کور / تازه خبرونه / كندهار:وسله وال طالبان دخپل ماين ښكارسول

كندهار:وسله وال طالبان دخپل ماين ښكارسول

په كندهاركې اووه وسله وال طالبان په  خپل ماين وژل سوي دي .
پيښه تيرماښام دكندهارپه ډنډوالسوالۍ كې رامنځ ته سوې ده .
دډنډوالسوال احمدالله نازك لراوبر ته وويل چې تيره شپه لس بجې دوسله والوطالبانويوي ډلي غوښتل چې دلوي لاري پرسردګاډوضدماين ځاي پرځاي كړي.
نومه وړي وايي چې پروسله والوطالبانوخپل ماين چاودلي اواووه تنه پكې وژل  سوي دي .
ښاغلي نازك و ايې دپيښي پرځاي يې ددروتنووسله والوطالبانوجسدونه ليدلي اوڅلورنورجسدونه وسله والوطالبانوله ځانه سره وړي دي .
نومه وړي لراوبرته وويل چې څلوراونۍ مخكې هم وسله والوطالبانودكندهار_ډنډپرلويه لاردسړك  دغاړي ماين ځاي پرځاي كړي ووچې دولسي وګړودسورلى موټريې ښكارسو.
اوكابوپنځوتنوته يې دسرزيان واړاوه.
خپله وسله والوطالبانودپيښي په اړه رسنيوته څه ندي ويلي .
خودسيمي اوسيدونكي مني چې دوژل سويوكسانودبدن غړي ترلري واټن پوري غورځيدلي وو.