اوباما هيلاري کلنټن د بهرنيو چارو راتلونکي وزيره ونوموله
ايتر تاس Itar-Tass واديم پوليشوک Вадим Полищук
دامريکا راتلونکي ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباماپه هغه دمطبوعاتي کنفرانس کي چي دشيکاگوپه ښار کي جوړسوی وودخپلي ادارې په ځينو مهمو مقامونوکښي د يوشمير نومول شوو کسانو نومونه اعلان کړه.
ښاغلي اوباما ددموکرات گوندسناتوره اغلې هيلاري کلينتون دامريکادبهرنيو چارودوزيرپه توگه ونومول . اغلې هيلاري کلينتون ۶۷ مه دبهرنيو چارووزير اوهمدا ډول دامريکاپه تاريخ کښي به هغه دبهرنيوچارو درېيمه ښځينه وزيره وي . همدارنگه په بهرنیو چاروکې د اوباما سلا کاره سوسن رایس لومړۍ تورپوستې ښځه ئې په ملگروملتو کې د امریکا دسفیرې په حېېث وگومارله . يعني دښاغلي زلمي خليلزاد پر ځاي به د ملگرو ملتوپه سازمان کښي دامريکا دمتحده ايالاتوسفيره وي . ژ
همدا ډول د دفاع اوسنی وزیر ۶۵کلن روبرت گیتس په خپله وظیفه باندې پاته شو،اودملي امنيت دسلاکارپه توگه ئې دناټوپخوانۍ عمومي قوماندان اودامريکا د سمندري قواوو متقاعد جنرال جیمز جونز مقررکړ.
پدې کنفرانس کي اوباماد اریزونا دښار والي پنځوس کلنه اغلې جینټ ناپولیتانو Janet Napolitano دخپلي ادارې د ملي امنیت د وزیرې په توگه اعلان کړه .اوهمدا ډول هغۀ ۵۷کلن اریک هولډ ر دعدلې دوزيرپه توگه ونوماوه . اریک هولډ ر به اولنۍ تورپوستی امريکا يي وي چې دغه ډول لوړمقام ترلاسه کوي .