کندهارولايتي شوراتربريدوروسته خپله ناسته وکړه

حاجی پوپل | نوومبر 16th, 2008


دکندهاردولايتي شوراپرودانۍ تربريدوروسته بې له ځنډ څخه دکندهاردولايتي شوراخپله غونډه ترسره کړل اوپرځينومهموموضوعاتويې خبري وکړې .
دولايتي شوراپه غونډه کې دکندهارددهلې داوبو دبنداوله هغه څخه دراجلاسوکانالونودپاک کارى په باب خبري وکړې .
غونډه دتيرپه څېردشورادريس احمدولي کرزي ترمشري لاندي ترسره سول چې پکې دشوراټولوغړوبرخه اخېستې وه خودرې ښځينه وکيلانې چې ټپي سوي په غونډه کې نه ترسترګوکېدې .
دشورادپه حاضيرووکېلانوکې يوهم دشوراټپي سوي غړى جانان کلزى وچې زامي يې په پېښه کې ١٣ کوکه خوړلي دي .
دولايتي شورادريس احمدولي کرزي په خبره چې دتيري پنج شنبې په پېښه کې دولايتي شورادرې ښځينه غړي  هم ني سوي چې دزخمونوله کبله يې دشوراپه غونډه کې گډون ندي کړي .
دشوراغړوپرولايتي شوراباندي بريددولس پرارادې باندي بريدوباله اودهغه غندنه يې وکړه .
دشوراغړوپه خپله نوبتي ناسته کې وويل چې داولس دباوررايه يې ترلاسه کړې اوپوره هوډلري چې دخپل توان ترکچې به خپلوچاروته په پوره ايماندارى دوام ورکوي .
تيره پنج شنبه پداسي حال کې دکندهارولايتي شوراپه خپله غونډه لګياوه يوه ځان وژونکې خپل دچاودېدونکوتوک څخه ډک موټردکندهاردملي امنيت درياست مخ ته په يوه فرعي کوڅه کې دولايتي شوراله ودانى سره وجنګاوه .
په دغه بريدکې دنږدې کورديوې مېرمني په گډون شپږتنه ووژل سول او٤٢ تنه نورټپيان سول .
دپنج شنبې دورځي چاودنه دومره زوره وره وه چې دچاودنې له کبله دمځکې له سره څخه دوه عرادې کورولاموټران دولايتي شورادودانى بام ته غورځېدلي ول .
دکندهارپرولايتي شوراباندي دسوي بريدپه ترځ کې دجمهورريس حامدکرزي له لوري دهروژل سوي کس له  کورنۍ سره دسل سل زره افغانيواودهرټپي سوي کس سره دپنځوس پنځوس زره افغانيومالي مرسته هم اعلان سوې .

Copyright Larawbar 2007-2024