کور / z_buitenland_news -- 5 / اوګوچاويس: پر خپلي سوسيالستي لار باندي ولاړ يم

اوګوچاويس: پر خپلي سوسيالستي لار باندي ولاړ يم

د وينزويلا جمهور ريس  اوګوچاويس تر هغه وروسته چي خلګو په اساسي قانون کي بدلونونه و نه منل، وويل چي دی به د 21 پېړۍ پر خپلي سوسيالستي لاري باندي ولاړ پاته سي.



په هغه وينا کي چي ده په کارکاس کي د خپلو زرګونو پلويانو په مخ کي کوله، وويل چي دی به خپلي جمهوري دورې ته تر اخري ورځي پوري يعني د 2013 ميلادي کاله پوري ادامه ورکي.



د وينزويلا په اساسي قانون کي د بدلونونو راوستل په ډير لږ اکثريت سره يعني 51% سره رد سول.


په اساسي قانون کي بدلونونو د نورو تر څنګ په پام کي درلودل، چي يو دولتي مشر کولای سي  خپله دوره تر نامعلومه وخته پوري تمديد کي.