کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پاکستان پارلماني ټاکنې او د مختلفوسیاسي ډلو

د پاکستان پارلماني ټاکنې او د مختلفوسیاسي ډلو

 پراخ خوځښتونه



له کله نه چې د  پاکستان په سپین جومات  کې کړکیچ رامنځ ته شو نو وروسته تر هغه نوموړی هیواد له بیلابېلو او چټکو سیاسي حالاتو سره مخ شوی دی،چې تر دې دمه یې حالات په بشپړه توګه ندي ارام شوي او خلک یې لا هم له ګڼو اندیښنو سره لاس او ګريوان دي .بیړنی حالت لاهم روان دی او مخالف ګوندونه خپلو ګواښنو ته دوام ورکوي.


د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف لمړی ځل له سعودي عربستان څخه خپل هیواد ته ستون شو خو له هوایي ډګر څخه بیرته وشړل شو،او له هغه وخت څخه   شاوخوا درې میاشتې وروسته یو ځل بیا پاکستان ته ستون شو چی دا ځل ستنیدنه یې له هغه بل ځل سره توپیر درلود.او وروستی ځل يې تود هرکلی وشو.


نواز شریف لاهور ته له رسیدو سره سم په هماغه ورځ د ټاکنو کمیسیون ته ورغی او خپل نوم یی د راتلونکو پارلماني ټاکنو په لست کی ولیکه،خو اوس خبرې بله بڼه غوره کړې ده ،هغه دا چی د پاکستان د ټاکنو کمیسیون په راتلونکيو پارلماني ټاکنو کې نواز شريف  بې صلاحیته اعلان کړی دی .د ټاکنو کمیسیون ددې خبرې لامل د هغه د واکمنۍ پر مهال د پرویز مشرف د الوتکې د غورځولو توطیه ،په سترې محکمې  برید او ځینو مالي درغلیو کی ښکیل ګڼي.محکمې  ویلي چې دا تورونه د ښاغلي شريف مخالفو کانديدانو محکمې ته وړاندې کړي دي. خو بل خوا نواز شریف د دولت د مخالفو شاوخوا دیرشو ګوندونو سره یو ځای په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې  د نه ګډون پریکړه هم کړې وه.


د نواز شریف ورور شهباز شريف لا له مخکې د ټاکنو د کمېسيون لخوا بې صلاحيته بلل شوى و. خو ویل کیږي چې  دغه دواړه وروڼه ددې  پرېکړې په ضد د استيناف محکمې ته غوښتنليکونه وړاندې کولى شي.


د پاکستان د اوسني حکومت یو مهم سیال ګوند د پاکستان د خلکو ګوند ګڼل کیږي،ددې ګوند مشره بینظیر بوټو هم تر يوې اوږدې جلا وطنۍ وروسته خپل ټاټوبي ته ستنه شوه،چې د ستنېدنې په ترڅ کې یې د بمي چاودنو له امله په سلګونو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته،خو ددغه ګوند مشرې خپلو مبارزو ته دوام ورکړ چې  په هغه بهیر کې یوه اونۍ نظر بند هم پاتې شوه،خو ددې ګوند پلويانو د خپلو لاریونونو لړی ته دوام ورکړ،بل دا چې ددغه ګوند مشرې له راتلونکیو پارلماني ټولټاکنو سره خپل قاطع پریکون ندی اعلان کړی.او برخلاف د راتلونکیو ټاکنو لپاره په ښه درز سره په  پراخ کمپاین هم لګیا ده،چې  دخپل کمپاين په ترڅ  کې پېښور ته هم راغلې وه چې په دغه نا آرامه  سیمه کی د پښتنو ملاتړ هم تر لاسه کړي .


د پاکستان د خلکو ګوند مشره په ډېرې هوښیارۍ سره ګامونه اوچتوي،په دې مانا چې هم له دولت سره کوم څرګند مخالفت نه ښیی او هم د حکومت له مخالفینو سره ځان  همغاړې څرګندوي .بینظیر بوټو د مسلم لیګ ګوند له مشر نواز شریف سره د دسمبر په درېیمه نیټه خبرې اترې وکړې،دوی د خپلو غوښتنو یو لست  دولت ته وړاندې کړ چې  تر اوسه يې پدې هکله خپلې غوښتنی هم نه دي  روښانه کړي .


بینظیر بوټو او نواز شریف دم ګړی دا نه دي ویلي چې که ددوی غوښتنې ونه منل شي نو څه به کوي .ددغو دواړو ګوندی مشرانو وویل چې  ښايي په پارلماني ټاکنو کې به د پرویز مشرف پلویان له خپلو واکونو څخه ګټې واخلي،چې  دا  هم له دولت سره ددوی د اختلاف یو مهم ټکی ګڼل کيدای شي .


خو پرویز مشرف چې  د نومبر په اته ویشتمه نیـټه یې د پوځ مشري خپل نژدې او باوري تن یعنې  جنرال اشفق پرویز کیاني ته وسپارله،خپل ځان تر يو حده له زیاتو بهرنیو او کورنیو فشارونو څخه ی خلاص کړ.او یوه ورځ وروسته یی د یوې نوې پنځه کلنې دورې لپاره د یو غیر پوځي مشر په توګه لوړه وکړه.نوموړی د خپلې ولسمشرۍ  تر کره کېدو وروسته د بیړنیو حالاتو د پای ته رسولو نیټه هم اعلان کړه او ویی ویل چی دغه حالت به د دسمبر په شپاړسمه نیټه پای ته ورسوي،او زیاته یې کړه چې پارلماني ټاکنې به د جنورۍ په اتمه نیټه ترسره شي، ولسمشر مشرف د خپلو دوو لويو سياسي سيالانو، بېنظير بوټو او نواز شريف، د ستنېدنې هرکلى وکړ او هغه يې د سياسي پخلاينې لپاره ګټوروباله .


په دې هکله دپاکستان د خلکو ګوند مشرې بېنظير بوټو هم مثبت غبرګون وښود او ویې ویل د بېړني حالت پای ته رسول چې ټاکل شوې په دوو اوونيو کې ترسره شي په ټاکنو کې ددی د ګډون لپاره کافي دى.


بلخوا د اسلامي ګوندو ډلې یا مجلس متحده عمل ډلې  په راتلونکیو ټاکنو کی د نه ګډون پریکړه کړې،خو ددغې ډلې یو ګوند یعنې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جميعيت العلما اسلامي ګوند د خپلو نورو ملګرو پر خلاف په راتلونکیو ټاکنو کې د ګډون کولو ویلي دي .


د مشرف وروستیو کړنو نه یواځی دننه په پاکستان د مبارزو اور یو څه سوړ کړی، بلکې د نوروهیوادونو د نیوکو په مخنیوی کې یې هم خپل پوره رول لوبولی دی،د شنونکو په آند که د پاکستان دوه لوی ګوندونه په راتلونکیو ټاکنو کې ګډون وکړي د ولسمشر پرویز مشرف اعتبار او باور به یو ځل بیا نړیوالې ټولنې ته یو څه اعاده او زیات کړي