بوش ته مډال ښه ؤکه دبوټونو ويشتل؟
سهار وختي له خوبه ويښ شوم خودخوب له ځايه لاپورته شوي نه وم راډيومې راواخيسته ترڅو خبرونه واورم په دې وخت کې د خبرونو سرخط کې مې واوريدل چې دامريکادولسمشربوش په ناببره توګه عراق ته سفر کړئ اوله عراقه دافغانستان په لور خوځيدلى .
ددې خبر له اوريدو سره سم مې له راډيو داخبره هم واوريدله چې په هغه خبري ګډه ناسته کې چې جورج بوش دعراق له صدراعظم نوري المالکي سره لرله ددوي دواړوګډ خبري کنفرانس ته دراغليو خبريالانوپه ډله کې د البغداديه ټلويزيون خبريال منتظر الزيدي لخوا بوش په دوه بوټونو وويشتل شو .
دالبغداديه ټلويزيون ديوه عراقي شخصي ټلويزيون دى چې مرکزي دفتر يې د مصر په قاهره کې دى اوله هغه ځايه خپرونې کوي .
الزيدي وړاندې له دې چې خپل دښۍ پښې بوټ دبوش پرلور و ر وشړي ورته وويل چې د ښۍ پښې بوټ مې دهغه عراقيانو پيغام دي کو م چې دستاسو دسرتيرو په ظالمانه ډزو اوچاودنه کې په عراق کې وژل شوي اودچپې پښې بوټ مې دهغه عراقيانو پيغام دي کوم چې دامهال په عراق کې ژ وند کوي اوستاسو له حضورڅخه نفرت کوي الزايد ي دغه راز بوش ته دسپي خطاب هم وکړ .
خو امنيتي ساتونکيو ددې سره سم الزيدي دکنفرانس له خونې وويست اودي ويستلو پرمهال دامنيتي کسانولخوا لاس په لاس شواوخبريالانو وايې چې دده څخه دوينو څاڅکي تويدل چې امنيتي کسانو وهلو اوډبولو .
بوش له بريد وروسته وويل : (( د دې پروا مه کوئ)) .
که څه هم بوټونه دبوش پرشاه په ديواله ولګيدل اوبوش خپله غاړه ترې بچ کړه خو په خندايې وويل چې ددې خبريال دبوټونونمبر لس وو .
داسي ښکاري چې بوش له ويرې دميز ترشاه چې غاړه يې کږه کړه دخبريال بوټونه کتلې ، عراقي صدراعظم نوري المالکي له بوش نه بښنه و غوښته
دخبري رسنيودمعلوماتو له مخې دامهال دامريکا يوسل اوپنځوس زره پوځيان پرعراق کې او شااوخوا ٣١ زره سرتيري په افغانستان کې لري.
دالزيدي دبوټونو ويشتلوته که ځيرشو دا په اصل کې دبوش دظالمانه اوهغو غيرانساني عملونو پايله ده اونتجه ده .
دامريکايانوورتګ عراق دوينو اودوژنو پيغام يوړ اوهلته يې دوينو سيندونه جوړکړل اوهره ورځ په لسګونو اوسلګونو انسانان په چاودنو اوبمباريو او ډول ډول پېښو کې وژل کيږي .
داخوټولې نړۍ ته څرګنده ده چې عراق ته دبوش سرتيرو پرته له وحشت او وينو تويونې بل څه لاسته راوړنه نه لرله .
هلته يې دصدام حسين نظارم رانسکور اوهغه يې په ډير ظالمانه محکمه کې دمرګ ترلګۍ پورې ورساوه اوبل څه يې نه لرل .
داد ياوس په عراق باندې دبوش دسرتيرو دحملې څخه پنځه کاله تيريږي خوپه عراق کې نه داتومي وسلو کومه زيرمه پيداشوه اونه هم کومه ترهګره شبکه پيداشوه .
دغه راز په افغانستان کې هم که که څيرشونوددوه زره اولومړي کال نه تر نن پورې چې دامريکاديرغل دورځې نه پيل تراوسه پورې په ډيره لوړه شميره انسانان وژل شوي اوپرکورونو يې دهمدې غربي ښکيلاګرودهوايې ځواکونولخوا بمونه راوريږي اوافغان پرې وژل کيږي اويوازې په خواخوږي او اشتباه ويلو سره خاورولاندې کيږي اوبس .
.
دوي خو دا وايې چې افغانانو ته مو ازادي راوړې ديموکراسي راوړې اودترهګرو له منګلومو خلاص کړي دي
وګورئ چې دامريکاولسمشر جورج بوش دعراق په پلازمينه بغداد کې دبوټوپه ويشتلوهرکلى کيږي اوکه يې عراق او افغانستان ته په رښتنې ازادي راوړې واي نوپه بوټونو به بدرګه کيداي نه رښتنې خبره خو داده چې ازادي ګټوونکي او ور کوونکي خو معلوم دي دازدادۍ ترپاک نوم قربان شم ازادي ډيره پاکه کلمه ده او بوش نه عراق ته اونه هم افغانستان ته ازادي راوړې بلکې په زغرده ووايو ازادي مويې رانه اخيستې ده.
بله دخواشينۍ خبره خوداده چې بوش ته په عراق کې ديوخبريال په واسطه دعراقيانو دنفر ت پيام خو بوټونه شول اوهغه ټولو وليدل چې عراقي باهمته خبريال خودخپل ملت پيغام بوش ته ورساوه که څه هم زندان ته دهغه په بيولو تمام شول خوبيا هم خپل رسالت يې اداکړ .
ولې خير که په کابل کې بوش ته دافغانانو پيغام په بوټ سره ونه رسول شو ولې داهم په کار نه وه چې بوش ته دافغانستان ديوغازي اوهغه نوميالي چې انګريزي ښکيلاک ته يې ماتې ورکړې او افغانان يې درښتني ازادي خاوندان کړي دي يعني امير امان الله خان مډال بوش ته ورکړي.
په اصل کې خو که وګورو هر مډال په خپل ځاي سره ځان ته معنى لري نه پوهيږو دغازي امان الله خان په نوم مډال خوبايد داسي يوه چاته ورکړل شي چې هغه دښکيلاک اواستعمار ماتوونکي اوياهم کم ترکمه مخالف وي ولي هغه چاته چې خپله استعمارګر دي هغه ته غازي امان الله خان دمډال ورکول فکر کوم دا زموږ غازيانوته توهين دي اونه بايد دهغه غازيانو چې انګريزي ښکيلاک ګر يې له دې هيواد نه په ډيره ميړانه شړلي هغه ته سپکاوي وشي .
ولسمشرحامدکرزي خوبوش په ډيرو رنګينه الفاظو سره وستايه اوهغه يې افغانستان ته دازادي ورکوونکي مشر په توګه يادکړ او وي ويل چې بوش افغانانوته ازادي ورکړي او افغان يي ازاد کړي ؟؟
ډير ودرديدلم اوهغه دسيدجمالدين افغان وينا مې سترګو ته راغله چې ويلي يي وو : (( آزادي اخيستل کيږي ورکول کيږي نه .
نو بوش افغانانوته ازادي نه ده ورکړي اوکه ازادي وي نو ولسمشر خو دخپل سرو هوايې بمباريو بنديدل غوښتل نو چار ورسره ومنله نه هغوي خو خپله دبوش امر مني داڅرنګه ازادي ده چې ولسمشر ازاد ي نه لري نو هغه افغانان چې دشپې دبامونو پرسر يې شين سترګي غربيان ګرځي اولاس تړلي يې له کوره راوباسي اوياهم يې وژني اويايې تورسرې دسپيو په واسطه سره داړي .
دليندۍ په ٢٧مه امريکايي ځواکونو په خوست ولايت کې درې عام وګړي وژلي وواوکورته يې سپي ورخوشي کړي اودوه ميرمنې يې داړلې دي .
دغو امريکايي ځواکونو تېره شپه په خوست ښار کې د يوه ډاکټر ورور، وريندار او وراره وژلي ، يو څلور کلن ماشوم او دوه مېرمنې د دغو ځواکونو سپيوداړلې دي.
د افغانستان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د امريکايي جاسوسي الوتکو په يوه توغندويي بريد کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته . په عراق کې اوس دالزيدي په ضد باندې سخت لاريونونه روان دي اوله عراقي حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو الزيدي ژرترژره له بنده خوشي کړي.
خوعراقي چارواکيو له البغداديه ټلويزيون څخه غوښتنه کړي چې معذرت وغواړي اوهم يې ورته ويلي چې خبريال به يې عراقي مشر اودهغه مليمانه دسپکاوي په خاطرپه عراق کې دنافذه قوانينوله مخې محاکمه شي.