کور / کیسه / داخوب ده که رښتيا ؟

داخوب ده که رښتيا ؟

وطن يارچي کله ددولسم ټولګي څخه فارغ شودکانکورازموينې  دتياري لپاره يي ځيني کتابونه له بازارڅخه راونيول وطن يار دومره زيارکښ انسان وچي په څوورځوکي يي ټول کتابونه تکرارکړل دکانکورلپاره يي ځان تيارکړاوڅوورځي وروسته دکابل په لوري روان شوخولاره زياته خرابه وه وطن يارغريب همدسي دخپلي ازمويني په فکرکي وو څوساعته وروسته کابل ښارته ورسيد نوپه بيړه يي ټکسي راونيوه ټکسي وان ته يي په ستړي اوازوويل چي استادجانه په بيړه مي هوايي پوهنتون ته  ورسوه چي ناوخته کيږي کله چي دپوهنتون په دروازه کي کوزشوپه هغه دروازه کي دري فيرادران ناست وو تري ويي پوښتل ( هوايي پوهنتون همدغه ده صاحب دننه اجازه شته بلي هوهمداده ! خوشاله اوسي زماتلاشي! زه دننه ولاړشم)


هغه ناست عسکرپه خندا شول اوويي ويل( دخالي( تش) تعميرسره دکاردي!  نه!  زه غواړم دهوايي پوهنتون دازموينې په اړه معلومات واخلم…)دوي بياپه خنداشول اوويي ويل(وروره نه پوهنتون شته اونه ازموينې يواځي  د تش تعميروداني ده چي ستاپه مخ کي ولاړه ده اوموږيي ددروازي اوکړکيوساتنه کوونوردلته هيڅ نه شته ورورجانه هوايي پوهنتون سقوط شوي ده….)په همدي وخت کي وطن يار دخپګان سمندرپه خپلومستوڅاپوکي واخيست خداي خبرترکومه ځايه به يي راسولي وي  نويوناڅاپه داسي اوبګنيده لکه ستړي لاروي چي څوګ له خوبه راپاڅه وي په سترګوکي يي اوښکي تاوراتاوکيدي په ماتوغړودخوست اډي ته ولاړپه ناهيلي سره په موټرکي کښيناست موټرحرکت شورع کړدافسوس اسويلي يي بي اختياره  دخولي راوتل په څنګ کي ناستوسپرليوورته وويل خيرخودي څوګ دي په خق رسيدلي !( نه نه هسي  خوب راغلي بيګامي خوب نه وو کړي) خودځان سره به يي پټ په زړه کي ويل لکه چي دماشوم توب آرمان دي په خق ورسيدو .همداسي وشول دهغه ارمان دخاوروسره خاوري شو.چي دوړوکتوب له وخته ورسرمل ووهره ورځ به ډيرخواشيني او(خفه ) وو يوه ورځ دغرغښت ليسي استاد احمدورته رامخي ته شوورڅخه يي وپوښتل( امتخان دي ورکړنتيجه به دي څنګه وي بريالي به شي اوکه نه …..نه!زه امتخان نه ورکوم زه نوره دزدکړي مخه نه وينم .ولي؟


ستاددولي ځواب دپنځه ويش اوديرشوکالوکيسه ده داکيسه تا ما او ټولوافغانانوته معلومه ده نوزه نه غواړم چي دادکرکي اونفرت ډکه کيسه ستادځواب دحلولولپاره په خوله راوړم …..سمه ده راځه زموږسره استادشه ترڅوله همدي لاري هم وطن ته خد مت وکړي اوهم به دخپلي ليسي دمعلمانوکمبوداوکمښت چي ته يي روزلي يي تريوه بريده پوره کړي) وطن يار دخپل استادخبره اومنله دغرغښت په ليسه کي چي دهمدي ليسي څخه فارغ شوي وودښوونکي  مقدسه وظيفه يي اشغال کړه اوپه ډيره مينه يي خپلوشاګردانوته سبق ورښود.دوطن يار دښونځي دتګ راتګ دلاري په اوږدوکي يوه دنجونوليسه هم وه چي دي به دهغي دزدکوونکوپه ليدوډيرخوشاله کيده له ځان سره به يي شکرايستواوويل به يي چي الحمدوالله ددي ليسي نجوني دمکتب اوپوهنتون په ويلوسره به زموږدښځينه ډکټرو  نرسو اوښوونکودنشت ستونزه له منځه ولاړه شي. خووطن ياربه هروخت په دي لاره تلواوراتلودغي لړي دوام درلوددورځونه يوه ورځ وه وطن يار په همدي لاره په سوچواوخيالونوکي غرق ووخپل مزل يي کولو چي بي اختياره يي سترګي راپورته کړي څه ګوري چي په موټريي په يوه جيني نظرولګيده چي يواځي يي غټي اوسري سترګي ليدل کيدي اونوره ټوله په اسلامي حجاب کي پټه وه نوپه ليدوسره يي دوطن يار زړه له ګوګله راوويست اودخپلي اغيزي لاندي يې  راوست.


وطن يارپه همدي لټه کي شوچي دغه غټوسترګوخاونده جيني چي يواځي يي سترګي ښکاريدي اونوره ټوله په اسلامي اوافغاني حجاب نغښتي وه څوک ده دکوم ځاي اودچالورده ښوونکي ده که زدکوونکي داټولي پوښتني به يي په ذهن کي ګرځيدي اوراګرځيدي.وطن يار چي يواځي يې دوطن سره مينه وه دالله دعباداتوسره اودالله دټولوبنداګانويي دانساني کرامت په نظرکي نيولوسره اخترام درلود.خوهغه په اسلامي حجاب کي پټه جيني چي يواځي دوه سترګي به يي ښکاريدي دهغه اصلي دميني جهت ته يي تغير ورکړاوهروخت به يي دميني احساس کولودداسي چادميني چي هغه دالله ((ج))يوعاجرمخلق يعني هغه يومصومه جيني وه  وطن يارنه غوښتل چي دي ده دچاسره مينه وکړی خودادده دواکه وتلي خبره وه .په همدي  ورځوکي دوطن ياردتبديلي مکتوب  راغي زيات خواشيني شوويل يي چي ماخودلته زيات وخت درس شاګردانوته ويلي ده    نوکله يي چي مکتوب وکاتوڅه ګوري چي هغه ليسي ته يي تبديل کړي دکومې ليسي يي چي زړه  يوي جيني پخوادميني په جال کي ګير کړي وو  او دخپل اغيز او تاثيراتولاندي يې راوستي وو. هغه وه چي دتبديلي چاري  يې پاي ته ورسيدي په تدريس يي پيل وکړ خوهروخت به په دي سوچ کي ووچي داجيني چي په همدي ښونځي کي مادتګ پرمهال ليدلي وه ښوونکي ده اوکه زداکوونکي  دهغه چادليدووړاندي چي وطن يار يي دليدوپه لټه کي وودښونځي امتخانونه پيل شول. 


وطن يارته دتدريس شووپاڼومعلومات نه ووسهاروختي يي له سرمعلم اوپوښتل چي ماته خونه ددرس ځاي معلوم دي چي ترکومه بريده سوالونه ورځيني راولم ځکه چي څلورمياشتني ازموينه وه اودهغه دراتګ دري اوڅلور ورځي کيدي  شاګردانوته يي تدريس نه وو پيل کړي اونه  ټولګي ورته معلوم وو   په همدي خيال کي ووچي هغه جيني يي مخي ته راغله کومه جيني چي په يادولويادولو يې قلم لاسونه اوخوله ستړي شوي وو  ورته يي وويل چي (معلم صاحب ستاسوازموينه نن زموږسره ده دادي تردې بريده موږدرس ويلي دي معلم صاحب دادي پاڼي مي پکي قات کړه تردي ځايه پوري سوالونه جوړکړه …..)دي همداسې غږيده خودوطن يارسترګې ددې په سترګوکې وې چې پخوايي بې  له مخه ليدلي وې اوداځل يې دګردي مخ سره يوځاي وليده ډيرځنډ شو وروسته وطن يار اداري ته ولاړاوسوالونه يي جوړکړل .ازمويني څوورځي په برکي ونيوي خوهره ورځ به راته سپوږمي ويلي شوي درس راته ښودوو چې تردي بريده موويلي ده اووطن ياربه دهغه نښه شوي پاڼې پوري سوالونه جوړوول .خوکله چي ازموينه تيره شوه سپوږمي رامخي ته شوه دخندا نه راته شنه شوه راته يي په خوږاندازوويل (معلم صاحب ښه چل مي درباندي وکړ)معلم وويل  څنګه؟ هغي وويل( معلم صاحب ترکومه بريده به چي مازده کړي ووهمغه ځاي به مي درته په نښه کولواوتابه هم راسره منله اوپه همدي چل به ماټوله پارچه حل کړه) دې خبروته دي هم لګ موسکي غوندې شواودهغې مينه ناکي خبرې دده په زړه کي دميني غځېدنې کولې همده وه چي ټلي (زنګ) وواهل شو  مکتب روحصت شوخوورځي زياتي تيري شوي وطن ياربه ښونځي ته تلواوراتلواودهيچاسره يي ناسمي اړيکي نه درلودي داچي هغه يوځوان هلک وو او واده يي هم نه وه کړي يوه ورځ يوي پيغلې جيني دهمغې جيني ټولګي والې ورڅخه پوښتنه وکړه( استازه تا واده کړي ده نمزادشوي يې  نه نه !ولي خيرخوده معلم صاحب زموږيومعلمه ده هغې واده ندي کړي که ستاخوښه وي ورسره وبه غږيږم) معلم صاحب ورته وويل( .نه نه زه واده نه کوم زه زه هيڅ تصميم نه لرم چي واده وکړم ) يوکال وروسته چي وطن يار ددې ليسې څخه تبديل شوي وو  خوهغه سترګي چي  دڼري ټول ځواکمن  طاقتونه  سره دپرمخ تللي ټيکنالوژي چې راجمع شي نه به هغه سترګي جوړې کړي اونه يې جوړ وي شي.د وطن يار په سترګوکې به تاوراتاوکېدې اوګرځېدې راګرځېدې  په همدي وخت کي پلارراته وويل ځويه ته خواوس ځوان شوي يې زه غواړم چي ستاناوي يعني زمانګورډيرزرپه خپل کورکي اوينم(.څه څه !


پلارجانه زه   زه   واده      واده      نه نه      نه نه   زه  واده  نه  کوم.ځويه هرځوان همده خبره کوي او وايي زه واده نه کوم خودازموږدنده ده چي ځوي کله ځوان شي واده بايدورته وکړو)خوده ډيره هڅه وکړه چي پلارپه دي قانع اوراضي کړي چي کوژده يې  يو څه وخت وځنډوي خونتجه يي ورنه کړه اودپلار زور ورباندي تير شو.پلاريي دجيني يعني دې ده دژوندملګري د پيداکيدوپه هڅه کي وواوډيرخوشخاله وو  خووطن يار به هروخت خفه اوخواشيني وو.ځکه چي دده په زړه کي يوې داسې جيني خپلې دمينې سندرې کولي چي هروخت به يې په خيالونوکي له ځانه سره ګرځولو هغه دغټوسترګوخاونده چې تابه ويل چې دکوهي کاپ ښاپېري ده  دوطن يار زړه به دهغه په ياديدو  زيات درديدو  دمازديګروخت وو ځانته غلي ناست وو چي پلاريې راغي او ورته يې وويل (  اي هلکه ولې داسي غلي اوخفه ناست يې دهغې پرځاي چې خوشخاله شي چې  زه دې په واده پسې ګرځم ته خفه يې که کومه جيني دخوښه وي راته په ګوته يې کړه  ګنې داخوي دې زه نه خوښه وم) .ده هم پلارته وويل چې( پلارجانه ماجيني ليدلي خوداراته معلومه نه ده چې څوک ده اودچالورده يوڅه وخت مهلت راکړه) پلار ورسره اومنله خووطن يار خپله هڅه اوکوشش شروع کړ  بالاخره دچاپه لاس يې هغې جيني ته خط ورواستوه اوپه هغې کې يې خپله مينه ورته اظهارکړي وه اوترڅنک يې ترې دواده غوښتنه کړي وه خوتريوې مياشتې پوري يې د آه  او نه منفي اومثبت ځواب رانه غي  اونه ورباندې پخواپوهه وه چي دي په مامين  دي اوماته يې دننه په زړه کې ځاي راکړي .مافکروکړچي ممکن ددې ښايسته جيني په زړه کي ماته دميني ځاي نه وي چي ماته يي دآه اونه ځواب تراوسه رانکړ.نووطن يارهم په زړه پسي غټه تيګه وتړله اوپلارته يې وويل(  پلارجانه ستاچي چيرته خوښه وي هملته دې خپل ځوي ته کوژده وکړه)  پلاريې ډيرخوشاله شواوڅوورځي وروسته يې ورته کوژده وکړه دهغه ټوله کورني خوشاله وه يواځي وطن يار په خوشالي نه پوهيده اوکله کله به يې دخنداپرځاي پټ پټ ژړل. څوورځې وروسته همغې جيني چې دده زړه يي دغمونوپه درياب کي لاهوکړي وواودميني په ځولانويي کلک تړلي وو  همغه جيني خبره شوي وه اورته يي خط وروليږه اودخط ځواب يې مثبت وو. ددغې مثبت ځواب په ليدو  وطن يار بايد ډيرخوښ وي خوداسي ونه شول دخوښي پرځايې دسترګوڅخه داوښکوقطارونه روان شول اوتل يي دهيلو موربوره شوه…





 

تبصره نسته

  1. ډيره ښه او غمګينه کيسه ده

  2. ډيره ښه غمګينه اوپه زړه پوري کيسه ده

  3. ډيره ښه غمګينه اوپه زړه پوري کيسه ده