یو ډېر خواشینونکی او زړه دردونکی خبر !  video

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 2nd, 2008


د کویټ ټایمز ، اسوشیټیډ پریس او د امریکا د یوولسم خبری ټلویزیون د خبرونو له
مخی د متحد عربی اماراتو شهزاده « شیخ عیسی زید الهیان » یو افغان ډېر سخت کړولی او
شکنجه کړی دی .


دغه افغان چی د شیخ عیسی سره کار کاوه ، شیخ د غبن ګومان پر کوی او دومره یې
ترټی او شکنجه کوی چی د سړي څخه په ابوغریب جېل کی د امریکایانو وحشت هېروی . شیخ
عیسی دغه افغان راولی او لوڅ لپړ کوی یې او بیا یې د څو کسانو په مخ کی پرې باسی په
خوله کی رېګ ور اچوی ، پر کوناټو یې په کلکه تخته ډېر سخت وهی ، تر څنګ یې په ریګو
کی د مشین ګن فیرونه کوی او وروسته یو سیخ د هغه په مقعد ور ننباسی او سخت یې کړوي
او په پای کی یې تناسلی آله اور ته نیسی .


دا صحنه ۴۵ دقیقې دوام کوی او شیخ مزې پر اخلی . دا ویډیو د شیخ د پخواني ملګري
او فعلی مخالف بسام نابلوسی سره موجوده ده . بسام نابلوسی وایی چی اوس شیخ ده ته هم
اخطار ورکړی او د هیواد څخه یې شړلی دی . نابلوسی په امریکایی محکمه کی پر شیخ عیسی
عرض کړی دی . د ده وکیل انتونی بزنی دا دعوه په لاره اچولې او د شیخ څخه یې په لس
ګونو ملیونه ډالره تاوان غوښتی دی .


 شیخ به د دغسی ویډیو ګانو څخه خوند اخیستی . شیخ عیسی پر دغه افغان تهمت
تړلی و چی د ده زراعتی فارم ته یې باید دوه باره غنم راوړی وای خو هغه یو بار راوړ
مګر د دوو بارو پیسې یې غوښتې ، نو ځکه ګواکی هغه ته دا سزا ورکول کیږی . شیخ په
غرور سره وایی چی پرون می ستا پر مېرمن جنسی تری وکړ او بیا می ووژله خو سبا دې زوی
پسی وژنم . دا قضیه بسام نابلوسی رسوا کړې او ویډیو یې خپل وکیل انتونی بزنی ته
ورکړې ده . دا ماجرا د جون پر ۱۸ د متحد عربی اماراتو په مرکز دوبی کی پېښه سوې وه
او دعوه یې جریان لری .



  1. VIDEO

  2. >



 

Copyright Larawbar 2007-2024