پاکستان د کروز اټومي ظرفيت لرونکې توغندۍ و آزمويه
سعيد لودين
د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړ چې پاکستان همدا نن يو کروز توغندۍ چې د اټومي وسله هم پکښې ځايدلاې سي و آزمويه .
خبري آژانس د پاکستان د دفاع وزارت د وياند له قوله وايې چې دغه توغندی د «هاتف۷ »په نامه ياديږي او ۷۰۰ کيلومتره واټن وهلای سي په بري سره آزمويلی سوې ده .
پاکستان مخکې تردې هم د مارچ او جولای په مياشتوکې ورته توغندۍ ازمويلې وې .
د «هاتف ۷ » توغندۍ د لومړي ځل د پاره چې ۵۰۰ کيلومتره واټن يې وهلای سو په کال ۲۰۰۵ کې ازمويل سوي وې .