کور / تازه خبرونه / په بغلان او هرات كي ځانمرګي بريدونه سوي

په بغلان او هرات كي ځانمرګي بريدونه سوي


د بغلان په مركز كي غرمه پر يوولس بجې د جرمني او د هرات په ګذره ولسوالي كي سهار اته بجې پر امريكايي پوځيانو ځانمرګي بريدونه سوي دي.
د بغلان امنيه قومندان مولانا سيدخېل د چين د زينهاو آژانس ته ويلي چي ځانمرګي د بغلان په ښار كي د جرمني پوځيانو پر كاروان ځان وچاودئ، چي يو لاروى پكښي مړ او د جرمني عسكر په ګډون ۱۲ تنه پكښي ټپيان سول.
 خو د هرات دا چي د ګذرې په ولسوالي كي د امريكايي عسكرو پر كاروان رامنځته سوى دوه امريكايي عسكر ټپيان كړي دي.