کور / خبرتیا او پيغامونه / د جدي شپږمه دپر افغانستان د سره پوځ د يرغل ورځ – پيغامونه

د جدي شپږمه دپر افغانستان د سره پوځ د يرغل ورځ – پيغامونه

 




دجدي دشپږمې په اړونددافغانستان داسلامي امارت اعلاميه !


نهويشت کاله پخواد\ ١٣٥٨لمريزکال دجدي په شپږمه نيټه ، دپخواني شوروي وحشي لښکرو، دخپلواجيرومليشواوګوډاګيانوپه ملتيا، دافغانستان ملي خپلواکى وننګوله اوددې اسلامي خاورې په پاک حريم يې ، ځغروالوشوبلواوناترسه هوايي ځواک غوبل جوړکړاودمظلومواومعصوموافغانانوپه يومخيزووژنو، ربړونو او شکنجو يې لاس پورې کړ

دجدي دشپږمې تورماښام ، دافغان ولس دملي خپلواکى اومعتقداتوپه مرى چاړه راکش کړه اوعاملينويې دخپلې فوځي تکنالوجى په کارولواودخروارونوبمونوپه وورولو انساني تراژيدى اوناورينونه رامنځته کړل اوګوډاګيوکمونستانوهغه افغان مسلمان وګړي ، ددې نړى خورښامارخولې ته واچول چې د(هورا)په ځاى يې تکبيرونه زمزمه کول اود(لينن )او(مارکس) دناولوفلسفوپرځاى يې اسلام دټول بشريت لپاره دخلاصون اونجات  دين اولاره بلله

خوداچې دافغان مسلمان ولس په رګونوکې تل دحريت اوشهامت وينه ګرزيدلې اوګرځي ، نه يواځې داچې دوخت له فرعون نه بيم اوويرې وانخستل ، بلکې په تشو لاسواونه امکاناتويې دلوى خداى (ج) دجهادسپيڅلي امرته غاړه کيښووه اوشاوخوا(١٠) کاله يې دسرولښکرو داسې مقابله وکړه چې په پايله کې يې هم ځان اوهيوادددغه استعمارله ګيډې خلاص کړاوهم يې نړى اوسيمه

اودادافغان جهادبرکت ووچې دشوروي له خيټې نه يې پنځلس خپلواک هيوادونه راوويستل اودتاريخ له قاموس څخه يې دکمونيزم نوم دتل لپاره وويست

نن چې افغان مجاهدولس له يوبل غليم سره مخامخ اوداوارغربي ښکيلاک غواړي چې له دغه ولس سره دزورازمويني پنجه ووهي ، دوى دې هم په يادولري چې برى اوکاميابي دافغانانواوشکست اوماتې انشاالله تعالى په دې ټاټوبي کې ديرغلګرو حتمي اومقدردى

صليبي يرغلګراوددوى اجيران دې پوه وي چې افغان مجاهدولس د١٣٥٨جدې دشپږمې اود١٣٨١لمريزکال دميزان د١٥نيټې يرغلونوته په يوه سترګه ګوري اوفجايع ، جرمونه اووحشتونه يې برابرشميري ، نوځکه داوسني صليبي هجوم په وړاندې ورځ تربلې دجهاداوپاڅون نغري توديږي ، لکه خپله امريکايي نيواکګريې هم مني چې دوى په افغانستان کې له سخت مقاومت سره مخ اوهغه پرتې بهرنى يرغلګرې قواوې دشميرې اوروحيي له مقايسې هيڅکله ددې وړندي چې دافغانستان داسلامي امارت دسرتيرومقابله اودهغوى په وړاندې له ځانه دفاع وکړي

دافغانستان اسلامي امارت ،دجدي دشپږمې نيټې دغندنې په ترڅ کې دافغانستان  داشغال اوسنيويرغلګروقواووته وايي چې روسانوله تاسودرى وارې ډيرې لښکرې افغانستان ته راوستي وي اودتاسوپه څيريې دافغان ولس دډلييزې وژنې  شهيدولو، شکنجې اوکډه کولوپه کفري انتقام  سربيره له هيڅ رازوحشت اوبربريت  نه مخ نه وواړولي ، خونتيجه يې ټولووکتله چې په تيټواوشرميدلوسترګوله افغانستان نه تيښتې ته اړاوداحقيقت يي دزړه له تله ومانه  چې افغانستان هغه خاوره اوټابوبى ندى چې دلښکروپه زورڅوک هلته خپله  باداري پلې اوولس ته يې دغلامى کړى ورواچوي ، همداوياړاوافغاني خصوصيت دى چې امريکايان اوجګړمارايتلاف يې باييددنورو عسکرو درا استو لو له خام تکل سره غبرګ ، دخپلوفوځيانولپاره له پخواډيرتابوتونه هم تياراودافغان ولس دسرتاسري پريکړې ګوزاراوغچ ته انتظارولري

وسلام

دجدې د٦ اودميزان د١٥دبلوسګرومخونه دې دتل لپاره   توراولارويان دې سرښکته وي

دافغانستان اسلامي امارت

تبصره نسته

  1. لــمـــرپه دوو ګــوتـو نه پـټــېږي * * *
    روسانو دملګروملتونو
    دمنشور د(  ۵۱  ) مادې خلاف زمونږ پرسپېڅلي هیواد تېری کړی ؤ .دافغان ولس
    له سرښندنو یې ښه درس واخیست او وتښـتېدل .دنړۍ په تاریخ کې یی مخونه تورشول
    .
    داچې امریکایانوته برهان الدین وویل (( خوش آمدیدبه افغانستان !! خوش آمدید !!
    هـزاربارخوش آمدید!!! دوې د کومې  مادې له حکم سره ســم راغلي دي؟؟؟
    آیا
    ملګري ملتونه پرې خبر وو چې اوس دغه دکرزي چټله اداره ، د مجاهدینوناولي
    رهبران  اوبېسواده پارلمان ددغوښکېلاکګروتېري ته قانوني بڼه
    ورکوي؟؟؟
    آیامجاهدین پخپله مېړانه افغانستان ته راغلل او که د  روسانو KGB
    راوســتل ؟؟؟
    آیا دارښـتیاده چې محمد قسیم فهیم اوعبدالله  دامریکا له CIA
    څخه رشوت اخیستی ؤاودڅو ډالرو په بدل کې یی خپل هیوادخرڅ کړی دی؟؟؟
    دط
    ــالبــانوامــارتــه !! تاسې ټول په سترګوړانده شۍ داسې ړانده لکه ملا عمــرغوندې
    ړانده ،چې خپل پښتانه وژنۍ (  آآآمــیــن یا رب العالمین  ).

  2. ډزه وه ئی د وحشت استا زی تبر دی ښه انګریزی لاستی لری .
    په
    داسی حال کی چه الحمدلله شکر مسلمان یم،افغان یم، پښتون یم په قوم کاکړ یم 
    دانګریزی، پنجا پی او روسی د نا مه می خوا ګرزی .ووایه ! ته څوک ئي؟ کله او څه وخت
    دی دجهاد تر نامه لا  ندی د وحشت ، بربریت او افغان وژنی څخه زما وطن  څه
    ګټه ورسول؟زه شرمیږم چه تا دمیرویس او احمد شاه دوطنه سر پورته کړی دی.لعنت دی وی
    پر تا چه ته زما دقوم ئی اودمسلمان،افغان او پښتون په نوم زما مکتب په بلدوزرورانه
    وی .

    د خدای عذاب او لعنت دی وی پر هر هغه چا  چه یوه ورقه ، یوه
    خښته اویوه خاشه ئی دافغان د مکتب د منځه وړی وی ،ننګ دی وی و جمهور رئس کرزی ته چه
    تر اوسه ئی د تاریخی فرمان او ملی سند په اساس تا او پخوانی تا ته ورته تور مخی ملی
    خا ئننن= مکتب ورانونکی محکوم نکړل .د پنجاب مکتب جوړیږی داغه یو انګریزی اسلام دی
    ولی دپښتون مکتب وه دواړو خواوو ته ورانیږی؟

     تا ته سوال هم نه پیداکږی چه ولی؟

    ته نور هم ځان دقرانمجید په لوست ستړی کی ولی نه د الله له لپاره
    ددی له پاره چه څنګه دپنجا ب او انګریز دګټو= مکتب د سا تلو لار پکښی پیداکړی.لږ خو
    مسلمان شه فکر وکړه د ملا سلام(قوی ایمان) د ګونتانامو انځور ووایه چه تور مخی
    پنجاپی ورته وائ پاکستان د اسلام قلعه نه ده موږ ته اسلام نه دی مهم موږ ته د پنجاب
    =پاکستان ګټی مهمی دی او دکفروزندان ته ئی لیږی.تاته سوال نه دی پیدا چه د لښکرګاه
    تر جنګ وروسته دمحا صری دځای څخه ولی  انګریزتا پخپل الیکوفترکی دهرڅه سره
    تربنتیمره تښتوی؟

    ولی؟ د څه له پاره؟

    ددی لپاره چه دعرب اسلام د تهدید له پاره اسرایل اود اسیاداسلام
    دتهدید له پاره پنجاب د خپل ۳۰۰کلن پلان اوسیاسی سرمایه ګزاری په حیث وساتی. اوس نو
    پدی( انګریزی اسلام) خطاباسه ! جاهل پښتانه !،رشتیا مکتب ئی وران که نوربه هم جاهیل
    پښتانه جاهیل سی ستا بازار به نور هم ښه ګرم سی اوبادار به دی خوښ سی.

  3. د جدي شپږمه د افغانستان څخه د سره پوځ د وتلو ورځ كه دراتللو؟

  4. ژوندى دي وي د سرو او وحشي لښكرو د شرمناكي او نه حيريدونكي ماتي ياد- ښادي دي وي هغه سپيڅلي او پاكي پر اسلام او هيواد مئني ارواوي چى د خپلو پاكو وينو په بركت يي نه يوازي افغانستان بلكه ټوله سيمه يي د وحشي روسي ښكېلاك څخه د تل له پاره وژغورله