خلیلزاد دي نور نه غږیږي !

د لراوبر اداره | دسمبر 25th, 2008


امریکا او د کرزي په مشرۍ حکومت په افغانستان کې له طالبانو وروسته څه ډول د ډیموکراسۍ څلی پورته کړ ؟ ایا ټول ټاکنې ددې ډیموکراسۍ بنسټ ونه ګڼل شوې ؟

له دې هیڅوک غاړه نشي ایستلی چې د نړۍ په ټولو رسنیو کې د ولسمشرۍ او پارلمان لپاره تر سره شوې ټول ټاکنې د ډیموکراسۍ بنسټ وګڼل شوې . ان د نړۍ مهمو مشرانو او ملګرو ملتونو په ویاړ سره وویل چې د طالبانو سخت دریځه واکمني ماته شوه او دا دی افغانانو د ولسمشرۍ د سوله ییزو ټاکنو په تر سره کولو سره وښوده چې ولسواکۍ ته ژمن دي.

له بوش نیولې د نړۍ تر نورو مشرانو هر یو چې د افغانستان په اړه غږیده ، همدا ټاکنې یې د بیلګې په توګه  وړاندې کولې او د ډیموکراسۍ د رامنځته کولو اصلي بیلګه یې بلله .

موږ افغانان  په دې ډیر خوشاله وو چې نور نو زموږ چاپیریال د نړیوالې خواخوږۍ له کبله د امن او سولې پر ځای ځایګي بدل شو او بیا به په هیواد کې د ملي مینې او پخلاینې له کبله یوه ښیرازي او خوشالي رامنځته شي .

خو دا هیلې ډیر ژر د سرو وینو په نېزونو کې لاهو شوې . خلیل زاد راپورته شو د کرزي په حکومت کې د افغانانو وژونکو او قاتلانو ته لوې څوکۍ ورکړې .

هغو خلکو چې ډیموکراسي یې رامنځته کړې وه ، د هغوی غوښتنې یې په پام کې ونه نیولې  او پر کرزي یې فشار راوړ چې دوستم ، فهیم ، محقیق  ، خلیلي  ، د مسعود فاشیست وروڼه او نور  واړه او غټ جنګي مجرمین په لویو څوکیو وګوماري.

کرزي چې ځان د امریکا د احسان او لورینې پوروړی باله ، د خلیل زاد خبرو ته یې لبیک ووایه او ټول جنګی مجرمین یې بیا پر خلکو واکداران کړل .

د پښتنو جنګي سالارانو له منځه حاجي قدیر او ګل اغا شیرزی وو چې دواړو د کرزي غوښتنو ته ښه راغلاست ووایه ، یو یې کابل ته راغی او بل یې په کندهار کې والي وټاکل شو.

خو ازبک جنګسالار چې د کرزي مرستیال هم ټاکل شوی وو ، کابل ته یې له راتللو ډډه وکړه او پښتون جنګ سالار حاجي قدیر چې کابل ته راغی  ،ووژل شو.

د کابل ارګ ، حقیر کرزی او د هیواد واګې نورو جنګي مجرمینو ته پاتې شوې . د ملي امنیت اداره د یوې ډلې لاسته ولویده چې له پښتنو سره وروستی حساسیت او ضدیت لري .

د کورنیو چارو پ او دفاع په وزارت کې هغه ملیشې ځای په ځای شوې چې د افغانستان په پرتله خپلو ډلو ټپلو ته وفادارې دي .

او ښاغلی خلیلزاد ارامه کینه ناست او د پښتنو پر سیمو یې عملیات پیل کړل . هغه پخواني طالبان او مخور خلک چې کرزی یې د ولسمشر په توګه منلی وو . د هیواد اساسي قانون یې منلی وو . هغه یې د فشار لاندې ونیول او کلي او کورونه یې بمباري کړل .

د پښتنو کومې څیرې چې په حکومت کې مخورې وې ، هغه یې لیرې کړې او پې ځای یې د شمال د ټلوالې استازي وټاکل .

ټول پښتانه یې د طالبانو په نامه وټکول او په پای پښتانه اړ شول چې د خپلې دفاع په سوچ کې ولویږي .

نن چې په دې هیواد کې کوم بغاوت روان دی ، ددې لوی لامل ښاغلی خلیلزاد دی چې  د پښتنو د ځپلو له لارې یې د امریکا د ګټو ساتل وغوښتل .

په ۲۰۰۴ کال کې چې د ولسمشرۍ ټول ټاکنو ته منډې تړې روانې وې ، هغو جنګسالارانو چې ځانونه یې د کرزي په مقابل کې درولي وو  او بیا یې وروسته د کرزی په حکومت کې لوې څوکۍ واخیستې ، یوازې یې د خپلې ډلې ټپلې وهځولې چې دوی ته رایې ورکړي او کرزی یې د ټول ټاکنو پر وخت د یو پښتنو مشر په توګه وغانده .

همدا وو چې کرزي په پنجشیر کې کرزي ته اته تنه ملاتړ کونکي پاتې شول. دده د ټول ټاکنو په صندوق کې د پنجشیر ولایت اته تنو اوسیدونکو چې هغه هم بیا وروسته مالومه شوه چې پښتانه وو رایې غورځولې وې .

په نورو ولایتونو کې یې د پښتنو د شتون سره سمې رايې وګټلې . په کندهار کې یې۱۰۰ په سلو کې رایې واخیستلې  همداسې ،په زابل ، په هلمند ، په نیمروز ، په ننګرهار ، په کونړ ، په پکتیا ، په پکتیکا ، په خوست ، په غزني ، په لوګر ، په میدان وردک  او نورو او د کابل په ګډون یې د شمال په یو شمیر ولایتونو کې نژدې تر څلویښت او پنځوس په سلو کې رايې راخپلې کړې .

ټول ټاکنې پر قومي انډول وویشل شوې ، هغه توکم چې ډیر ولس ترې جوړ وو ، هغوی میدان وګاټه او کرزی یې د مشر په توګه واک ته ورساوه.

هو دا همدغه پښتانه و ه چې نن پرې بمبارۍ کیږي او ماشومان او میرمنې ، سپین ږیري او ځوانان یې له سره اور سره وژل کیږي.

اوس پوښتنه داده چې دا ډیموکراسي چا رامنځته کړه . دا پښتنو رامنځته کړه او شونې کړه. پښتانه نن د ترهګرۍ ضد جګړه کې ټولو نه لویه قرباني ورکوي خو په تیرو ټول ټاکنو کې ثابته کړه چې دوی د ولسواکۍ اصلي ملاتړ کونکي دي.

هر وخت ولس په دې ملامت دی چې ولې طالبانو یا بل حکومت ضد ډلې ته ځای ورکوي ؟ خو کرزي د واکدار په توګه هیڅکله دا فکر ونکړ چې دې ولس خو وسله کیښوده ، ماته یې رایې راکړې او زه یې مشر وټاکلم چې دوی ښیرازه کړم ،نن ولې پرې بمباري کوم.

نن یې ولې پر کورنو او عزت تیری کوم. دا له پیله د خلیلزاد له خوا د یوز تګلارې په توګه د کرزي په مخکې کیښودل شوې وه او کرزي صاحب نور نشو کولی چې له دې سر غړونه وکړي .

ولس هر وخت خپل مشر ټاکلی دی خو دا مشران دي چې ولس ته یې شا اړولې ده او پر ولس یې بیرته تیری کړی دی .د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو لویو قومندانانو لکه ملا دادالله او ملا برادر ګواښ وکړ چې د ټول ټاکنو بهیر به د افغانستان په جنوب او ختیځ کې ګډوډ کړي خو سیمه ییز مشران د طالبانو دغو قومندانانو ته ورغلل اوورته وېویل چې پر ټاکنو به بریدونه نه کوي .

د طالبانو د بریدونومخه د سیمه ییزو قومي مشرانو او ولس له خوا ونیول شوه . هماغه وه چې د طالبانو د لوی مرکز ارزګان ولایت په لیرې پرته او وروستۍ ولسوالۍ کې ټاکنې تر سره شوې.

ان د طالبانو ملګرو هم پکې برخه واخیستله . خو کله چې د وخت په تیریدو سره پر خلکو تیري وشول ، د خلکو غوښتنې رد شوې  او په یو نوم او بل نوم وځورول شول نو خلک اړ شول چې د ځان ددفاع لپاره مټې راپورته کړي.

اوس داسې ویل کیږي چې بیا به ټول ټاکنې وشي او کرزی صاحب تیار ناست دی چې خلک به بیا رایې ورکړي ، لومړی خو حالات دومره بدل شوي دي چې پښتانه په لوی لاس چمتو نه دي چې په ټاکنو کې برخه واخلي ، دوم امنیت دومره خراب شوی دی چې د کرزي حکومت له لویو ښارونو نه بهر واک نلري .

نو په داسې یو حالت کې به ټاکنې څه ډول تر سره شي.

دا د ښاغلي خلیلزاد د تګلارې له کبله  خو ددې سره سره بیا هم ښاغلی خلیلزاد وايی چې منځلارو طالبانو سره دې خبرې وشي .

منځلاري او توند لاري څه مانا لري .

همدا خبرې که په پېل کوې کولی او تیار تسلیم شوي او بې وسلې شوي طالبان یې نه نیولی نن به حالات داسې خراب نه وو.

اوس امریکا بله غلطي کوی او هغه د ۳۰۰۰۰ نورو پوځونو استول دي .

د نورو پوځونو استول د ماتې مانا ورکوي . کله چې تاسو یو دروند بار نشی وړی نو نور  ځواک ته اړتیا لری . د نورو ځواکونو په راتلو سره به خلک نور هم له حکومت  څخه واټن واخلي او مرګ ژوبله به دومره ډیر ه شي چې اټکل به یې نه وي شوی.

افغانان نه غواړي چې بیا دې د خلیلزاد تګلاره  پر افغانستان عملي شي . خلیل زاد باید د افغانستان په مساله نور هیر شي. 

Copyright Larawbar 2007-2024