ورځپاڼو ته کتنه
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغانستان د قضايي سیسټم په اړه د ملګرو ملتونو انتقاد راغستې او لیکلي دي چې دغه سازمان په افغانستان کې د بند او نیونو د څرګنوالي په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
په ورځپاڼه کې د افغان ولس مشر او د هغه د پاکستاني سیال ترمنځ د ټلیفوني خبرو په اړه په یو مطلب کې لیکل شویدي چې دواړو مشرانو د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د هند او پاکستان ترمنځ راپورته شوې نوې کړکیچ ته په اشارې په سیمه د هغې اغیزې څیړلي دي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې د کابینې د تیرې ورځې غونډې ته د ولس مشر کرزي د وینا دا برخه راغستې چې ویلي ترهګر غواړي د سولې او ثبات د بسیا کولو او د علمي ، تخنیکي او اقتصادي همکاریو لپاره د سیمې په کچه رامنځ ته شوي تفاهمات کمزورې کړي.
ورځپاڼې د هند په ممبیي ښار کې شویو ترورستي حملو ته په اشارې لیکلي دي چې ددغو پرمختګونو په وړاندې دقیق غبرګون پکار دې.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ غټ سرلیک په ګردیز کې د پخوانیو مجاهدینو علماو او قومي مشرانو غونډې ته ځانګړې کړې او ددوې په حواله يې لیکلي دي چې اوباما دې افغانستان ته نور پوځیان نه رالیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان د استخباراتي سازمان فعالیتونو ته په اشارې لیکلي دي چې آې ایس آې په سیمه کې د ټولو بدمرغیو ستر لامل دې.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې دا خبر ورکړې چې د امریکا متحده ایالات د پاکستان په قبایلي سیمو کې نوې بې پیلوټه الوتکې کاروي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې له ایران نه د افغان کډوالو د شړلو پروسه لا تیزه شوې ده.
دې ورځپاڼې هم په یو مطلب کې په افغانستان کې د خپل سرو نیونو په اړه د ملګرو ملتونو د چارواکو اندیښنه راغستې ده.
د هشت صبح سرمقاله هم د پاکستان او هند ترمنځ نوي کړکیچ ته ځانګړې شوې او د هغې احتمالي پایلو ته کتنه شوې ده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د یوې نا معلومې سرچینې په حواله خبر ورکړې چې د مالیې وزیر انوار الحق احدي له خپلې دندې استعفې ورکړې.
ورځپاڼې د دوهم مخ په یو مطلب کې د اربکیو د جوړولو مسله راغستې او هغه يې د یوې ناکامه تجربې تکرار بللې دې.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې له ایران نه د افغان کډوالو شړلو مسله راغستې خو لیکلي دي چې اوس دا کډوال په کومه پلمه شړل کیږي.
خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د کدوالو راستنیدل او د هغوې بیا میشت کول پراخو پریکړو ته اړتیا لري.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د محلي ارګانونو د رئیس په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي چې زوړ اداري سیسټم د اداري فساد د له منځه وړلو په وړاندې تر ټولو ستر خنډ دې.
ورځپاڼې د ټرانسپورټ وزارت د چارواکو په حواله خبر ورکړې دې چې سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږلو لړۍ بشپړه شوې ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د خلکو په شتو ستونزو تبصره کړې او لیکلي دي چې خلک له دولت او نړیوالې ټولنې نه نا راضي دي.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د دولت او خلکو ترمنځ په رامنځ ته شوي واټن تبصره کړې او لیکلي دي چې دا واټن د ځمکې او اسمان واټن دې.
ورخباڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې خبر ورکړې چې ملګري ملتونه د افغانستان په زندانونو کې د شنکجو په اړه څیړنه کوي.