یو امریکایی افسر د زخمونو څخه مړ سو

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 2nd, 2008


د امریکا د « ژورنال سټار » اخبار د خبر له مخی هغه ۳۱ کلن امریکایی تورن چی په افغانستان کی د سړک د غاړې د ماین سره د هغه د نقلیه وسیلې د تماس له امله زخمی سوی و ( او دواړی پښې یې هم له منځه تللي وې ) پرون په واشنګټن کی مړ سو . د ده تر قوماندې لاندی ۹۰ امریکایی پوځیانو او ۲۰۰ هم افغانی پوځیانو عملیات کول . دغه تورن ( راب یلس کس ) یوه میاشت مخکی ( یعنی د اکتوبر پر ۲۸ ) زخمی سوی و څو چی پرون مړسو . دا لومړنی امریکایی لوړ افسر دی چی په افغانستان کی وژل کیږی . جورج بوش پخپله روغتون ته ورغلی و او د هغه مړینه یې امریکا ته یوه لویه ضایعه وبلل .

Copyright Larawbar 2007-2024