کور / شعر / سر کړه راپورته بابا ، بچو ته دوعا ورکړه

سر کړه راپورته بابا ، بچو ته دوعا ورکړه

د توري او قلم اتل خوشال خان خټک


خپه خوشال ته !
سر کړه را پورته  اي  خپه  له  مونږ  خوشحال خټکه
اوس  دي  بچی  دی  را ويښ   شوی  د اغيارو  مخ  ته
ستا وصيتونه به  پوره  کړي  ته  نور  غم  مه کوه
که ګمان  نکړي  سر را پورته  کړه هلمند او ملکنډ وګوره
بچي  دي راغلل  ستا مزار  ته  او  قسم يې وکړ
چي نور  به  ساتو  ستا ميراث  توره  او  قلم  خټکه
مونږ  قسم کړی  د پښتون  تل  پيوستون  به  ساتو
که  په قلم  وي  که په  توره  اباسين  به   ساتو
ستا په قلم  باندی جنګيږی  لوی  پوهان خټکه
ته خبر نه  ئي؟  چه کاکړ او هم  روستار تره کی
ستا داورنګ  دزمانی د ژوند شهکار جوړوی
سر کړه را پورته  بابا وګوره ته!
بلي  ډيوې  دي دپښتو په  هره  خوا ځليږی
ستا د ادب  دسنګر  ښکلي زمريان
لکه اعظم  سيستانی  او معروفي جنګيږي
ستا د پښتو د ژوند ها پته  خزانه
لوی  حبيبي  څنګه  را وسپړله
ستا د ادب  د اسمان  ستوری هره خوا ځليږی 
اوس دی غليم  سره  قلم باندي  رشاد او بېنوا جنګيږی
مېنه  دي ډکه  د ادب  په  پتنګانو شوله، وئي  ګوره
کله  حمزه  کله لايق  کله  ساحل  او جهانی  ګړوه
سر کړه را پورته بابا وګوره د توری زمريان
چي ستا په  توره باندي څنګه قدرتونه  مات کړل
نن دي  په مېنی  غليم  بيا خپلي  دانې کرلي
خو  ستا په کور  کې  ملالۍ   بيا  ګهواری ځنګوي
يا خو ميرويس  يا خو احمد  يا اکبر خان  زيږوي
د ايوب خان په  شان بچي دي  په ميدان  دانګي
بيا کندهار کله هملند او ارزګان  ساتي
اوس  ئي غليم  دا ستا په توره باندی  سخت ځپلی
ځکه نارې  اوس  د  جوړي  په  جهان  وهی



سر کړه راپورته  بابا  ، بچو ته دوعا ورکړه
هم  د قلم  او هم  توری  ورته  بيا ورکړه


  ٩-١٠-٢٠٠٧     ويانا