کور / تازه خبرونه / په ننګرهار او لغمان کي د 6 ښوونځيو ودانۍ جوړيږي

په ننګرهار او لغمان کي د 6 ښوونځيو ودانۍ جوړيږي

په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د شپږو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو کار پيل او دبيارغونې د لسو پروژو کارونه بشپړ شول .


 د ننګرهار ولايت د پوهنې رييس محمد اقبال عزيزي د ليندۍ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يې په روداتو ولسوالۍ کې د څلورو ښوونځيو د بنسټ ډبرې کېښودې .


 


هغه زياته کړه چې دوه ښوونځي د ولسوالۍ  په مزينه او قطرغي کليو او درې ښوونـځي د حصارشاهي په سيمه کې جوړېږي .