دامن جرګې د څار جرګه ګۍ جوړه شوه.

رحيم ګل څاروان | اکتوبر 22nd, 2007


دافغانستان دولسمشر حامد کرزي دیوه فرمان له مخې دافغانستان له اړخه دامن دجرګې دکارونو دڅار په موخه پنځه ویشت کسیزه جرګه ګۍ جوړه شوه، ددې جرګه ګۍ مشر دشمالي ټلوالې یو مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دی چې دامن په تیره جرګه کې دافغانستان له اړخه مشر هم وو، ددې جرګه ګۍ مرستیال او د دارالانشا مشر ډاکټر فاروق وردک ټاکل شوي، پدې جرګه ګۍ کې اسدالله وفا، دمشرانو جرګې غړی باختر امین زی، عزیز الله واصفي، سلیمان یاري، فضل الهادي شینواری، عارف نورزی، عبدالکبیر رنجبر، محمد حسن هوتک، سیدابراهیم ګیلاني، نادرخان کټوازی، مولوي شهزاده شاهد، سید هاشم فولاد، عبدالستار درزابي، قاضي نذیر احمد، محمد محقق، امین الدین مظفري، فضل احمد معنوي، عبدالرشید وزیري، وکیل باز محمد زرمتي، حمیدالله فاروقي، عبدالحکیم منیب، سید امین طارق او قربان نظر دي، دامن په تیره جرګه کې چې په کابل کې ترسره شوې وه، پدې پریکړه شوی وی وه چې افغانستان او پاکستان به پنځوس کسیزه څارګره جرګه ګۍ چې پنځه ویشت تنه به دافغانستان وي، او پاتې نور به دپاکستان وي.

Copyright Larawbar 2007-2024