کور / تازه خبرونه / سی آی اې : بن لادن اوس صرف ځان د نیولو څخه ساتی

سی آی اې : بن لادن اوس صرف ځان د نیولو څخه ساتی

بی بی سی او رویټر د سی آی اې د لوی ریس جنرال مایکل هېټن له قوله خبر ورکوي چی اسامه بن لادن نور د حملو او عملیاتو څخه لوېدلی او تجرید سوی او د القاعده سره بې ربطه سوی دﺉ او صرف دا کوښښ کوی چی و نه نیول سی . هېډن وویل چی زموږ تاکتیکونه او پر پاکستان فشارونه بن لادن دې ته اړیستلی چی صرف ځان د نیولو څخه وژغوری . ده زیاته کړه چی بیا هم القاعده او قبایلی سیمی د امریکا امنیت ته ستر خطر دی او القاعده اوس هم په افریقا او منځنی ختیځ کی ریښې او فعالیت لری . جنرال هېډن وویل چی موږ اوس ورو ورو د بن لادن پیدا کولو ته ورنږدې کیږو . ده نور تفصیل ور نه کړ خو ډېر خوشبین معلومېدی .