طلوع تلویزیون او ژورنالستیکي تیروتنې
رحيم ګل څاروان
دولسمشر حامد کرزي له لنډمهالې، منځمهالې او بیا تر ټاکل شوي حکومته په دری واړو پړاوونو کې درسنیو دخپلواکۍ لپاره ګومان کوم دافغانستان دتیرو ټولو واکمنیو په پرتله خورا زیات کار شوی دی هر چا له هرې ایډیالوژۍ سره دخپلې لارې او مفکورو دپه ډاګیزه کولو لپاره له اټکل او هیلې زیاته خپلواکي خپله کړې، دسیاسي ګوندونو او له حکومت باندې دحکومت په وړاندې دریدلي نیوکه کوونکي ډلې خو بیا دومره په جرئت او ډاډه زړه له نیوکو او سیاسي وچو څیړنو کار اخلي چې پاخه وتلي دیموکراسۍ کړۍ را نیولي ټولنې او هیوادونه یې ان تر لسیزو وروسته هم نه وی بریالي شوې، دا نورې به یې بله خواته پریږدو ځکه دا خو دسیاسي ګوندونو درسنیو په اړه څه ویل دي.
خو که پدغه پړواونو کې دخپلواکو رسنیو دپیر دلنډ واټن دپلي تګ په موده کې ورته په څیړنه ایزه کتنه ولیدل شي نو ښايي دا به هم بربنډه وي چې کار تر یوې منډه کړې.
له لسګونو نیولې بیا تر سلګونو چاپي رسنیو خو اوس نومونه ورک کړي که دا مهال څوک د کومې مجلې را ویستو ته زړه ښه کړې نو لږ تر لږه باید په اوونۍ کې ایله ورته نوم پیدا کړي، دایف ایم راډیو ګانو ډیرښت دایف ایم دڅپو چاودون ته نیږدی شوی.
دتصویري رسنیو په اړه هم پراخ کارونه شوي موخه مې ترې داده چې دخصوصي تلویزیونونو دکار لپاره په خپل ځای خپلواکي خوندي شوې، یوازې له کابله شپږه تلویزیونونه دملي تلویزیون برسیره خپرونې کوي.
دتلویزیونونو ددغه بهیر په منځ کې نومیالی تلویزیون چې اوس تر بل هر تلویزیون زیات لیدونکي لري دطلوع تلویزیون نوم را یادولی شو، دا تلویزیون که څه هم اداره یې یوازې مالیي سرچینه دسوداګریزو اعلانونو نه په لاس ورغلې ګټه ګڼي خو څه چې په ډاګه ده ددی تلویزیون په جوړښت کې دامریکا دمتحدو ایالاتو دپرمختیايي ټولنې USAID که مرسته نه وای نو ښايي اوس به نه وای. دزلمي خلیل زاد هغه وروستۍ لیدنه چې له افغانستان نه یې هغه مهال کوله چې په عراق کې سفیر وه، نوموړي دطلوع له تلویزیون نه هم لیدنه وکړه او د لیدنې په مهال یې ویلي وه چې طلوع لکه د امریکایانو خپلو تلویزیون چې وي، تر ډیره مې چې اوریدلي هغه دادي چې طلوع ته په غیر مستقیمه بڼه دامریکا سناتوران پیسې او لګښت ورکوي، دا هغه څه دي چې ښايي ددې اداری مشران یې ونه مني.
له دی تلویزیون سره د روشان ټیلیفون کمپنۍ اړیکه هم له خپرونو بریښي، داغا خان او ایران سره یې داړیکو په اړه هم ګونګسې شته.
ولې طلوع ډیر لیدونکي لري؟
تر ډیره دغه تلویزیون له پرمختللې نړۍ ډیر څه خپلو لیدونکو ته برابروي، ځینې پروګرامونه که څه هم ددوی خپل تولید ندی او یا دنورو کمپنیو پروډکشن دی ولې دژباړې په سمون کې یې ددي تلویزیون لاس له اغیز نه ندی پاتې، دتولسي، دژوند ازموینه، جیت او دکورني تجارت سریالونه چې دهندي کمپینو له لوري جوړ شوي، دطلوع لپاره یې شپیته په سلو کې لیدونکي پیدا کړي، ښايي دا تلویزیون دځینو پروګرامونو په لرلو بریالی وي.
دخبر جوړونې برخه یې؟
تر ډیر دغه تلویزیون دخبر جوړونې له ټولو معیارونو خپلې پښې تر ډیرې اوږدوي او ان تردې چې کله ترې دا تمه هم وړل کیږي چې ښايي دخبر جوړونې کارکوونکي یې دژورنالیزم له کوڅې هم نه وي تیر شوي، دځینو هغو وګړو له لوري پدې تلویزیون واک چلونه چې تر ډیره ژورنالیزم دځان په ګټه په هره بڼه چې وي را څرخوي. چې دې کیسې طلوع ته کله ناکله ډیرې ستونزې هم زیږولي، له کومه چې زه خبر یم ددی تلویزیون خبرخونه په لوی لاس خبریال خپل مسلکي کار ته نه پریږدي، کله که یې یو خبریال کوم ځای ته درپورټ دجوړولو لپاره تللی نو دایډیټ په نوم ترې دخبرخونې مشرانو ډیر څه ویستلي او دځان په ګټه یې را چورلوي.
تلویزیون ته دخبریالۍ موضوع ته په کتنه رپورټونه یې ډیره ناسم ایډیټ شوي وي، دلوی څارنوال عبدالجبار ثابت او طلوع تلویزیون ترمنځ وروستۍ لانجه تر ډیره ددی ښه بیلګه ده.
ددی تلویزیون خبریال دولسي جرګې له تالاره چیری چې لوی څارنوال یې دپوښتنو لپاره ور بللی وه رپورټ ورکوي پدی بڼه چې لوی څارنوال وايي: سیستم ملامت بولم ټوله ستونزه په سیستم کې ده.
په همدې خبر دلوی څارنوال او دطلوع ترمنځ لانجه پیل شوه، دطلوع دخبرخونې مسولیت دلته چیرې دی تلویزیون ته دخبریالۍ ډاګیزه یوه لار داهم ده چې کله که څوک دیو چا sound bite یا غږ په رپورټ کې اچوي نو باید هغه ځای یې ور وټاکي چې خبره یې په خپله معنی ورکړي که څه هم دا غږ دوخت دخپل محدودیت له امله ایله تر دیرشو ثانیو باید وي خو په افغانستان کې دویاندویانو لویه ستونزه داده چې دخبرې مبتدا په یوه ځای کې وی او خبر په بل ځای کې ددی ډول پیښو سره دمخ کیدو په مهال غوره دا چې خبره معنی ولري که څه هم دتصویر ترمنځ دجمپ یا غوڅيدا هم را په مخ کیږی ولې دغه غوڅیدا باید دیوه تړلي تصویر له لاری ورکه شي خو خبره دویاند باید په هماغه ځای له معنی سره پاتې وي خو دغه تلویزیون یا له دی اصولو ندی خبر او که خبر هم وي نو ولې په قصدي ډول له دی کار دځان او دهغې کړۍ لپاره کار کوي چې څه یې خوښه وي.
که ژورنالیزم نه ددی لپاره کار واخیستل شي چې هغه څه چې خوښه وي ودې شي او که یې په زړه نه وي تر دی تیر شی یا دی له خبرې بل څه په قصدي توګه جوړ شي نو ښايي دخپلواکو رسنیو سره به تیری وي پداسې حال کې چې ادعا هم دخپلواکې رسنۍ کیږي. پدغه تلویزیون کې لکه دنورو تلویزیونونو په څیر د sound bite ترڅنګ د B-roll یا درپورټ له مرکه پرته برخه هم له ستونزې ډکه ده. دتصویر داخیستو له فن سره هیڅ اشنايي نلري تصویر یې تل فني اړخ ته نه ور کږي په تلویزیون کې مهم شی هغه دخبر اوبدل یا ایډیټ دی چې څه ډول وشي درپورټ لومړی شاټ باید څه ډول پیل شي څه ډول وغزیږي او پای یې څه ډول وي او مرکې په کومو ځایو کې ور واچول شي.
داهغه څه دي چې ډیر کله ددغه تلویزیون خبرخونه یې نه شي مراعت کولای همدا لامل دی چې ددی تلویزیون په خبرونو ډیر څه دخپلواکۍ ګمان نه شي کیدای.
دلوی څارنوال په موضوع کې په څرګنده دی تلویزیون دهغه خبره په ناسمه توګه را اخیستې وه چې قضايي سیستم نه یې قضايي توری غوڅ کړی وو او له پاتې برخه یې بل دول معنی اخیستل کیده چې ښاغلی ثابت پدی ایله وتوانیده چې رسمي بښنه ددی تلویزیون دمشر له لوري ترې وشي، چې دهمداسې هم وشول.
دګردي میزونو برخه:
پدی تلویزیون کې کوم څه چې ډیر کله دلویو ستونزو لامل ګرځیدلي هغه د ګردي میزونو برخه ده، دا تلویزیون یو پروګرام دګفتمان په نوم لري چې تل تری ددغه تلویزیون متعصب او پښتو ضدې کړۍ ناسمه ګټه اخلي او هر څه په خپل لوري بیايي.
دا پروګرام پخوا د رزاق مامون له لوري پرمخ بیول کیده چې کله به یې دژبې پرته په نورو ټولنیزو مسایلو هم کار کاوه له ژبې یادونې مې موخه داده چې اکثره به موضوع تعصبي رنګ درلود خو نوموړي به بیا کله هم په سیاسي او اقتصادي مسئلو هم کار کاوه خو ولې اوس یو څوک دعبدالله په نوم دی له کومې ورځې چې دی دا پروګرام په مخ بیايي تر داننه یې داسې څه ندي لیدل شوي چې نوموړي له ژبنیو مسایلو بل څه یاد کړي، کله یې یو پروګرام په ملي ژبه وی، کله یې پروګرام په ملي ټرمینالوجۍ او کله هم داساسي قانون په هغه مادو وي چیری چې تش په پاڼه پښتو پکې یاده شوی وي.
ددی یو پروګرام داسې هم وو چې دنورو سر سختو پښتو دښمنو متعصبو ترڅنګ یې دتوازن دساتلو لپاره ښاغلی اسماعیل یون او وتلی ورځپانه چلوونکی زبیر شفیقي هم وربللي ول چې بیا تر دی چې ښاغلي زبیر شفیقی پدی تلویزیون دا ادعا هم وکړله چې خبرې یې ناسم د ايډیټ په نوم ایستل شوي دي اصلي خبره خو داده چې دا تلویزیون لا تراوسه دايډیټ په معنی نه پوهیږي نو بیا څه د دې لامل شول چې د ايډیټ نوم دی را واخیستل شي، پدغه پروګرام کې پدرام خیل، بیژن خیل، زریاب خیل، پرتو خیل، منصور خیل او نور نور هغه خلک چې تذکره ددی لپاره غوڅوي چې ولې دافغان کلمه پری اطلاق کیږي او ولې دافغانستاني په ځای افغان ورته ویل کیږي. ځای نیولی دا خلک یا دا ډلې بیا یو بل ته دولیبال دلوبې په څیر دتوپ پاس ورکوي یو پښتون بیچاره څیړونکی له هرې لوري په څو نفرو داړي چې دپایلې په توګه بیا دبحث نتیجه هم ځان په لوری کشوي.
موسیقي:
دطلوع په تلویزیون کې دلیدونکو لپاره په زړه پوری برخه دموسیقۍ برخه ده دا برخه خلک پدی خوښوي چې له موزیک سنټرونو یې خلک خلاص کړی او که یې لږ نور هم په ډاکه کړو د سینما له مصرف یې خلاص کړي، هاپ او ایم اینډ یو برخه کې هندي، طاجکي، غربي، عربي او لږه په پښتو کې سندرې هر وخت لیدلای شو. دا که له یوې خوا هغه چا لپاره چې موسیقي ښه ګڼي غوره به وي په ټوله کې داسې سندرې پکې ډیرې دي چې ددې ټولنې له دین او دود سره سخت په ټکر کې دي چې دیر کله یې دخلکو قهر هم را پارولی.
زنګ خطر:
دا هغه پروګرام دی چې که څه هم دټولو لیدونکو دخوښې وړ دی خو بیا هم ددی تلویزیون دمشرانو لپاره دګټې ښه لار پدی معنی چې دا مشران چا سره وران شي یا یې بد راشي نو بس په دې پروګرام کې ترې زور باسي.
په پای کې ددی تلویزیون په اړه ویلای شو چې دا تلویزیون له مسلکي اړخه زیات په پوره ډول تجارتي اړخ لري او دمارکیټ د دوکان په څیر را کړه ورکړه ورته له بل هر څه مهمه ده که دی تلویزیون ځان په ملي بڼه را څرګند کړی وای نو ډیر لیدونکي به یې په هره سیمه کې ځان ته پیدا کړي وای.