کور / اسلامي / آیا دا خو هغه دور نه دئ چي عبدالله بن مسعود (رض) یاد کړ؟

آیا دا خو هغه دور نه دئ چي عبدالله بن مسعود (رض) یاد کړ؟

 عبدالله بن مسعود(رض)په یوه موقع کي وفرمایل :ای خلګو!هغه وخت به ستاسي څه حال وي کله چي د څلوروطرفونوڅخه تاسي خطرناکوفتنوراګیرکړي یاست  . په دغه دفتنوڅخه ډک ماحول کي به په څه ډول تاسي تربیت حاصل کړی ،په دغه حالاتوکي به کوچنی، ځوان اوځوان  ،سپین ژیری شي، ټول به په دغه ماحول کي په بدوککړیږي ،عام خلک به بدعات سنت بولي اوعمل به په کوي (دنیاداره علماء به خلک له بدواوبدعتونوڅخه نه منع کوي )خوپه دې وخت کي چي لږخلک ددغوبدعتونوپرخلاف اوازپورته کوي اوصحیح نبوي طریقه پیش کوي نوعوام به ودغوسنتونوته بدعت ووایې اورده وي به یې( تش په نامه علماءبه ددغوعاموترشاولاړوي اودهغوی ملاتړبه کوي).


یوچاپوښتنه وکړه چي دغه حالات به په کومه زمانه کي ښکاره کیږي؟ ده وفرمایل کله چي په دنیاکي امیران،سرداران،علماءاوقاریان ډیرزیات شي ،فقهاءاوپه دین باندي په صحیح ډول پوهان کم شي اوتش په نامه ښه ډیر علماء پاته شي ،دوی به داخرت په ذریعه دنیاحصلوي اوهم به دعلم شریعت خلاف خلک په نوروعلوموکي مهارت حاصلوي ،په دغه وخت کي به پرخلکوباندي داسي حاکمان مسلطه شي چي دهغه خبري منونکي به ګمراهان شي اونه منونکي به یې قتل کړل شي خلکووویل، په داسي وخت کي به کوم عمل اوطریقه مناسبه وي؟  ده مبارک وفرمایل په دغه وخت کي به په کورونوکي دننه په وسېدولوکي عافیت اوسلامتیاوي ، دسخت ضرورت بغیردي څوک دباندي نه راوزي، دغه فتنې به دومره سختي وي چي په هغه کي به دمبتلاکیدلوپه مقابله کي به سوځیدل اسانه وي، یوچاوویل، حضرت! تاسي خودلویي خطرې خبره بیان کړه، الله (ج)دي موږټوله له دغوفتنوڅخه وساتي . آمین


ماخذ:تنبیه الغافلین (الامام ابواللیث نصربن محمدبن احمدالسمرقندي (رح)۳۷۳هجري قمري)