کور / کتاب / «د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود» د روزنې کتاب چاپ شو

«د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود» د روزنې کتاب چاپ شو

«د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود» ستاسو د ماشومانو د روزنې لپاره چاپ شو.


د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود د هغه کتاب نوم دی چې په دې آخرو وختونو کې په نیدرلند د افغاني کلتوري ټولنې له خوا خپور شو. دغه کتاب چې سیدعبدالله ولي زي لیکلی د ماشومانو لپاره د اسلامي بنسټیزو پنځو ستنو (رکنونو) په اړه پشپړ معلومات ورکوي. دغه کتاب د اسلام هره ستنه د ماشومانو په ژبه تشریح کوي او د اوداسه او لمانځه په برخه کې انځوریزه تشریحات هم پکې ځای په ځای شوي. نو ماشوم کولای شي له انځورونو څخه په ډېرې آسانۍ څه زده کړي. په دغه کتاب کې د موضوع د لا ښه وضاحت لپاره ګرافونه او رنګین انځورونه هم کارول شوي دي. دغه کتاب ټول ۶۰ سرلیکونه لري او په ۱۳۲ پاڼو کې په ډېر ښکلې صحافت چاپ شوی او کاغذ یې هم د لوړ کیفیت دی. د دې کتاب په لومړۍ پښتۍ لیکل شوي چې د اروښاد سیدمجیب احمد لمر د شهادت د دریم تلین په ویاړ چې لیکوال په سریزه کې نوموړی خپل استاد ګڼي او د هغې ژوندلیک یې ذکر کړی. وروسته د کتاب نوم او د هغې وروسته د لیکوال نوم او بیا د خپرېدو کال لېکل شوی دی. په همدې پوښتۍ کې د یوه مشر کس لاس دی چې د ماشوم لاس یې نیولی او هغې ته لارښونه کوي چې د کتاب اصلي موخه همدا ګڼل کېږي. او د هغې لاندې د مدینې منورې د انګړ انځور دی. د کتاب په دویمه پوښتۍ کې په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې نښان او د هغې لاندې د همدې ټولنې نوم لیکل شوی چې دغه کتاب یې خپور کړی دی.

د کتاب په پنځم مخکې مننلیک راغلی چې لیکوال د پوهندوی عبدالاحد مسلم او ډاکټر سیدنصیر احمد څخه مننه کړې چې دغه کتاب یې کتلی. وروسته له هغې لیکوال له سیدعمادالله څخه چې د کتاب کمپوز یې کړی مننه څرګنده کړې او بیا یې په نیدرلند کې دافغاني کلتوري ټولنې چې کتاب یې خپور کړی او د ساداتو د مرستندویې ټولنې څخه چې مالي پړه یې په غاړه اخیستې وه، مننه کړې ده.

د هېرولو د نه وي چې د اسلامي علومو تکړه ښوونکي ښاغلي پوهندوی عبدالاحد مسلم دغه کتاب کتلی او په کتاب یې سریزه لیکلې ده. هغه په خپله سریزه کې دغه کتاب د ماشومانو لپاره ګټور بللی دی.

ما هم دغه کتاب ټول بشپړ ولوست سره له دې چې ډېرې کمې نیمګړتیاوې لري خو څنګه چې لیکوال هوکړه کړې چې ټولې سمونې مني نو ځکه یې د کتاب په وروستۍ پاڼه کې سمون پاڼه هم ورزیاته کړې. زه په تاسو ټولو لوستونکو غږ کوم چې دغه کتاب ارومرو خپلو ماشومانو ته واخلﺉ او هغوی ته یې ډالۍ کړﺉ تر څو په ښه اسلامي او سالمه روحیه وروزل شي.

ټول هغه هېوادول چې د هېواد د ننه او یا بهر دي او د دغې کتاب د رانیولو هیله من دي کولای شي په لاندې پته اړیکه ونیسي او دغه کتاب لاسته راوړي په یاد ولرﺉ هغه هېوادوال چې د هېواد څخه بهر غواړي دغه کتاب ترلاسه کړي هغوی ته به د لمانځه د لا ښه وضاحت لپاره یوه سي ډي د کتاب سره مل ورکړل شي.

د ټیلیفون شمېره: ۰۰۹۳-۷۷۷۸۶۹۸۷۷

برېښنالیک: abdullah_walizai@hotmail.com

د دغې کتاب په اخیستلو سره خپل ماشومانو په اسلامي روحیه وروزﺉ او د خپرندویې ټولنې سره د راتلونکو کتابونو د چاپ لپاره مرسته وکړﺉ. د کتاب سرلیکونه تاسو ته دلته راخیستل کېږي:

سـريــزه، سپړنه، مخکـېويـنــه، د قرآنکریم د تلاوت آداب، کلیمه، لمونځ ،اودس، د اوداسه فرايض، د اوداسه سنتونه، د اوداسه مستحبونه، تـيـمــم، مسـحــه، اذان او اقامت، لمونځ، د لمانځه شرطونه، د لمانځه وختونه، د لمانځه د ترسره کولو ترتیب، د ښځو د لمانځه ځانګړتياوې، د لمانځه فرضونه، واجبات او سنتونه، د لمانځه مفسدات او مکروهات، د لمانځه ډولونه، د سهوې او تلاوت سجده، د جماعت لمونځ، د ښځو لمونځ په جماعت کې، قضايي لمونځ، د ناروغۍ لمونځ، د مسافري لمونځ، د جمعې لمونځ، د وتر لمونځ، داخـتـر لمونځ، د تراوېح لمونځ، د جنازې لمونځ، د نوافلو لمونځونه، د کسوف او خسوف لمونځ، د استسقاء لمونځ، د خوف لمونځ، د حاجت لمونځ، د استخارې لمونځ، د توبې لمونځ، د تسبیح لمونځ، د تهجد لمونځ، د اشراق او ضحی لمونځ، د تهیة المسجد لمونځ، د روژې په اړه لنډ مالومات، د روژې ډولونه، د روژې ماتېدونکي سببونه ، د روژې ځینې نورې ځانګړتياوې، د زکات په اړه لنډ مالومات، په ژوو کې زکات، په سرو زرو، سپینو زرو او نغذو پیسو کې زکات، چا ته بايد زکات ورکړل شي، د حج په اړه لنډ مالومات، د حج د مناسکو د اداء کولو ترتیب، د فرضي حج پیل ، د ذی الحجې د اتمې ورځې کړنلاره، د ذی الحجې د نهمې ورځې کړنلاره، د ذی الحجې د لسمې ورځې کړنلاره، د جمرې په وهلو کې د پام وړ ټکي، د دعا د منلو ځایونه، د عبادت او زیارت مهم ځایونه، د سهار او ماښام دعا ګانې، اخځلیکونه

په دو هیله چې زموږ لیکوالانو  همدغه شان د ماشومانو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي او د اسلام د پرمختګ او پښتو ژبې د ودې لپاره خپلې ژباړې او لیکنې ترسره کړي. زه د دغه کتاب د لیکولو لپاره ولي زي صاحب ته مبارکي وړاندې کوم او د لوی څښتن تعالی څخه ده او خپرندویې ټولنې ته د لا نورو خدمتونو غوښتونکی یم.