د دولتي ادارو ستونزو ته اشاره كړې او ليكلې يې دي چې افغانستان پدې توګه په نړۍ كې د ادارې فساد يوه بيلګه ده . 



د ملي آرمان نادولتي ورځپاڼي هم په كابل كې د اطلاعاتو او كلتور پر وزارت حمله او د طالبانو سره دخبرو مسئله سره تړلي بللي دي او ليكلي يې دي ، طالبانو وښودله چې ددې خبرو پروا نلري .


ورځپاڼي په يوه بل خبر كې ليكلي كه چيري په افغانستان  كې د د خوراكي موادو كموالي ته پاملرنه ونسي نو خلك به په بيلا بيلو ناروغيو اخته سي .

ملي آرمان همداراز په يوه مطلب كې دنړۍ د اقتصادي بحران مسئله څيړلې او پر افغانستا ن باندي يې ددې بحران اغيزې په ګوته كړي دي .  
 
دپيمان نا دولتي ورځپاڼي د افغانستان د راتلونكي ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره تياريو ته اشاره كړې او ويلي يې دي چې ارګ په دې وروستيو كې انتخاباتو او د هغه تياريو ته ډير فكر كوي .

خو دې ورځپاڼي بيا د امريكا متحده ايالاتو د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه ليكلي چې د د افغانستان په اړه د امريكا د ولسمشرۍ لپاره ددې هيواد د ديموكرات ګوند كانديد بارك اوبا ما نظريه بدله سوې ده .

پيمان ورځپاڼي د جنرال پتريوس نويو مسوليتونو ته په اشاره لكيلي چې ددې امريكايې قومندان له لاسه هم څه نه راځي ځكه د افغانستان ستونزه يوازي پوځي ستونزه نده .  
 


اصلاح او هيواد ورځپاڼو هم ځيني تحليلي مطالب خپاره  كړي دي .


هيواد د ستونزو د هوارۍ لپاره د ځينو ستراتيژيو پر طرح كولو او د همكاريو پر اهميت ټينګار كړۍ  او هغه يې له ستونزو څخه د وتلو يوه ښه لار ګڼلې ده .

خو اصلاح بيا هم د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور پر وزارت د حملې په اړه  ليكلي چې دغسي حملې فرهنګيان خپلو مسوليتونو ته لا متوجه كوي . 


د هشت صبح نادولتي ورځپاڼي په خپل لومړي مخ كې  په غټو ټكو ليكلي چې په افغانستان كې د بريتانيا د ځانګړو قواوو قومندان استعفا وركړه .


دې ورځپاڼي په يوه جلا مطلب كې ليكلي چې د افغانستان خلك  د هيواد د راتلونكي او بدلونونو په اړه نا هيلې دي .

ورځپاڼي همداراز پر افغانستان باندي د امريكا د ولسمشر ۍ انتخاباتو په اړه هم ځيني مطالب خپاره كړي او د افغان سياسيتوالو په حواله يې ليكلي چې په امريكا له دوو كانديدانو څخه دهر يوه په برياليتوب سره به د افغانستا ن په وړاندي د امريكا په ستراتيژۍ كې بدلون راسي . 


او راه نجات بيا اقتصادي ستونزو او د لوږي خوريدو ته په اشارې ليكلي چې لوږه او بې وزلې تر طالبانو هم خطرناكه دي او ښايې  د تير كال انساني ناورين يو ځل بيا تكرار سي .

ورځپاني په يوه بل مطلب كې ليكلي چې د امريكا راتلونكي ولسمشر بايد د افغانستان په وړاندي واضح پروګرامونه ولري .

ورځپاڼي په كابل كې د خلكو د ژوند په اړه يو تفصيلي مطلب ليكلۍ او په هغه يې كې د خلكو ستونزي په ګوته كړي دي .