کور / هراړخیز / سپينه ماڼۍ

سپينه ماڼۍ

سپينه ماڼۍ له لومړۍ ورځې همداسې سپينه نه وه يا همېشه سپينه   ماڼۍ نه بلل کېده ،خو د امريکاد ولسمشرانو همېشنۍ ماڼۍ ده.  دا د امريکا د فدرالي حکومت اړوند ډېره زړه ماڼۍ ده چې د بنسټ ډبره يې د١٧٩٢ زېږدي کال د اکتوبر په ١٣مه نېټه اېښودل شوې .ددې ماڼۍ طراح او ډيزاينر يو ايرلنډى الاصله امريکايي (جيمزهوبان ) و ،چې ددې ماڼۍ د نخچې  اېستلو په مسابقه کې يې لومړى مقام وګاټه .


سپينه ماڼۍ په لومړيو کې د ولسمشر کور،دولسمشر بنسټ  او  د ولسمشر ماڼۍ بلل کېده نو بيا ولې سپيپنه ماڼۍ وبلل شوه؟؟.

ځکه چې دا ماڼۍ تورو ته نږدې له خاورې رنگه تيږو څخه جوړه شوې او د ١٨١٢ زېږدي کال د جنګ په بهير کې چې برتانوي سر تېرو په واشنگټن يرغل وکړ دې ماڼۍ ته يې د١٨١٤زېږدي کال د اپرېل په ٢٤ مه   اور  واچاوه ، چې يوازې سوځېدلي دېوالونه يې پاتې شول نوره ټوله په مکمل ډول وسوزول شوه .

د جيمز هوبان تر نظارت لاندې دا ماڼۍ بيا ورغول شوه چې ټولې چارې يې په ١٨١٧زېږدي کال پاى ته ورسېدې ، ددې لپاره چې دا تور دېوالونه وپوښول شي او همداسې تور معلوم نه شي ماڼۍ يې سپينه کړه ،له همدې ورځې وروسته دا ماڼۍ د سپينې ماڼۍ په نامه ياده شوه خو په ١٩٠٢ زېږدي کال کې د وخت د ولسمشر  تيودود روزلټ  له خوا په رسمي ډول د سپينې ماڼۍ په نامه ونومول شوه.

د پام وړ ټکى دادى چې د سپينې ماڼۍ کوټې هم په رنگونو پېژندل کېږي دبېلګې په ډول  ابي رنگه کوټه چې بيضوي شکل لري مېلمنوته د  ولسمشر اودده د کورنۍله خوا دښه راغلاست  کوټه ده ، سره کوټه  چې د امپراتوري دپېر په شيانو ښکلې شوې ، شنه کوټه چې د جان ادامز او ټامس جيفرسون شيان پکې خوندي دي،

يوه د سره ګل د مېلمنو کوټه چې په پاس پوړ کې جوړه ده  ولسمشر او کورنۍ يې پکې اوسېږي.

تبصره نسته

  1. دیره به زره فوری لیکنه ده باید د لر بر اداره داسی لیکنی هر وخت خبری کری