کور / شعر / تود نغرى

تود نغرى

لا هغه د بنګړو شړنګ دى لا هغه د نغمو شور دى


جهان څومره شو بې حسه ښه خبر دى چي بل اور دى


پر تاودۀ نغري راغلو پېڅول او سكام سوځېږي


پر يارانو باندي ږغ كړئ چي په سپين پټكي كې سكور دى


د ساقي له جامه پوښتم ، د تېر شوي كيف سوداوي


خمار ورك له بې خودۍ دى كه په برخه زموږ پېغور دى


بصيرت بصارت ورك شول فهم ړوند كه ديد كوره شو


دا د چا سره كړم سپينه چي تورسپين دى كه سپين تور دى


دجهان غمونه څومره له جانانه بې خبر كړې


د قبلې لور كومه خوا دى ، ستا روف مخ په كوم لور دى