کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کوچيان دافغانستان داصلی اوسېدونکوپه توگه دوهمه برخه

کوچيان دافغانستان داصلی اوسېدونکوپه توگه دوهمه برخه

بيا کډي باريږي



که پښتون اوکه تاجک که ترکمن يې
                         که ازبک اوهزاره ددې وطن یې
                                                دښمن غواړي چي له مانه تاجداکړی
                                                                        پام دي وکړه ته اعضا ددي بدن یې


پرله پسې دوهمه برخه
 درنولوستونکوماته په افغانستان کې ميشت قومونه ټول افغانان برېښي اوټولوته ددرناوی په سترگه گورم ،ټول ددې باغ چې نوم ئې افغانستان دي ښکلي گلان گڼم دهرگل دبوټې په مړاوي کېدوباغ خراب ښکاری . زه دافغانستان دهر قوم په تاريخ اواوسنېو وياړنو وياړم . مگر له بدمرغه کله کله مې يوشمير پردي پرسته ،افغان اوپښتون دښمنه دې ته اړباسي چې ددوي دتورواوکرغېړنوموخودبربند کېدوپه خاطر قلم راواخلم اوهرڅه په خپل نامه ونوموم . که زما له دې ليکنې نه دقوم پرستۍ ډير انعکاس ځلېده هدف مي دانه دۍ چي زه هم دوي غوندي تنگ نظره اوسم . خودځينو واقيعتونودراسپړلو له مخې مجبور يم دپښتنودرواحق څخه چي يوشمير بې وطنه ورباندي دتيری خيال په مغزوکې پالي ملاتړ وکړم . که داکار دبل قوم په مقابل کې وسي ورته عمل به تر سره کړم ،ځکه نه غواړم دپرديونوکرانودقومونوترمنځ دنفاق او اختلاف پر راپيداکيدو باندي بريالي شي .
 ددې ليکنې په اړوند لومړئ برخه کښي ماديوه ښاغلي چي دنامه دمخه ئي دډاکتر کليمه ليکل شوې وه دهغه بې بنياده اوبې اساسه ليکنه وڅېړل اولوستونکي به پدې پوهېدولي وی چې ډاکتر صاحب نورالحق نسیمی پر حق نه دي ،له بدمرغه يوازي دا ډاکتر نه دی ،کله چې مي دادوهمه برخه ليکل نورداسي ډاکتران هم راپيداشول ،چي زه به ئي پر خپل ځاي دکوچيانو په هکله دبې بنياده ليکنو لنډی جملې ددوي دغلطو نظرياتواودپښتنو سره ددښمنۍ دبربنډ احساس د بېلگوپه توگه راواخلم .
زمادخبري پخلۍ له نن څخه ۸۰ کاله پخوا يو شا عر باقي قايلزاده چې دشعيه مذهب پيرو و په خپل شعر کې پخپل احساس داسي بيانوي : پشتون و تاجک و قزل و ازبک و مغل
 اين اسم ها ز دفتر ملي روان کشيد
 فقط به نام افغان ستان
همه اييد جمع و مطلب خود شادمان کنيد
 تر کومه ځايه چې دکوچيانولوي اکثريت پښتانه دي اوله بلې خوا همدا دپرديونوکرانوهم يوازي په پښتنو کوچيانوپسې پښي رالوڅی کړې اومټی رانغښتی دي ، زمادليکنې زياته برخه به پښتنوکو چيانوته وقف شوې وی . که څه هم ددې ليکنې په لومړي برخه کې مي دکوچيانوپيدايښت ته اشاره کړي ،خودځينو اړتياو اودمسلې دراسپړيز پلان داړيکوله مخې به ترهرڅه وړاندي دغه ټکي ته يوځل بيالنډه اشاره وکړم چې پښتانه کوچيان له کومه شول او ولي دوي ځانونه افغانان اودافغانستان اصلي اوسېدونکی بولي ؟ تاريخ ليکونکي وايي دانسانانودژوند دکوچي توب دغه شيوه دميلاد څخه دمخه ددوه زرم کال په پاي کي راشروع سوې ده ،داچي په ټوله نړۍ کي نور قومونه هم خورا ډير دي چې دکوچيانو په دود دژوندکوي ، هغو ته هم کوچيان ويلاي سوي او هلته يې ريښي تر اوسه لا پاته دي . زموږ په هيواد کي کوچيان دپښتنو د قومونو هغه برخه ده چي دڅوزرو کالو راپدې خوا يي دڅارويوله روزني ، اودهغوي دمحصولاتو له سوداگرۍ او تورو کيږديو سره مخه ښه نده کړې .


 زموږگران هيواد افغانستان دميلاد نه مخکښي بياتر اوسه په زرگونه کلونه ويا ړلی تاريخ لري داوياړلې خاوره دنړی دسترو تمدونوځانگوده . ددې هيوادخلکودتاريخ په مختلفو دوروکښي له خپلواکی اوملي هويت دساتلوپه لار کې په مېړانه خپل سرونه قربان کړی دي . داملت په تاريخ کښي دجنگيالی ،غيرتی تورزن ملت په نوم شهرت لري ، په تاريخ کښي داملت هيڅ کوم زبر ځواک ته ندی تسليم شوی هر چا چې ددې غښتلي ملت سره دډغرو وهلو اوددي خاوري دنيولواوپدې خاوره کې داوسېدنکودسپکاوی اوياددوي سره ددښمنی تکل کړئ سرئي خوړلۍ خو برۍ ئي نه دی ترلاسه کړۍ .


دهيواد وتلۍ تاريخ پوه غوث خيبري وايي(( . . . دغه تاريخي حقيقت په ډير ښه ډول څرگندوي چې درې زره کاله مخکي پښتانه يوځواکمن قوم و اوگاونډيان مجبور وو،چې له هغوي سره دوستانه اړيکې وساتي اوله دښمنۍ يې ځان وژغوري .)) دغوث خيبری دپورته خبري دپخلی لپاره کيداي شي د يو آمريکایي محقيق بروس ريچاردسن وينا راواخلو ،هغه ليکي : (( . . . پشتون ها مردمان جنگجوومستقل هستندکه از لحاظ تاريخي سلطه وحکومت غير ازخود راقبول نکرده اند. آنها بر افغانستان مسلط بوده وبه اين کشور خصلت وکرکتر خاص خودرا ازعصر سکندر کبير تا ايندم حک کرده اند . ))۱ دافغانستان پخوانۍ تاريخي زمانه د(ويدي) له دورې ((۱۴۰۰)) قبل الميلاد څخه پيل کيږي . او داوستاتر دورې (( ۱۲۰۰)) قبل الميلاد پوري دوام کوي په همدغه وخت کې اريائيانو په بلخ کښي دکوچی توب له ژوند څخه په ځايي ژوند پيل کړی دي . ۲
مرحوم حبيبی صاحب هم دتاريخ مختصر افغانستان کتاب کښي ليکي : ((آريائيان درحدود ((۲۵۰۰)) ق ، م يک جمعيت بزرگ انسانان سفيد پوست درسرزميني که آريانا ويجه نام داشت ،ودر واديهاي شمال آموواقع بود،در حالت کوچی گري ورمه داري زندگی مي کردند وچون عدد ايشان فراوان گشت ،به صفحات جنوبی آمو وسرزمين باختر گذشته ،ودر دامنه هاي شمالي وجنوبی هندوکش ساکن شدند.اين مردم به سبب زيادت نفوس وقبايل ،هجرتی به شرق نموده وازدرياي سند به واديهاي وسيع هند شمالي گذشتند ،ومدنيت رادران سرزمين تشکيل دادند،که درچهار کتاب قديم (ويدا) منعکس است ،وبنابر اين آنرا ((مدنيت ويدي)) گوئيم ،که در حدود((۱۴۰۰)) ق ،م وجود داشت ،ودر همين کتابهاست که نامهاي برخي ازقبايل بزرگ افغاني مانند پکتها (پښتون) الينا مردم شمال لغمان ونورستان وغيره ذکر گرديده وما ميتوانيم وضع مدني وفرهنگی وزبان وحيات مردم قديم افغانستان راازاين کتب معلوم نمائيم ،وچهار ويد عبارتست از ريگ ويدا ،سام ويد ،اتهرواويد،يجور ويدکه قديم ترين همه ريگ ويدا است .ودرآن نامهاي بسا کوه هاومواقع جغرافی ورجال وپادشاهان وقبايل افغاني آمده است . ۳
په منځنۍ اسيا او ننني افغانستان كي هم د كوچيتوب پيدايښت لرغونو زمانو ته رسېږي. د زردشتي عصر په متونو كي د كوچي قبايلو او زردشتيانو تر منځ د دښمنيو ډېر بيانونه سته . داسي روايت لا هم سته چي كوچيو ساكانو د پارس ستر امپراتور (كوروش) ته سره لـه دې چي بېساري لښكر يې درلود، سخته ماته وركړه . كوچي ساكان هغه قبايل دي چي په تخارستان، سيستان، اراكوزيا، مرغاب، ننګرهار او باميانو كي خپاره وو. كوشاني امپراتوري په همدغو ساكانو اړه لرلـه . دافغانستان په شمالي او شمالي غربی ولايتو کښي دتاريخي اسنادو له مخې تر نوروسيمو ډير پخوا يوشمير اوسېدونکو دکوچيتوب له ژوند سره مخه ښه کړېده .مگر دټولو اقتصادي اوفرهنگی تغيراتو سره بيا هم تر اوسه په (( ۱۱)) ولايتونو کښي لکه (( بدخشان ، تخار ، بغلان، کندوز ، سمنگان ، بلخ ، جوزجان ، فارياب ، بادغيس ، هرات ،غور)) پښتنو دمختلفو قومونو کوچيان اوهمدا ډول تاجک ،ازبک ،ترکمن ، بلوڅ ،بختياری ، تاتار ، چارايماق ، عرب،پشه ئي ،گوجر ،جټ ،مغل ،جوگي اونور و ژوند کاوه چي يو شمير ئي اوس له منځه تللي اوياله شمالي سيمونه جنوبي اوشرقی سيموته کډه شوي دي . ۴
همدا ډول په لرغوني ارياناکي پښتون قوم تر ټولوځواکمن ولس پاتې شوئ دی ،بلخ (بخدی) ددې قوم اصلي ټاټوبی و اوزردښت يا زراتوشترا دپښتنو په همدې ټاټوبي کې نړۍ ته راغی ،دده پلار نيکه دبلخ پاچاهان پاتي شوي اوزردښت دشاه په کورنۍ پوري تړاو درلود. داچې زردښت خپل لقب ياتخلص پښتوټاکلی اوپه همدې لقب (سپين تمان) يې شهرت موندلی و،ددې خبري يوثبوت هم گڼل کېداي شي چې پښتو دبلخ دشاهی کورنۍ ژبه وه ،اوياخودې ژبې ددوي په نزد زيات ارزښت درلوداوپه لوړه سترگه ورته کتل کېدل . ۵
دغوث خيبري صاحب دالنډ مطلب ددې خبري داثبات دليل دي چې پښتانه کوچيان دهندوکش په شمال اوجنوب کې يوډول اوسېدل خو په راوروسته کې تودوورشوگانواوسيموته داسانه تگ په موخه ممکن دتگ راتگ لوري ئې داسي تغير خوړلۍ وي چې دهندوکش له جنوبي ورشوگانوڅخه په ژمي دپښاورپه لور او نوروتودوسيموته ځانونه رسول ،بله داچې دهيوادشمالي سيمه دپښتنويوه له اساسي ټاټوبوڅخه ده . ښاغلي غوث خيبري د((پښتانه دساسانيانودواکمنۍ په وخت کې )) تر نامه لاندي ليکل شوې ليکنه کې ليکی چې : سيد بهادر شاه ظفر کاکا خيل په خپل کتاب ((پښتانه دتاريخ په رنا کې ليکی : غالبا ۱۴۰۰ کال تر ميلاد مخکي اويادهغه په شاوخوا وختونوکې دارغنداب په غره کي ،دسپين غره په شاوخواکي دگومل دغره دکونړدغره دکالاش دغره ،دسوات دغره اودسند هه دلمر خيتز تر کنارو پوري کوم خلک چې راغلي وو، او ميشت شوی وو هغه نسل آرين وو،هغوي پر بيلا بيلو قامونو وېشل شوی وو.
دريګويدد شهادت پر بنسټ هغه پنځه قانونه وه ((کتها،سيوا،وېشانن،بهالانا،اينا) پدغوقامونوکې غوره قام پکتهاو،دغه قوم چې کومه ژبه ويل هغه پښتو وبلل شوه . پښتانه دآريايانوله نسل نه يونامتواوننگيالی قوم دي دوي لومړی په بخدي کې اوسيدل اوله هغه لومړی ټاټوبي څخه دوي دهغه ځاي په نامه د(بخت ،پکهت ،پښت ) په نوم له خپلي زړې ژبې سره له ۱۰۰۰ نه تر ۱۴۰۰ ق م پوري دآباسين دغاړواودهيواد ختيځو غرونوته لاړل . دوي خپل دبخدی ،پکهت ،پښت نوم دخپلي زړې اوتاريخي ژبې سره يوځاي وساته اوتر اوسه هم په دغه نامه اوپه دغه ژبه مشهوردي . ۶
څرنگه چې تر لسمې هجری پيړی پوري دپښتنو ډيره برخه کوچيان وه ،کله چې موږ دپښتنو نوم اخلو دتاريخ په هکله یې خبري وکوو داپدې معنا ده چې موږ دکوچيانوپه هکله هم بحث کوو. له دې امله په هيڅ منطق اودليل عبوري کوچيان هم لکه غير عبوري کوچيان څوک له افغانستان اوافغانانوڅخه نشی جلا کولاي . پښتنو اوددوي دژبې دتاريخ اوقدامت لپاره کېداي شي مخالفين د ويدا ، اوستا ،اونوروتاريخي کتيبو ته مراجعه وکړی .پسله هغه به پدې پوه شي چې دا وطن دچادی ،اوڅوک پکښي مسافر اوسی . رابه شو دېته چې کوچيان څوک دي اوکوم ډول اقتصادي اوټولنيز ژوند لري ؟


 کوچيان څوک دی


 کوچي هغه چاته ويل کيږي چي په ترور خيمو کي ژوند کوي ، دپسو او وزوپه روزلو بخت وي او خپلو څارويو ته د څړځايونو اوورشوگانو دپيداکېدوپه منظور دکال په مختلفو فصلونو کي له يوه ځاي نه بل ځاي ته کوچ کوي . کوچيان دکوچ او باروړلواو راوړلو په منظور اوښان هم روزي . کوچيان دژوند ټولي اړتياوي دڅارويو دمحصولاتودخرڅلاوله لاري پوره کوي . کوچيان په انگليسي ژبه (Nomandes) )) په نوم يادشوی دي،په سويدني ژبه ورته نومادر (Nomader ) ، ديوناني (Nemein) له کليمي سره چي دڅرېدلو په معنا ده ارتباط لري .د کوچيانو دپيژندلو بيلگه هم دڅارويو څرېدل دی . په پښتو اودری ژبه کې هم له کوچيتوب سره دڅارويو روزل اوپوول ئې ځنگړې بېلگه ده . د افغانستان په كوچيانوكي پښتانه، بلوڅ، ازبك، تركمن، قرغز، هزاره، فېروزكوهيان، جمشېديان او ايماق سته، خو يولوي اكثريت يې پښتانه دي . پښتانه كوچيان دوې ستري څانګي لري : دُراني او غلجي كوچيان . دالفنسټن دبيان له مخې د دُرانيودقوم پوره نيمايي کوچيان اونور ئې کروندگر دي . ۷
ديادولو وړخبره ده چې دالفنسټن لخوادکوچيانو اوپښتنو په اړوند تحقيقات ډير پخوا شوی دي دزمانې په تيرېدواوپه ځانگړې توگه داورستيو ۳۵ کلنو کورنيو ناخوالواودجگړې دوام د دُرانيو اوغلجيو کوچيانوپه شمير کې لوي تغير راوست پدې معنا چې اوس دکوچيانو شمير دهغه وخت په تناسب چې نوموړی عالم څېړنې کولې که دنوروقومونودشمير له زياتيدو سره پر تله کړو ډير لږ شوی دی . زماددې خبري پخلۍ زموږ پياوړی ليکوال اوڅېړونکی ښاغلي معصوم هوتک په خپله ليکنه دکوچيان اودهغوي دتلو راتلو لرغوني لاري کښي کوی دتاريخ پوهانو دڅېړنو په حواله ليکې : ((په دُرانيو كي اڅكزيو او نورزيو د شلمي پېړۍ په دويمه نيمايي كي سوداګرۍ ته مخه كړه او مخ پر ښاپرونو ورمات سول . دوى زياركښ خلك دي او د كندهار په ښار كي يې په لږ وخت كي لويي لويي تجارتي كوټۍ تاسيس كړې او په كابل، هرات او مزار شريف كي يې د ليلامي مالونو لوى لوى ماركيټونه پرانيستل او د سوداګرۍ تر څنګ لـه محلي مځكه والو څخه جايدادونه هم رانيول )) ۸ الفنسټن د غلجيو د سيمي د پراخوالي په باب ليكي : ((دا به ډېره ګرانه وي چي د ټولو هغو وړو ناوو بيان وشي، كومي چي تر هندوكش او سپين غره پوري غزېدلي دي او يا د غرو ډډي او د پاسه هغه ساړه او تاوده ميدانونه مشخص شي، كوم چي غلزي يې كري”. دى زياتوي ” د غلزيو ملك د يوه داسي متوازي الاضلاع په شكل دى، چي اوږدوالى يې يو سلواتيا ميلـه او سور يې نژدې پنځه اتيا ميلو ته رسېږي . )) ۹



د غلجی کوچيانو لوى قومونه تره كي، ناصر، سلېمان خېل(دسليمانخيلو لويه پښه احمدزی ) دي چې بيا خپله پر (( ۹)) ښاخو ويشل کېږي اودهر ښاخ شمير ئي په زرهاو کورنی دي چې په لوگر ، پکتيکا ،پکتيا ،خوست دننگرهار اوکنړپه مربوطاتوکې اوسي خودسليمانخيلو دلوي قوم ډيره برخه په لوگر ، پکتيکا ،پکتيا ،خوست کې اوسی نور قومونه لکه تره کی ، خروټي ، هوتك او توخي هم کوچيان لري پدې قومونو کې دهوتکو شمير کم دی . تره کي چې زيات شمير ئي کوچيان دي دغزني اوزابل ولايت په مربوطاتوکې ژوند کوي اوملاخيل لوي اکثريت دااجرستان اوډير لږ دننگرهار اوشينوارو په مربوطا تو کې ژوند کوي . ۱۰
خروټي کوچيان دپکتيکا ولايت مربوطو سيموکې اوسی اوپه دوبې دافغانستان جنوب غربي ،مرکزي اوشرقی سيموته کوچ کوي . نا صر کوچيان دشمير له درکه ډير کم شوی دي زيات شمير ئې دننگرهارولايت په مربوطاتو او دسرخکان په سيمه کې اوسی ،يو شمير کورنۍ په دوبی دکنړ اولغمان اوحتا دپنجشيردروته هم کوچېږي . ديادولو وژده چي دناصرو قوم نه پوهېږم چې ولي پر دو برخو وېشل شوئ دی يوبرخه ئي تور ناصر اوبله دسروناصرو په نوم يادېږي . ۱۱
پښتانه كوچيان لـه لرغونو زمانو راهيسي د افغانستان دپامير دغرونه بياد اباسين د حوزې د پراخو ميدانونو تر منځ هر كال دوه ځله له يوه ځاي نه بل ځاي ته کډی کوي . کوچيان دلنډی او اوږدې مودې داوسېدو ځاي ته مېنه وايي ،دټولوموسمونومېني اودتگ راتگ عنعنوي لاري ئې معلومي دي . دابايد له پامه ونه غورځول شي چې کوچيان په عنعنوي لحاظ په ټول هيودکې داوړي اوژمي په موسم کې داوسېدوټاکلي ځايونه لري او د رمولپاره ئي څړځايونه معلوم دي . متاسفانه په هيوادکې دکورنۍ جگړې ناورين لکه چې ټول هيواد گډودکړدکوچيانو ژوند ئي هم گډوډ کړ ، ددوي څړځايونه اوداوسېدوسيمي دجگړې په کلونوکې دځايي خلکولخوا ونيول شوې . همدا دليل دی چې اوس دکوچيانو اوپه مرکزي افغانستان کې دځايي خلکوتر منځ دهغو مځکوپر سر شخړې پيل کېږي کوم چې کوچيان ئي خپل عنعنوي مالچر گڼی ،مگر ځايي خلک اودزورخاوندان ئي خپل ملکيت بولي .


دکوچيانو په پخوانيو څړځايو کي اوس دمحلي زورواکانو لخوادکوکنارواويانوري غلې دانې کرل کيږي اوله بلې خوا اوس يوشمير افغان دښمنه ډلي اودهغوي رهبران نه غواړي چي پښتانه کوچيان دوباره دغوسيموته ولاړ شي ، اوهغه ځمکي چي د کوچيانو عنعنوی مالچر اومېنه وه دوباره هغوي ته پرېږدي . دکوچيانوسره ظلم اوددوي پر قانوني حق تيرۍ ددې لامل شوچې پدې شپږو کلونوکښي پښتنو کوچيانوزيات شمير کورنۍ دسمنگان ،فارياب، بادغيس، جوزجان، او بلخ له ولايتونو څخه اړشول چې د هلمند،کندهار،زابل ،فراه او هرات اوروزگان ولايت څړځايونو ته ولاړ شي . کله چي دکوچي او يا پوونده کليمي مفهوم څېړو نو داټکۍ هم بايد په نظر کي ور سره ولرو چي دتاريخ په اوږدو کي څوک دکوچي په نامه نومول سوۍ دی . هرهغه چاته چي ديوه ځايه بل ځاي ته کوچ کوي کوچۍ نشو ويلاي . زمو ږ په هيواد کي نور کوچنۍ قومونه لکه جټان اوجوگې هم شته ، هغوي افغانان دي ،له بدمرغه په يوه دولت کښې هم ددوي دژوندبدلون ته پاملرنه نده سوې ،ځکه هم تر اوسه ډيرسرگردان او زورونکۍ ژوندلري . ددغوقومونو دژوند د ډول ، دود ،دسترو او رواج تر منځ کاملا فرق شته . هر يو توکم په بيله ژبه خبري کوي او بيل کلتورلري . جوگي توکم له بخارا څخه راغلي او جټان د مرکزي اسياله لاري همدغه داروپايي څگانو سلسله ده که څه هم ځيني واي له هند يا هندي کشمير نه راغلي ،خو زه پدې باور يم چي دڅگانو څوکورونه دپخوا نيو شاهانو تر منځ په جگړو کي له روپانه مرکزي اسيا اوله هغه ځاي نه دافغانستان په لور را اوښتي دي او اوس دلته په افغانستان کې اوسي ، هغوي هم ځانونه افغانان بولي اوپه ټولواساسي قوانينو کښي دنوروميشتو قومونوسره برابرحق لري .گوجر هم هغه مهاجر دي چي په افغانستان کي داوسېدو لوي اوږد تاريخ نلري هغوي له هند نه اوځيني وايي له چين څخه ډير پخوا راغلي دي . گوجر دبزو، آسانو اوغويو په روزنه بوخت دي . هغوي مځکي نلري په راورستو وختوکښې یې ډيري کمي مځکي دهيواد په شرقي سيمو اودبدخشان ولايت په شاوخاواکي پيداکړې دي . گوجر ،جوگی اوجټان پر خپله ژبه سر بيره په پښتو اودري (هغسي دري) چي په دوي کي مروجه ده خبري کوي . دادري واړه قومونه په وړوترکاڼيو،اهنگريواولاسي صنايعو په توليد مصر و ف دي . دوي ډيرکوچني قومونه دي ،ددوي ډير والۍ ځکه مشکل دۍ چي دوي خپلي پيغلي بل چاته نه ورکوي او نه هم خپل ځوانانو ته دبل ټبر نه پيغله ودوي ، اونه ئې هغوي ودوي ته ورکوی . دهيواد دنوروقومونو دخلکو په انډول دژوند خواريواو ستونزو له دوي نه دشوق او عشق احساس اخيستی دۍ ، ځکه يي شمير کم دۍ حتا داسي امکان شته چي جوگيان او جټان به دوخت په تيرېدوسره په افغانستان کې ورک سي ،اوگوجربه لاتر يوه وخت پوري د يو وړوکي قوم په توگي پاته وي . دگوجرو اړېکي له پښتنو سره تر نورو قومونوښې دی ،کله چې پر دوي نور قومونه ظلم کوی په هغه وخت کي پښتنو ته پناه ور وړي . دوي تقر يبأ نيم ميشت قوم دۍ . ددغو پورته نومول سو قومونو خصوصيات يوهم په کوچيانو کي نشته ،د کوچيانو غوڅ اکثريت په پښتو ژبه خبري کوي اوخپله اقتصادي اړتيا يوازي دمواشيو دمحصولاتو له لاري پوره کوی ،اوبله بېلگه ئي داچي کوچيان دهيوادپه اقتصادکښي ستر رول او لوړ مقام لري دوي معين اقتصادي توکي توليدوی . پورته يادشوی واژه قومونه هيڅ وخت دکوچيانوپه اڅصائيه کښي نه دی شميرل شوی . کوچيان نن سبا په خپله پرونۍ بڼه اوشمارکي نه دي پاتي شوې . دنور افغان نفوس په څير زيات شوی دي .


پښتانه کوچيان دهيواد دټولوکوچيانو(( ۸۹ ))په سلوکې دي اودهيواد دنفوسو ((۹،۹۵)) په سلوکي جوړوي نور کوچيان دهيواد دټولو کوچيانو(( ۱۱ )) په سلو کي دي چي دهيودادنفوس ۱،۲۳ په سلوکي ((۳۶۹۰۰۰ )) تنه جوړوي . ټول کوچيان دهيواد دټول نفوس ۱۱،۱۸ جوړوی چې شمير ئي (( ۲،۳۵۴،۰۰۰)) تنو ته رسېږي ددې احصائيې له مخې دهيوادټولواتباعو نفوس ((۳۰))ميليونه تنه گڼل شوی دي . ۱۲
البته دادمحترم واک صاحب نظر دي مگر که لږ حه وړاندي دکوچيانو رښتيانۍ شميره واي نودابه څرگنده شوي واي چې په تيرو ۳۵ کلونوکې دکوچېانوپه اسلی شمير کې کمښت ليدل کېري . دکوچيانوپه اړوندښاغلی محمد معصوم هوتـك د((کوچيان او د هغوى د تلوراتلو لرغونې لارې )) د خپلي ليکنې په دوهمه برخه کې ليکی : پښتنوكوچيانو لـه لرغونو زمانو راهيسي نه يوازي د مالونو د روزلو لـه لاري، بلكي د سوداګری دشيانو د وړلو- راوړلو لـه لاري د سيمي په اقتصاد كي مثبته برخه درلودلې ده . دوى د هند، منځنۍ اسيا او ايران تر منځ د تجارتي مالونو په لېږدولو كي ستره ونډه درلوده. دا چي ولي دوي دې کارته مخه کړيوه محترم معصوم هوتک ليکي : ((علت يې يوازي مادي ګټه نه، بلكي نور عوامل هم وو.
 ۱ / دا چي د هند، منځنۍ اسيا او ايران تر منځ تجارتي لار ي لـه افغانستان څخه تېرېدلـې .
 ۲ / تجارتي كاروانونو هم پر هغه مسير تګ راتګ كاوه چي د كوچيانو كډي او رمې به په كال كي دوه واره ورباندي تېرېدلې .
 ۳ / د كوچيان په شمېر زيات وه، زړور اوجګره مارخلك وه، وسلـه يې درلودلـه ځکه د لاري غله له دوي نه ويرېدل . همدغو عواملو د دوى كوچيتوب ژوند ته سوداګري ور ننه ايستلـه . ۱۳
هر څومره چي اقتصادي اجتماعي ،سياسي اوفرهنگی مناسبات پر مخ ځي دعلم اوتخنيک څخه داستفادي بڼه وده کوي په هغه اندازه دكوچيانو پر ژوند هم ژور اثر ښندی اوددوي دميشت كېدو هڅه پياوړې كېږي ،داپروسه په نړيواله کچه دنړی په نوروسيموکښي هم دهغو ولسونودژوند چې دکوچيانو په دود ژوند لري ورته اغېزې ښندی . په افغانستان کې هم دكوچيانو دژوندبڼه ددې سيمې د يوه خاص اقتصادي او اجتماعي دور محصول دى . سره له دې چې دوخت په تيريدوسره ډيرکوچيان په همدی جغرافيايي چاپيريال کښي ميشت شول خوزيات شميرلا اوس هم دکوچيتوب ژوند ته دوام ورکوي .


 افغانستان په نړيواله کچه ديو زراعتي اومالداري هيواد په نامه شهرت لري ،له همدي امله په ورستيو ((۸۸)) کلنو کې هر چا چي دحکومت واگي ترلاسه کړي دخپل دولت په پروگرام کښي ئي دزراعت په څنگ کښي دمالداری ودي اوکوچيانوژوند ته دجدي پاملرنې خبره کړې ده . دافغانستان په اقتصادی وده کښې کوچيان د پاملرنی او ستايلو وړ برخه لری، تر ډيري مودې دولتونه دې ته اړدی چې دکوچيانوژوند اومالدارۍ ودې ته ځانگړې پاملرنه وکړي . همدوی دی چه د ژوند د سختو حالاتو سره يی بيا هم دافغانستان په صادراتو کی دوړيواوڅرمنواوکورنی بازار کې د غوړيو ،شيدواوقرتوبرخه ځانته ځانګړی کړی د ه . نوربيا


 اخځليکونه :
 ۱ / غوث خيبري په افغانستان کې توفان . ۱۶۱ مخ .
 ۲ / پروفيسور ډاکتر گلجان ورور وردگ ،دپښتانه په شمال کي . ۳۱ مخ
۳ / علامه عبدالحۍ حبيبی تاريخ مختصر افغانستان . ۷ او ۸ مخونه
 ۴ / پروفيسور ډاکتر گلجان ورور وردگ ، دپښتانه په شمال کي . ۶۰ مخ
 ۵ / غوث خيبري په افغانستان کې توفان . ۱۶۱ مخ
 ۶ / دښکلامجله لومړی کال .دريمه گڼه .۹ مخ
 ۷ / معصوم هوتک دکوچيان اودهغوي دتلو راتلو لرغوني لاري . اوله اودوهمه برخه ۸ / همدا اثر ۹ / همدا اثر ۱۰ / همدا اثر ۱۱/ همدا اثر
 ۱۲ / محمد انعام واک .فډراليزم ،دعوت ۱۴۴ او ۱۴۵ پر له پسي گڼه ۴۳ مخ
 ۱۳ / معصوم هوتک دکوچيان اودهغوي دتلو راتلو لرغوني لاري . اوله اودوهمه برخه