بلوچستان: زلزله ځپلي له ناورين سره مخ دي

34 | نوومبر 16th, 2008


په داسي حال كي چي د بلوچستان په زيارت كي له نيژدې شلو ورځو راهيسي د زلزلې تكانونه روان دي، پر ياده سوې سيمه باندي د واورو لړۍ پيل سوې چي د زيارت اوسېدونكي يې له زياتو ستونزو سره مخ كړي دي.
د بلوچستان ايالتي چارواكي وايي له شلو ورځو راهيسي په دغه سيمه كي د زلزلې دوه زره تكانونه ريكارډ سوي دي، چي لومړي او دوهم تكانونه يې د ريختر په حساب تر شپږو درجو هم لوړ وه، چي د ۳۰۰ په شاوخوا كي كسان يې مړه او په سوونو نور يې بې كوره كړل.
سيمه ايز اوسېدونكي د يخني درجه منفي اتو درجو ته راټيټه سوې ده، چي خلك له يوه بشري ناورين سره مخ دي.
بلي خواته مركزي او ايالتي حكومت وايي د كورنيو او بهرنيو خيريه موسيسو مرستي اوس هم په سيمه كي رواني دي چي د واورو تر ډېرېدو دمخه يې خوندي ځايونو ته ورسوي.

Copyright Larawbar 2007-2024