ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | دسمبر 1st, 2008


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو مسله راغستې خو پوښتلي دې چې نور ځواکونه افغانستان ته څوک د څه لپاره راغواړي.

ورځپاڼې د همدې مخ په یو بل مطلب کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو مسله راغستې او لیکلي دي چې د خبرو لپاره د ملا محمد عمر اووه ماده ایزه طرحه دولتي چارواکو ته سپارل شوې ده.

ورځپاڼې په کابل ښار کې وروستیو ځان وژونکو حملو ته په اشارې چې پکې یو شمیر خلک مړه او ژوبل شول دا پوښتنه کړې چې ایا کابل په رښتیا هم د امن ښار دې.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له ایران نه د افغان کډوالو د شړلو مسله راغستې او لیکلي دي چې د کډوالو د نه شړلو په باب کړې ژمنې ولې نه عملي کیږي.

ورځپاڼې د خپل دوهم په یو څیړنیز مطلب کې یو ځلې بیا کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي په سفر تبصره کړې او هغه يې له بیلابیلو برخو اروزلې ده.

ورخباڼې د ښځو په وړاندې د کورني تاوتریخوالي مسله هم راغستې او لیکلي دي چې ددغه تاوتریخوالي مخنیوې او کمول هر اړخیزې هڅې غواړي.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د افغانستان د دفاع وزارت په نقل لیکلي دي چې افغانستان هڅه کوي څو ملي اردو په سیمه کې د ځواک انډول رامنځ ته کړي.

په ورځپاڼه کې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو په اړه هم یو مطلب خپور  شوې او لیکل شویدي چې د راتلونکي پسرلي نه مخکې د کابل د شاوخوا سیمو امنیت به افغان ځواکونو ته وسپارلې شي.

ورځپاڼې یو ځلې بیا پخپله سرمقاله کې د هندوستان په ممبیي ښار کې  په شویو ترورسیتي حملو تبصره کړې او هغه ستونزې يې  هم څیړلي چې افغانستان ورسره مخ دې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې جنرال دوستم د یوې ځانګړې الوتکې په وسیله ترکیې ته تللې.

د ورخباڼې د همد مخ په یو بل مطلب کې یو ځلې بیا د ولس مشر کرزي په کابینه کې د احتمالي بدلونونو خبر ورکړل شوې دې.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې ځینې  کړۍ هڅې کوي چې  د روانو جنګونو لمن د هیواد شمال ته هم وغزوي.

ورخباڼې پخپله سرمقاله کې د کابل ښار په اوسني حالت تبصره کړې او لیکلي دي چې دې ښار د یوې پوځي کلا بڼه خپله کړې  ده.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د امنیت  د ټینګولو په پروسه کې د امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ د همکارۍ په اړتیا ټینګار کړې دې.

خو اصلاح بیا په کابل ښار کې د تیرې ورځې د ځان وژونکې حملې په اړه د ولس مشر کرزي په حواله لیکلي دي چې دا حمله د هیواد د سولې او ارامۍ د دښمنانو کار دې.


او د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د هند په ممبيي ښار کې له ترورستي حملو وروسته ددغه هیواد د کورنیو چارو د وزیر استعفې ته په اشارې لیکلي دي چې  دا د افغان چارواکو لپاره د عبرت ښه سبق دې.

ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې په پاریس کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې پدې غونډه کې به د افغانستان په امنیت کې د ګاونډیانو رول وڅیړل شي.

په ورځپاڼه کې په پاکستان کې د تښتول شوي افغان سفیر د خلاصون لپاره روانو هڅو ته هم کتنه شوې.

Copyright Larawbar 2007-2024