(پاچاخان ، دامن او عدم تشدد سترمبارز )دنړيوال سيمينار راپور
د ۲۰۰۸ کال د نوامبر پر ۲۸ د جرمني د هورت په ښارګوټي کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني له خوا په د ( پاچاخان ، دامن او عدم تشدد سترمبارز) تر سرليک لاندي نړيوال سيمينار جوړ شو.
په دې سيمينار کي د امريکا او افغانستان برسېره د بېلابېلو اروپايي هيوادونو څخه پوهانو ، ليکوالو او د باچاخان د عدم تشدد د فلسفې پيروانو برخه اخستې وه .
د پروګرام په لومړۍ برخه کي دمقالو ، وړانديزونه ، سوالونه او جشني برخه .
د سیمینار چلوونکې میرمن سهيلا اصغري ميلمنو ته تر ښه راغلاست ويلووروسته ، ښاغلي سيد هاشم هاشمي ته بلنه ورکړه ، چې سيمينار د عظيم الشان قران دپاکو ايتونو په تلاوت سره پيل کړي، .
ښاغلي هاشمي تر تلاوت وروسته ، داسلام دسپيڅلي دين په رڼا کې د سولې او اخوت په هکله کوچنی مقاله ولوسته او همداراز يې ، د باچا خان روح ته دعا وکړه
وروسته تر هغه استاد انجینیر سید حسن( د ټولنې سرپرست مشر) د ټولنې پرانستونکې وینا واوروله، راغلو میلمانو ته یې ښه راغلاست ووایه، د ټولنې پر فعالیتونو یې رڼا واچوله او د سیمینار په ویاړ د چاپ شویو کتابونو یاد وکړ او د ټولو درنو هیوادوالو چې د سیمینار په جوړولو کې یې برخه درلوده مننه وکړه .
تراستاد وروسته جلال آباد سره د تیلیفون پر کرښه اړیکې ټینګې شوی، د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لخواه په همدې ورځ 28.11.2008د جلال آباد په ښار کې هم دپاچاخان پر قبر د ګلو ګیډې کیښودل ښوي آو وروسته تر هغه په همدې اړه یوه مشاعره هم جوړه شوي وه . د ټیلیفون پر کرښې ښاغلي انځور صاحب لنډه وینا وکړه او د سیمینار مبارکې یې وویله،
ښاغلي زرين انځور وويل ، چې په دې غونډه کې يوشمير فرهنګيان لکه استاد اصف صميم ، استاد حبيب الله رفيع ، ښاغلی محمد اسماعيل يون ، شاعر اوليکوال ښاغلی ليوال ، ښاغلی محبوب الله محبوب او ځينو نورو فرهنګيانو ترڅنګ د ننګرهار والي ښاغلي ګل اغا شيرزي او همدا راز له جرمني نه دټولنې غړو لکه ډاکټر صاحب شینواری، ډاکټر صاحب صابراو ډاکټر صاحب حبیبزی هم ګډون درلود،
تر هغه وروسته ښاغلي عاشق الله غریب هم ددی غونډی راپور وړاندې کړ
وروسته بیا
په اسټراليا کې له ښاغلي پروفيسر رسول امين سره هم ټيلفوني خبرې وشوې او نوموړي ، دسيمينار برخه والو ته د باچا خان دشخصيت په هکله په لنډيز سره خبرې وکړې ، نوموړي همدا راز وړانديز وکړ ، چې په کابل کې دې دباچا خان په نوم يو پوهنتون هم جوړ شي
تر هغه وروسته سیمینار علمي برخه پیل شوه، چې په دوو برخو ویشل شوی وو
الف ، د مقالو برخه : په دې برخه کې د افغانستان څخه رابلل شوي میلمه ښاغلي سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار صاحب خپله مقاله واوروله، بختاني صاحب د باچاخان پر ژوند لیک، عدم تشدداوخدایې خدمتګارﺉ په اړوند خبري وکړی .
تر هغه وروسته دوهم ویناوال ښاغلی پروفیسور ډاکټر فضل ربي زیرکیار چې د امریکې څخه سیمینار ته دعوت شوی وو ، خپله مقاله یې واوروله، دوی د باچاخان په هکله د بهرنیو له نظره خبرې وکړې .
ورپسې ډاکټر يحیی وردګ خپله مقاله واوروله ، دا مقاله ددې ځای په کليک کولو په ږغ کي اوريدلای سئ .
ب،د وړاندیزونو او پوښتنو برخه :په دې برخه کې د سیمینار برخه والو ونډه واخیسته او خپل نظرونه یې وړاندې کړل .
تر هغه وروسته په سیمینار کې د هیواد یو شمیر علمي، سیاسي او فرهنګي شخصیتونو د باچاخان په هکله آزاد بحثونه او خاطري بیان کړې ،لکه ښاغلي پوهندوی استاد عبدالرووف خپلواک،ښاغلي محمد ګل وطنپال دیاني ،مولوي شهزاده شاهد، میرمن وکیلي ، د شمشاد د تلویزیون مشر ښاغلي حاجي فضل کریم فضل وروسته ښاغلي محمداجان يار او مطيع الله رووفي د باچاخان په وياړ شعرونه واورول .
تر هغه وروسته د ټولنې لخواه یو شمیر ستاینلیکونه دغو درنو هیوادوالو ته به لاندې ډول منظور شوې وو:
د ژورناليزم په برخه کي :
میرمن عایشه عبدالرحیمزی ، عصمت څاروان ، جان آقا الکوزی او قادر حبیب
په تخنیکي چارو کې:
هنر ، سینما او تیاتر:
د کتابونو په تاليف کي :
پوهاندډاکټرمحمد حسن کاکړ ( تاریخ )
پوهاندډاکټر خیر محمد ماموند (کيميا)
د ژباړې په برخه کې :
ښاغلي رحمت الله آریا
ځوانانو ته :
اسرار احمد کریمزی ، سبستیان هاینی( زمری) او نسیم صابر ته د پښتو ژبې ته د خدمت له کبله
ویب پاڼو ته :
اجمل روهي او ډاکټر نیک محمد ویال ، روهي ویب پاڼه
خالد هادي ، بینوا ویب پاڼه
قیس کبیر د افغان ـ جرمن آنلاین
طارق بزګر دعوت، ویب پانه
عبدالله احسان ، لراوبر ویب پاڼه
ډاکټر صاحب ایمل صافی ، ټولنې سره مالي مرسته او ډاکټر یحیې وردک ټولنې سره د مرستې او د باچاخان د سیمینار د جوړیدو په چارو کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې .
همدا راز ښاغلي محمد زرین انځور، ټولنې ته د لس کلنو نه ستړې کیدونکو او نه هیریدونکو خدمتونو او ښاغلي استاد انجینیر سید حسن ته هم د ټولنې د سر پرست مشر او ټولنې ته د ښو خدمتونو له کبله د ټولنې د مشر تابه جرګې لخواه ستاینلیکونه ورکړل شول .
همدا رنګه د ټولنې د مشر تابې جرګې له خوا ښاغلی سر مقق عبدالله بختاني خدمتګار او ښاغلي پروفیسور ډاکټر رحمت ربي زیرکیار ته هم دوی د علمی خدمتونو په ویاړیوه ورځ وروسته له
سیمینار ه د بن په ښار کې د یوي کوچنې غونډي ېه په ترڅ کې ستاینلیکونه ورکړل شول .
تريوې دمې وروسته جشني برخه پيل شوه ، چې خوږ ژبي سندر غاړي ښاغلي انجينيرلطيف راهي او دښاغلي الياس او ښاغلي صديقي د سندرو تر څنګ مست اتڼونه هم وشول . غونډه دشپې په درې نیمو بجو پای ته ورسیده.
د همدې سيمينار په وياړ د افغانستان کلتوري ودي ټولني لخوا لاندني کتابونه چاپ شوي و ،چې په دې ډول د ټولنې چاپ شویو کتابونو شمیر ۱۰۶ ته ورسید
۱ ــ د باچا خان لیکونه
۲ ــ باچا خان په افغانستان کې
۳ ــ زما ژوند ، جد او جهد
۴ ــ د کیمیا قاموس
۵ ــ جینیتیک
۶ ــ افغانستان او باچا خان .
په جرمني کي د نړيوال سيمينار ټول عکسونه
په جلال اباد کي د سيمينار ټول عکسونه