افغان فټبال لوبډلي چمن- پي ای اې کراچي ته ماتې ورکړه

56 | دسمبر 1st, 2008



نن ماپښین پر ځایی وخت درې بجې د چمن ښار د لوی مکتب (لوی سکول)په لوبغالي کي د پرېمیېر لیګ ټورنامینټ په لړ کي د فټبال یوه په زړه پوري مسابیکه د افغان کلب چمن او پي ای اې کراچي تر منځ پېل شوه
دې مسابیکې ته د یوې اندازې له مخي قابو یوولس نیم زره تماشیان یا کتونکي راغلي وو
په نوموړې مسابیکه کي افغان کلب و پي ای اې ته په صفر دوه ګولونو ماتې ورکړه
باید ووایم چي پي ای اې فټبال کلب د پاکیستان د هوایي شرکت لخوا روزل شوی او د همدې شرکت له نامه
PIA
سره تړاو لرونکې لوبډله ده
پرېمیېر لیګ ټورنامینټ چي د پاکیستان د لویو لویو فټبال کلبونو تر منځ په دوامداره توګه مسابیکې جوړوي
دغه فټبال کلبونه د بېلابیلو لوی لوی شخصي یا دولتي کمپنیو یا شرکتونو په نامه نومول شوي دی ځکه نو د دغو کلبونو مصارف خپل خپل شرکتونه یا کمپنیاني پر خپله غاړه اخلي
په دې ټولو کلبونو کي یواځنيی کلب افغان فټبال کلب چمن دی چي د هیڅ ډول کمپنۍ یا شرکت سره اړه نه لري د چمن با احساسه خلګو د خپل جېب په شخصي لګښت تر دم ګړیه د دې ټیم روزنه د دریو لسیزو راهیسې کړې ده
دافغان فټبال کلب چمن ذمه واره لوبغاړي په وارو وارو د پاکیستاني استیخباراتو لخوا تر ګواښونو لاندي په دې راغلی دی چي تاسو ولي د افغان نوم پر خپل ټیم یا کلب ایښی دی
دغه استیخبارتي شبکې داهم ورته ویلي دي چي تاسو له خپل کلب څخه دا نوم واړوی کوم بل نوم پر دې کلب کښېږدی
ددې په بدل کي به تاسوته ډیري اسانتیاوي او امتیازات درکړو
خو ددې لوبډلي باشعوره لوبغاړو دغه توري غوښتني په هیڅ هم نه دي بللي د رد سره یې مخامخ کړي دي
هېره دي نه وي چي افغان فټبال کلب چمن د پاکیستان د لویو فټبال کلبونو په لیکه کي ولاړه لوبډله ده

Copyright Larawbar 2007-2024