کور / z_buitenland_news -- 5 / ناټو او اروپايي ټولنه پر ايران فشارونو ته دوام ورکوي

ناټو او اروپايي ټولنه پر ايران فشارونو ته دوام ورکوي

ناټو او اروپايي ټولنه غواړي چي پر ايران باندي د هغه د لانجمن اټومي پروګرام له کبله خپل فشار ته دوام ورکي.



په بروکسل کي د بلجيم د بهرنيو چارو وزير Karlde Gucht د ناټو او اروپايي ټولني د بهرنيو چارو د وزيرانو سره تر ليدني کتني وروسته، وويل چي په دې هکله د متحده ايالاتو پر استخباراتي رپوټ سربيره اروپايي ټولنه او ناټو سره يو دي.


په دې غونډه کي دغه راز د کوسوو پر لانجې باندي هم خبري وسوې چي غواړي خپله خپلواکي تر لاسه کړي. بلجيم د بهرنيو چارو د وزير ګوخت په وينا ټولو وزيرانو پر دې موافقه و کړه، چي د ناټو تر مشرۍ لاندي  17000 عسکر دي اوس هم په کوسوو کي پاته سي، او هله ته د نوري ګډوډۍ او ناآرامۍ په صورت کي کيدای سي، چي نوی ځواکونه وروليږل سي.