کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امريكايي ډيمو كراسي (د سوريې نڅاځايونه )

امريكايي ډيمو كراسي (د سوريې نڅاځايونه )

حاجي حبيب  الرحمن ابراهيمي مكه مكرمه دليندي 16مه جمعه






پـــه افغانستان كي دامريكاد B52 په واسطه دراپيداشوي ديموكراسي درامنځ ته كيدو او س دا دي شپږ كاله پوره كيږي , خو دې ديموكراسۍ افغانانوته كوم داسي پيغام نه دی راوري چي ورته دنېك پال په توگه وگوري .



هماغه څو كاله وړاندي چي په هيواد كي جنگونه اوجگړي رواني وې په هماغه شكل اوس هم   افغانان لا زيات وژل كيږي اوپه كورونو يې دشپې او ورځي لخوا بمونه را وريږي  .



 په اصل كي خو امريكايان اوملگري يې دديموكراسۍ ؟؟د پلي كيدو په پلمه راغلي اوپه افغانستان كي دبشري ناورين ؟؟ دپای ته رسيدو په پلمه راغلي خو ولي   دغه ناورين ددې پرځاي چي ختم يې كړي نور هم په ناسور ناورين واوښت .



امريكايان وايي په افغانستان كي څوكاله وړاندي ښځي په كوروكي بندي وې اوبشري حقونه ترپښولاندي وو .دوی خو په افغانستان كي دښځو داسي ازادي غوښته چي اوس په كابل كي دبهرنيو ښځو لخوا نايټ كلپونه څه چي دميلمستونونو په نامه په نوي ماډل جوړو شويو بلډينگونو كي په رنگه اوښكليو كورنو كي په نوم دمېلمستون خو په اصل كي په كي نوري نخرې كوي .



دغه خبري  كه  زما دقلم له نوكه نه منۍ ولي دلوی څارنوال او د كابل دجنايي  جرمونو پروړاندي دمبارزې اوتحقيق دچارو دريس جنرال عليشاه خان پكتياوال  په خوله باور وكړئ .



دوې اونۍ وړاندي دنوي ښار په مربوطاتو كي ډيری هغه شمير بهرنياني چي دميلمستون په نوم يې  ځايونه نيولي وو ولي په هغه كي عرياني وه اوهلته شراب خايونه وو اوهلته …. موجود وو .
 
امريكايانو افغانانوته همداسي ديموكراسي راوړله وگورئ په افغانستان اوعراق كي اوس څه تيريږي داخو هم بشر دی اوددې بشر پوښتنه اوغم خو له چاسره نشته  .



څو ورځي وړاندي دنوروستان والي رسنيو ته وويل چي   امريكايي الوتكي دنورستان په غرني سيمه كي 12 ته دسرك جوړولو  كارگران وژلي  او پرخېمه يي بمونه راغورزولي ولي امريكايان وايي القاعده اوطالبان وو .
ښه اوس دوالي خبره رشتياده كه ستاسو ؟! نه پوهيږو تاسو له يوې خوا مو   زخمونه په وجودكي راپيداكوي اوله بلي خوا په خپله پري مالگه شيندي .



تير شپه په انټرنيټ كي لگيا وم او په يوه ويبپانه كي راغلي وو چـــي كم  عمره عراقي پيغلي دسوري په نايت كلپونو(نڅاځايونو كښي) .
دسوريي پلازميني دمشق ته نژدې دمارپه,   نومي ولسوالي    په رنگينو كوڅو كي گڼ شمير نايټ كلپونه جورشوي چي عراقي كم عمر لرونكي نجوني په كي له مجبوريته  نڅاگاني كوي .



 په دې انترنيت پانه كي راغلي و چي دغه نايت كلپونه اوس دومره مشهور شوي چي دنورو هيوادونو څخه هم خلك دهمدې عراقي نجونو د نڅاكانو سيل ته راځي .



داكم عمره عراقي نجوني ټولي دهمدې امريكايي ديموكراسۍ پلي كوونكيو لخوا درامنځ  ته شوي كړكيچ په خاطر له خپل هيواد عراق څخه سوريې ته کډوالي شوي دي .



دوى دهغو پيسو د تر لاسه کولو لپاره چي دنخا پرمهال  پر هغوى شيندل كيږي، دې کار ته مخه كړې .
له كله نه  چي   امريكايي پوځ په عراق يرغل كړي دی په سلگونو عراقي كورنۍ دجكړي له ويري عراق اوسوريې ته کډه كولو ته اړشوي دي .



  په دې كي داسي كورنۍ هم شته   چي دخپل كور  دچلوولو مسوليت هم ورپه غاړه دي .
 
١٤ کلنه رفيف چي معصومه څېره لري هم ددې نجونو له ډلي  څخه ده خو هغه په د ې دردونکي حالت نه پوهيږي په کوم  كي چي هغه ژوند کوي،دا وايي:
 
((زما در ې خو ېند ې دي چي واده شوي او څلور وروڼه مي دي. هغوى ټول په بغداد کي دي، زه له خپلي مور او کشر ورور سره دلته راغلې يم او زما ټو له کورنۍ له دې ناخبره ده چي زه دلته څه  کوم)).
 هغه وايي مو ږ پيسو ته ا ړتيا لرله. دد ې کار له امله زه يو ځل د پوليسو له خوا تر نيولو وروسته عراق ته وشړل شوم خو په يو بدل پاسپور ټ بيرته راغلم)).
 
دا وايي چي په يوه شپه کي نيزدې ديرش ډالره پيدا کوي خو کله چي هغه شخصي ماڼيو ( بنګلو ) ته بيول كېږي نو تر سل ډالرو پورې تر لاسه کوي.
 
خو رفيف په د ې ا ړه چي د يادو شويو پيسو په بدل کې کوم کارونه کوي له څه ويلو ډډه وکړه.
 د سوريې د چارواکو په وينا پوليسود شپي په نڅا ځايونو کې داسې نجوني هم نيولي دي چې يوازې ١٢ کاله عمر لري.



خبره بير ته دديموكراسي حاميانوته متوجه كوم ستاسو ديموكراسي همداده  , ايابشرپالنه همداده , ايادښځو دازادۍ په نامه نارې سورې وهل همدادي ,داتاسو چي دنورو ملكونو په مشرانو باندي نيوكو ته زور وركړئ (ايران ,شمالي كوريا,سوريه ) هغوی ته مو هم  پيغام دهمداسي ديموكراسۍ دۍ   اوبلاخره ستاسو په خوښه دستاسو دپوځ په مټ به جوړو شويو حكومتونو كي په ازادي همداسي وي كله چي په عراق اوافغانستان كي ده .
 
 په سعودي عربستان كي هم يوه اندازه د امريكايانو سرتيري  د ډيرو كلونو راپدې خو ځای پرځای دي .
خو نه پوهيزم په سعودي كي چي كوم اسلامي نظام دی اوشرعي احكام پلي كيږي   هلته دخپلوگټو په خاطر  امريكايانو خپله ديموكراسي هيره كړېده  .
كه په ځوجملو كي يې روښانه  كړو   دا ديموكراسي نه ده دا دبشردوستۍ په  نوم هسي نارې سورې دي دا په اصل كي دانسانو حقوق نه دي  اوبس ده نوره داديموكراسي نه غواړو او دا امريكايي ديموكراسي دي ستاسو مبارك وي .