کور / تازه خبرونه / په خوست کې دوه پوليس ووژل شول

په خوست کې دوه پوليس ووژل شول

دجمعې په ورځ  د خوست ولايت  اړوند د ببرک تاڼي په سيمه کې دوه سرحدي پوليس  د وسله والو طالبانو لخوا د توپک په ډزو وژل شوي او د پوليسو  رينجر موټر يي هم له ځان سره بيولي دي .



په خوست کې د دويم نمبر  سرحدي لوا قوماندان سمونوال قاسم خيل وايي چي نن غرمه يوولس بجې د ببرک تانې په سيمه کې زموږ سرحدي پوليسو چې غوښتل يي خپلو پوستو ته دموټر په وسيله  اکمالات وکړي د وسله والو طالبانو د يو کمين سره مخ شول چې په پايله کې دوه پوليس ووژل شول .



قاسم خيل زياتوي چې وسله والو طالبانو يو رينجر موټر هم له ځان سره بيولي چې دا مهال ډيورنډ پولي ته نږدې په يوه کلي کې دی چې د پوليسو تر څارنې لاندې دی


ببرک تاڼه ډيورنډ پولي ته نږدې سيمه ده چې د دولت وسله وال  مخالفين کولي شي په اسانی سره د پولي دواړو غاړو تګ او راتګ وکړي