نیمایی افغانی بندیان بېله محاکمې شپې سبا کوی
رویټر د کابل څخه د ملګرو ملتونو له قوله خبر ورکوي چی ډېر افغان بندیان په جېلونو کی بېله محاکمې څخه شپې سبا کوی . دا بندیان پیسې نه لری چی رشوت ورکړی ، واسطه او سفارش نه لری چی غم یې وخوړل سی نو ځکه په بېوزلۍ او مأیوسۍ کی خپل بند تیروی . په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د ادارې ریسی مېرمن کرسټینا اوګز وویل چی « تر محکمې مخکی توقیف اصول نه بلکی یوه اشتثنأ ده خو په دې هېواد کی دا کار اصول او قانون ګرځېدلی دی په تېره بیا که هغوی بېوزلي وی او پیاوړی دوست و نه لری . » دې په تأسف سره وویل چی « هر څه صرف په یوه تلیفون سره کیږی او که څوک کوم مقتدر دوست ولری او جرم وکړی نو هیڅ به محاکمه هم نه سی ځکه د پولیسو مامور یا قاضی ته به تلیفون وسی ، بس په هماغه ورځ به دا سړی خوشی سی خو که څوک مقتدر نفر و نه لری هغه به که حتی ماشوم هم وی په جېل کی اوسیږی . » ملګری ملتونه وایی چی په افغانستان کی د بندیانو شمېر مسلسل ډېریږی لکه څنګه چی په ۲۰۰۶ کی ۶۰۰۰ کسه بندیان وو خو اوس ۱۲۵۰۰ افغانان په جیلونو کی شپې سبا کوی . مېرمن اوګیز زیاته کړه چی نیمایی دغه بندیان بېله محکمې یا محاکمې څخه په زندانونو کی پراته دي . دې زیاته کړه چی بل ستر مشکل هم دا دی چی ډېر ځله د بندی د قید موده پوره سوې وی خو بیا هم نه ایله کیږی، حتی ډېر ځله تر خپل قید دوه چنده موده په جېل کی ناست وی دا ځکه چی هغه غریب وی او رشوت نه سی ورکولای . دې وویل چی موږ پخپله ډیری دغسی دوسیې په سترګو لیدلي دي . دې زیاته کړه چی د افغانستان د جېلونو او بندی کولو بهیر عاجل ، اساسی او دایمی سمون ته اړتیا لری او د دې کار دوام د متمدنی نړۍ لپاره یو لوی عیب دی .