کور / z_buitenland_news -- 5 / سعودي:دوهم افغان حاجي په ترافيکي پېښه کي مړ سو

سعودي:دوهم افغان حاجي په ترافيکي پېښه کي مړ سو

حج ته تللې دوهم افغان حاجي به يوه ترافيكي بيشه كي ومر .
 
 


په سعودي عربستان کي له افغانستان څخه بيت الله شريف ته د حج د فريضې  د اداکولو په موخه تللی دوهم افغان حاجي په يوه ترافيکي پېښه کي خپل ژوند له لاسه ورکړ .
د پاخه عمر لرونکی محمد علي د خادم زوی د باميانو ولايت اوسيدونکی و چي د ريخبش په سيمه کي د تونل په خوله کي نن په يوه ترافيکي پېښه کي ومړ .


 په مکه مکرمه کي د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت د بعثې کميټې د ورکو شويو او شهيدانو د کميټې مسوول حاجي عبدالصمد رشحه په مکه مکرمه کي د لراوبر ويبپاڼي همکار ته  وويل چي يادشوی کس نن له غرمې وړاندي په د ريبخش په سيمه کي  هغه مهال يوه کورولا ډوله موټر هغه مهال وواهه چي له تونل څخه په تيزي سره راووت .
مکه مکرمه کي د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت د بعثې کميټې د ورکو شويو او شهيدانو د کميټې مسوول
رشحه زياته وي  چي موټر چلوونکی يې نيولی او د سعودي پوليسو ته بې وسپاري .
 
 له دې وړاندي هم د ليندۍ په يوولسمه نېټه په مدينه منوره کي يوه شپېته کلنه ميرمن بي بي فرزانه د ملا لالا لور  چي د ارزګان ولايت اوسېدونکې وه په خپل استوګنځای کي د ورپېښي ناروغۍ له امله مړه سوه .


د رشحه د معلوماتو له مخي د محمد علي د جنازې لمونځ په مسجد الحرام کي ترسره کيږي او بيا به د حريم شريف د حرم په سيمه کي چيرته چي د جمراتو ويشتلو په سيمه کي مړه شوي حاجيان خاورو ته سپارل شوي ، هلته خاورو ته وسپارل سي .


نوموړي وويل چي تر دې دمه څلور ترافيکي پېښي رامنځ ته سوې چي څلور واړو پېښو کي د ټپي شويو کسانو لاسونه او پښې مات دي .


د نوموړي د معلوماتو له مخي به په دغه کسانو کي د بادغيس ولايت اوسيدونکی محمد الدين د عطاالله زوی ، بشير د سيف الله زوی د بادغيس ولايت اوسيدونکی ، نواب د محمد خان زوی د پروان ولايت اوسيدونکی او شابرات د دادمحمد زوی د غزني ولايت اوسيدونکی شامل دي .
نوموړي وويل ددغه کسانو وضعيت د ډاډ وړ دی او د سعودي حکومت اړوندو شفاخانو کي تر درملني لاندي دي .