کابل : هوښيارزی مرستندويه ټولني د ماشومانو د ليلام مخه ونيول
د کابل په څلور لارو کښي د هلمند څخه د جګړو ځپلو اوبې ځايه سويو کډوالو له جملې څخه يې ځيني کورنۍ د سختو اقتصادي مشکلاتو، ساړه ژمي او بې کارۍ له امله دې ته اړ سوي دي چي د لوږي څخه د ځان او پاته کورنۍ ساتلو په موخه خپل واړه – واړه ماشومان د سړک پر غاړه ليلام او خرڅلاو ته راوباسي .
پدې اړه لراوبر ته د هوښيارزي مرستندويه ټولني په رارسېدلي ليک کښي د هغو اړوندو کورنيو سره د عاجل مرستي يادونه سوې کومو چي د کابل د قمبر په څلورلاري کښي خپل ماشومان خرڅلاو ته را ايستلي وه؛د نوموړي مرستندويي ټولني د همکارانو صافي او سروري په همکاري اړوندو کورنيو ته د رواني عيسوي مياشتي پر درويشتمه نېټه ددېرش زره نغدو افغانيو مرسته رسول سوې ده .
د هوښيارزي مرستندويه ټولني بنسټ په ۱۹۹۵ کښي په جرمني کښي د الحاج محمد عمر هوښيارزي له خوا ايښودل سوئ دئ .
د شبرغان د دښتي ليلي د شهيدانوپه وياړ په کندهار کښي د يو وياړن څلي جوړول هم د نوموړي مرستندويه ټولني په نوي پلان کښي شامل دي .