امريکايانو له وردګو څخه دتکيي دليسي زده کونکي نيولي دي
دوردګو دسيداباد ولسوالۍ دملي خيلو دکلي څخه خلکو دټېلېفون په ليکه لراوبر ته ويلي چې تيره شپه په بهرني ځواکونه يي کلي ته ورغلي اودتکيې دليسي زده کوونکي اوهمدې کلي عام وګړي يې له ځان سره بيولي دي .
عين الدين وايې چې تيره شپه دوه بجې امريکايان کلي ته ورغلي اواوه تنه عام وګړي چې څلورتنه يې دتکيې دليسي د١٢ او ١١ ټولګيو زده کوونکي دي له ځان سره بيولي دي .
خو دد ميدان وردګوچارواکيو بياديوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې ددې ولايت دسيداباد ولسوالۍ دسالارو په سيمه كې دګډوو تصفيوې عملياتو په ترڅ كې ۱۷ تنه شكمن نيولي دي .
دليندۍ دمياشتې په ۱۲ مه نيټه دوردګو ولايت او سالارو ترمنځ دملي خيلو په كلى كې د يولړتصفيوې عملياتو په ترڅ كې چې د ايتلافي ،ملي اردو او ملي پوليسو په ګډو عملياتو كې د دولت ۱۷ تنه مخالفين نيولي چې ددې جملې څخه درې تنه د خپلو وسلو سره ونيول شول او زياتو پلټنو او پوښتنو لپاره امنيتي اوقضايي ارګانون ته وسپارل شول.
ديادونې وړ ده چې د مني خيلو په كلىکي وخت ناوخته په بهرنيو ځواكونو او افغان ځواكونو وسلوال بريدونه او دسرك دغاړې بمونه انفجاريږي، دامنيي قوماندان په وينا په دغه سيمه كې ددولت مخالفينو غوښتل چې عمليات ترسره كړې خو مخكې ددې څخه چې دوۍ عمليات پيل كړې ، ايتلافي او افغان ځواكونو د دوۍ پلټنه پيل كړه او ۱۷ تنه شكمن ونيول شول اوعدلي او قضايي ارګانونوته وسپارل شول. ذبيح الله مجاهد هم ويلي چې نيول شوي کسان ددوي ملګري نه دي .