ارواښاد هاندصاحب يو تکړه محقق او هيواد پا ل شخصيت و
حبيب الله غمخور ۱۱ / ۹ / ١٣٨٧
سويډن – دمالموښار
دډله ايزورسنيوله لارې موخواشينونکۍ خبر تر لاسه کړ چې دافغانستان د علومو داکاډمۍ غړی ، تکړه لیکوال اوپېژندل سوې څيرې کاندید اکاډمیسن عبدالهادي هاند دورپېښي سوی ناروغۍ له امله دابد لپاره له دې نړۍ نه سترگې پټې کړې . اناالله و انا اليه راجعون
دغم خبره داده چي له يوې خوا دپرديو په بم اوريو، راکټونو اوځانمرگی بريدونوکي هر ه ورځ بيگناه افغانان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوې،دبلې خوا لوي څښتن زموږ څخه داسي کسان هم جلا کوې چي افغان ولس ئې په بيلتون ډير زيات خوار او زورېږي .
ارواښاد هاندصاحب يو تکړه محقق او هيواد پا ل شخصيت و،هغه د افغا نستان د علو مو ا کا ډيمۍ فعال غړی او ډيره موده ئې هلته د اجتما عي علو مو د مر کز نشرا تي خپر ونې ((اريا نا)) مجلې دمدير په توگه دامجله چلوله . هاندصاحب دغښتلي قلم خاوندپه توگه زيات علمی اوتحقيقاتي اثارله ځان څخه زموږ دهيواد راتلونکی نسل ته په ميراث پرېښودل .
مرحوم هاند صاحب ديوافغان په توگه دخپل عمر په دوام کي دافغان ولس دښېرازي اوبسیا ينې لپاره دخپل توان له مخې زيار ايستلی اوپه پاکولاسويې ټولی ورسپارل شوی دندي سرته رسولي او تل ئې په افغانستان کې دسولي او ملي يو والي دتامين لپاره دخپل توان له مخي زياراوزحمت ايستلۍ دی .
موږ پداسي حال کې چي دنوموړې مړينه نه يو ازې د افغا نستان دعلو مواکا ډيمۍ ته يوه ستره ضا يعه بولو بلکې دافغا نستان ټولوعلمي اوفرهنگی کړ يواوهيواد والوله پاره ئې يوه لويه او نه جبيره کيدونکې ضا يعه بولو، دهغه دکورنۍ ټولوغړو، دوستانو اوټولو علاقمندانو ته دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دصبر اوحوصلې غوښتنه کوو . روح دې ښاد اوياد دې ابدی وي
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې
اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې په استازيتوب
حبيب الله غمخور