کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د اطلاعاتو نړيواله ورځ

د اطلاعاتو نړيواله ورځ

نېټه : 24-10-2008

د اکتوبر څليرويشتمه د اطلاعاتو د نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې ده، اطلاعات د نظام او حکومتي چوکاټ او يو هيواد مهمه برخه او اداره ګنل کيږي، ځکه همدغه اطلاعات دي چې د يوو نظام او هيواد پاليسي، نظر او کړنلاره د نورې نړي خلکو ته رسوي،همدغه اطلاعات دې چې په يوو هيواد کې ديننه د نظام کړنې، هڅې او فعاليتونه هيوادوالو ته ورپه ګوته کوي او بل پلو د خلکو له فکرونو، ستونځو، له حکومت څخه د هغوى له غوښتنو او اميدونو څخه نظام او اداره خبروي .
همدارنګه د همدغو اطلاعاتو رسالت دى چې د مظلومو، ځوريدلو، بې کوره شويو کړيدلو ولسونو حالت دنياوالو ته ښکاره او په ګوته کړي، همدغه په اصطلاح ميډيا او اطلاعات دي چې رسالت لري تر څو د هغو خلکو وضعيت ته چې د طبعي افتونو او پيښو ښکار کيږي د دنياوالو او نړيوالو ورپام او هغه ورته ورسوي.
همدا اطلاعات وظيفه او وجيبه لري تر څو د هغو پرګنو آه او ستونځې نړۍ ته ورسوي چې د وخت د ظالمو او جابرو حکومتونو له لوري لاندې کيږي،ازادي يې اخيستل کيږي، وطن يې يرغمل کيږي، املاک او ځمکې يې په زوره نيول کيږي،دين يې تر پښو لاندې کيږي، اسلامي نواميس، شعائر او افکارو ته يې سپک کتل کيږي، عزت يې پايمال شوى، ميندې يې بورې شوې، ښځې يې کونډې شوې، اولادونه يې يتمان،سرتوره،بې دره او بې درمانه شول، بې څوکه او سوالګر ترينه جوړ شول، ناموس يې بې پته او بې پردې شول، له ډول ډول کړاوونو او ځورونو برسيره جنسي تيري پرې وشول، په زندانونو کې تر تعذيب، شکنجو او جنسي تيري لاندې راغلل،ځوانان يې خراب شول، سپين ږيرو ته يې بې حيايي ورواړول شوه،په نابالغه ماشومانو يې جنسي تيري او د وحشي انسانانو شيطاني خواهيشات سرته ورسيدل او رسيږي.
همدغه اطلاعات او ميډيا بايد د هغو زورځواکو ظلمونه بيان کړي چې په پرديو هيوادونو کې شخصي زندانونه او جيل خانې جوړوي، خوار وګړي يې د القاعده، طالب او د طالب د خواخوږي په نامه په کې په خپله خوښه بنديانوي، ساتي، شکنجه کوي او وژني يې.
خو متئشفاه چې ددې ټولو تيريو، ناخوالو، او خود سريو په ليدو سره سره بيا هم د نن ورځې زياته برخه اطلاعات خپل فرض او رسالت هيروي او يو جابر، يرغلګر او زورواکى په خپله مقدسه غيږ کي نيسي او لکه د ماشوم کله کته او کله پورته منډې ورسوه وهي چې هسي نه چير ې په څمکه راخطا نه شه، د هغوى هره وينا او ناسم تبليغات په پټو سترګو داسي مني لکه يو مور چې د خپل ماشوم بچې د ضد په وړاندې عاجزه او لاچاره وي.
د هغوى ټولو کړنو او مظالمو ته حق او پر ځاى وايي، که هغه د ملکونو لاندې کول، د حکومتونو نړول، په بې مفهومه نومونو ورانول، د هغوى زيرمې او معدنيات لوټل، په خوار او بې وسه ولس يې بمبار کول، د هغوى له خوښې پرته پر هغوى حکومت کول، د خپلو مفاداتو لپاره د خپلې خوښي قانون او فرمانونه منل، په هغوى جګړه تحميلول او حتى که د هغوى په ډله ييزه توګه وژل هم وي.
آازاده ميډيا او اطلاعات ځانته قوانين او اصول لري چې د هغو قوانينو له مخي اطلاعات ازاد او مستقل دي او د هيچا د لوري د نيولو حق نه لري، اطلاعات بايد د خپلو اوصول په رڼاکې خپل حيثيت، بې طرفي او استقلال د تل لپاره په نظر کې ونيسي او له هيڅ اړخه ويره وو نه لري.
زه خو وايم راځي چې نور د حق ملا وتړو او باطل ته ناحقه ووايو، د ظالم لاس پريږدو او د هغه پر ځاى مظلوم ملت له لاسه ونيسو، د خوار ملت له درده ځان او جهان دواړه خبر کړو، د ملت اواز خپور کړو، ددې پر ځاى چې د خپلو خپرونو له لارې دغه بې  اسرې ملت په يوو نوى غم ککړ کړو، ايراني او هندي عنعنات، پروګرامونه او ډرامي ورته خپرې کړو او ملت په يو بل سيلاب ور لاهو کړو، راځي ديني، تربيوي او ښوونيز پروګرامونه ورته وړاندې کړو، خپل محلي او منطقوي دود او دستور ورپه ګوته کړو او په خپل افغاني رنګ يې رنګين او ښايسته کړو، که نه نو خداى مکړه دغه بې درمانه او بې څوکه ملت به مو د وخت د طاغوتيانو په جرمونو کې شريک وشميري .

د بيوزله افغان ملت د ارامۍ او کرارۍ په هيله