کور / تازه خبرونه / دوه افغان حاجيان په ضمانت راخوشي شول

دوه افغان حاجيان په ضمانت راخوشي شول

حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي مكه مكرمه
دليندي 15مه
 
دبيت الله شريف دحج دفريضي داداكولوبه موخه سعودي عربستان ته تللي دوه تنه افغانان جي نژدې 10ورځي وړاندي دجدې په هوايي ډگر كي دسعودي عربستان دنشه يي توكيو په وړاندي دمبارزي دشورطي (بوليسو ) لخوا نيول شوي وو د افغانستان دحج دبعثي كميټې په ضمانت په  موقتي توګه دحج دفريضي داداكولو پــه خاطر  راخوشي شول .
 
دغه څرگندوني په مكه مكرمه كي دبعثي كميټې مشر مولوي اسرارالحق لر اوبرته دليندي به 14مه وكړې .



مولوي اسرار الحق  وويل چي دغه افغانان په جده كي نيژدې لس ورځي وړاندي نيول شوي وو .



ددغه دواړو تنو پاسبورټونه دسعودي پوليسو قيد كړي  اودبعثه كميټي مشر مولوي اسرار الحق دوي ته داسي مكتوبونه وركړل چي دحج به شپو كښي به په سعودي كي پرې ازاد گرزي .
 
دنومو وړي   دمعلوماتو له مخي دغه  كسانو كي يوتن  حببيب الله دمرادخان زوي وو چي پروان ولايت دبكراميو ولسوالي دغلام علي دكلي اوسيدونكي وو او دوهم كس يي ناظرحسين نوميده چي دباميانودمركز دكالو دكلي اوسيدونكي وو چي دليندي په شپږمه دجدې په هوايي ډگر كي نيول شوي وو .



شكمن 58كلن حبييب الله چي سپينه ږيره يي پرمخ اولوړه ونه يي درلوده  په مكه معظمه كي دافغانستان دبعثه كميټي به دفتر كي ناست و, ويل هغه مهال چي  دسعودي عربستان په لور له كوره راتله يوملگري يي چي دمزار شريف نه راغلي وو؛ هغه ورته لږ ترياك وركړي وو چي دا د گوردي د درد  لپاره شه دوا ده  او په سعودي كي يي خوره .



هغه ويل چي همدغه ترياك چي ديو نصوار به اندازه وو په جيب كي له ياده وتلي وو اوده ته لويه بلاشول .
نوموړي ويل چي دكابل په هوايي ډگر كي  پوليسو هيڅ تلاشيي نه كړ اوكه يي تلاشي كړئ وائ نو هغوي به ترې اخستي وائ اوولي به یې بنديخانه تيروله .
 
دهغه به وينا چي كله په جده كي له هوايي ډگر نه راوتلو نو پوليسو يي جيبونه ولټول او ترياك يي تري پورته كړل .
 
دهغه ملگري چي نيزدي 50 كلن وو ناظرحسين نوميده هغه بيا ويل چي هيڅ نه دي پوه شوئ چي پر څه يي نيولى دئ؛ ده په خپله ژبه  ويل چي پوليسو يي دجدې په هوايي ډګر كي كالي  شوك په شوك كړل اوبيايي ديوه مميز په شان تورنگه شي به لاس كي ورته ونيول  چي دا ترياك دي ولي راوړي دي .
 
ناظرحسين چي سترگي يي له اوښكو ډكي شوي په ژړغوني غز وويل: ((زه خودحج لپاره راغلئ وم او  داسي نه وم خبر جي دترياكو به تور به   زه نيول  كيږم او په سعودي كي به لس ورزي بنديخانه تيروم  . ))
 هغه  ويل جي وروسته له كلونو كلونو يي پيسې ټولي كړي اودبيت الله شريفي دحج اراده يي كوې وه  چي په داسي غم واوښت .
 
 دجدي په هوايي ډگر كي دبعثه داستقبال دكميټي مشر محمدشريف رباطي ويل  جي ددغه كسانو دخلاصون په خاطر څو ورځي سرپه سر دسعودي دكورنيوجارو وزارت له چارواكيو سره خبري كړي ترڅو په ضمانت يي دحج لپاره په موقتي توگه راخلاص كړي .



نوموړي ويل چي دغه كسان به دحج دمناسكو نه وروسته بيا سعودي پوليسو ته حاضريږي اوهلته به خپله په محكمه كي پردوي دلگيدلو تورونوسپيناوئ كوي .



داپه داسي حال كي ده چي تيره ورځ په مكه مكرمه كي دحرم شريف دننه دكابل ښار يوتن اوسيدونكي دكيسه بري په تور د پوليسو لخوا نيول شوئ .



په مكره مكرمه كي دبعثه كميټي دوركو شويو اومعيوبينو دكميټي مشرحاجي عبدالصمد رشحه  ويل  چي دغه كس يي دلېندۍ په 13مه په حرم شريف كي نيولي اودوي ته يي ويلي چي له دغه كس څخه به پلټني وكړي .
 
نوموړي ويل چي دغه شكمن كيسه بر, محمدظاهر چي دپلارنوم يي سلطان دئ او د كابل ښار اوسيدونكي دي .



ديادولو وړده چي تردې مهاله 21014 تنه دبيت الله شريف دحج دفريضي داداكولو په موخه افغان حاجيان دحج په موخه سعودي عربستان ته راغلي دي .





افغان حاجيان