د ناټو د قطار ۱۲ لارۍ موټرونه تباه سول
اسوشیټیډ پریس د پېښور څخه خبر ورکوي چی وسلوالو جنګیالیو د پېښور په فیصل ټرمینل کی د هغو ټرک موټرو پر ولاړ قطار حمله وکړه چی د ناټو لپاره افغانستان ته بار سوي وو . جنګیالیو په دې حمله کی دوه کسان ووژل او ۱۲ لارۍ موټرونه یې د خپل بار سره تباه کړل . ویل کیږی چی په دې لارۍ موټرو کی هموی ګاډی( زرهپوشونو غوندی موټرونه ) بار سوی وو چی امریکایانو ته یې را رسول .دا په یوه میاشت کی دوهمه دغسی حمله ده چی طالبان یې د ناټو پر قطار باندی کوی .