طالبان: په خوست کي پر امريکايانو بريد وسو

د لراوبر اداره | دسمبر 22nd, 2008


تیره ورځ نژدي دوه بجي دکنړ ولايت دپیچ ولسوالۍ په راجلام کلا سيمه کښي دامريکايي اشغالګرو او ملي اردو پر ګډکاروان برید شوي ، دا خبره د طالبانو وياند قاري يوسف لراوبر ته وکړه .

قاري يوسف وايي له سيمي يې خبر ترلاسه کړی چي  په برید کښي چي داسلامي امارت ګڼ شمیر مجاهدینو برخه  لرله اته تنه امريکايي او دري تنه اجیر عسکر وژل شوي او ګڼ شمیر تپیان شول .

د يادوني وړ ده چي طالبان اوس د سړک غاړي ريموټ کنټرول بمونو او کمين نيولو تر څنګ له بهرنيانو سره په مخامخ جګړو کي هم برخه اخلي .

 

Copyright Larawbar 2007-2024