کور / طنز / د خيام طنزیه ټوکي لرونکي شعرونه

د خيام طنزیه ټوکي لرونکي شعرونه

حكيم عمر خيام په نیشاپور کې زیږیدلی دی چې په پېنځمه او شپږمه پيړۍ کې اوسیده نوم يې عمر، كنيه‌یې ابوالفتح، ستاینوم  یې غياث‌الدين او د پلار نوم يې ابراهيم وو ددې وجه چې ولې ورته خیام وایي مالوم نه ده.


د خیام ډیر رباعیات ترخه  او نېښ لرونکي  طنز ي توکې  لري. 


طنز  يې د انتقادي تفکر یو ادبي هنري ډول دی نو  د طنزونو  اساسي جرړې یې نیوکې،  بد ګمانی  ،لڅونه ، کیسۍ پارادوکس ، کنایه  اورمز جوړوي لکه چې  چرنیشفسکی وايي طنز د نقد د ودې وروستی پړاو دی.


زموږ لویو شاعرانو لکه خیام ، سنايې ، عطار ، مولوی ،سعدی او حافظ په  خپلو ډیرو شعرونه  کې له طنزيه توکو  نه کار اخیستی دی.


با بط میگفت ماهی در تب و تاب  
باشد که به جوی رفته باز اید آب 
بط میگفت که چون من و تو گشتیم کباب 
اندر پس مرگ ما چه دریا چه سراب


جهانی صاحب داشعر داسې ژباړلی دی 


تپیدی ماهي پر مځکه ویل بطی تا لیدلي؟ 
چې را ځي اوبه ویالې ته چې پخوا وي پکښې تللي 
بطی وویل ماهیه چې موږ دواړه نن کباب سو 
پس له مرګه څه سراب وي څه رودونه بهیدلي


دلته دا نیوکه د طنز په ژبه د حیواناتو له خولې وایي د مړینې وروسته دا دنیا  ستاسوڅه په درد خوری د نن غم خورئ د سبا په وعدو مه ختا وځې دا طنز د هغوی درواغجنو واکدارونه  چم او چل  ته هم متوجه د ی چې دسبا په وعدو يې  نن وژني  


خیام  په طنز څه ښه وايي:


فردا علم نفاق طی خواهم كرد


با موی سپید قصد می خواهم كرد 
پیمانه عمر من به هفتاد رسید


این دم نكنم نشاط كی باید كرد


جهانی دا شعر داسی ژباړلی دی


له توبې او له پرهیزه ور تیریږم په زر ځله


په دا سپینو ویښتو ځمه ډکومه پیاله خپله


چې د عمر پیمانه مې بر اویا ده رسیدلی 
چې دا نن لا مستي نه کړم دا مستي به کوم کله


هغه په دی شعر کې په  طنز سره  د ځوانی کړه (می) په سپین ږیرتوب  کې بیانوي چې ددې دوو متضادو شانو( می او اویا کلنی) له ټکره خندا زیږي  او بیا  په غفلت  وایي چې اوس يي ونه کړم څه وخت يې وکړم  


خیام د مړینې  د غم استاذ دی هغه دمړینې راز په طنز  یه وینګ یا لحن  سره سپړي


زان پیش که بر سرت شبیخون آرند


فرمای که تا باده گلگون آرند 
تو زر نی ای غافل نادان که ترا


درخاک نهند و باز بیرون آرند


مخکې  له  دی چې  له نړیه  وکوچیږې ،  وغواړه چې سره شراب درته راوړی ای ساده اوغافله!  ته سره  زر نه يې ،چې له ښخولو وروسته دی له خاور بیرته  راوباسي


هغه په  طنز سره نصیحت کوی او وايي تر هغه چې ژوندی يي په خوشالي ژوند کوه هغه  انسان ژوند ته هڅوی


د هغه فلسفي  نظر د ټولې نړۍ د پیدایښت په هکله دی 
هغه داسې وايي:  


قومی متفکرند اندر ره دین


قومی به گمان فتاده در راه یقین 
می ترسم از آنکه بانگ آید روزی


کای بی خبران راه نه آنست و نه این 


کامونه  د دین په هکله سوچ کوي  ځینې لا ددې لاري په رښتینوالی شک لري.    ویرېږم یو ورځ ږغ شي، چې اې  بیخبرو سمه لاره نه دا ده نه هغه


په دې شعر کې خیام له بدګماني څخه چې د طنز یو اوزار دی کار اخلي او داسی یو ظریف طنز پنځوي


خیام د دبشر دردونه، غبرګونونه، ویرې، ربړونو، اومیدونه او اسویلی  په خپلو شعروکې د مجهولو کیسو په ډول ، د کيسۍ (معما) په ژبه او سبک    بیانوي اوپرده ترې پورته کوي او دیني او فلسفي مسایل په مسخرو بیانوي؛ عقلي لاري ورته پیدا کوي ،چې هرڅوک په هغه کې یوه ټوټه فکر او یوه ټوټه نااومید ی ویني او جتکه خوري.


خیام په خپلو شعروکې غرور  او لويي غندی  او د طنز په ژبه  د کوکو کوترې له خولې وايي: هغه مغروره امپراتوران او واک لرونکي څه شول؟ چیري ولاړل؟


آن قصر كه بر چرخ همی زد پهلو 
بر درگه او شهان نهادندی رو 
دیدیم كه بر كنگرهاش فاختهای 
بنشسته همی گفت كه: «كوكو، كوكو؟»


هغه  لوړ قصرونه چې کنګرې يې تر اسمانه رسیدلې او پاچاهانو یې  دروازې   ور مچولې اوس يې پر کنګرو کوکو کوتری ناستي او وایي: کوکو کوکو(چیری ولاړل ).


خیام دلته  د لڅونې له اوزار څخه کار اخلي خلکو ته   په  ډیرظریف  ډول د هغو پای ورښيي او د غفلت له خوبه يې راويښوي  وايي تاسوځئ تاریخ مو پاته کیږي. 
خیام په شعر کې د چا پیروی نه کوی بیان يې ظریف او بې مثاله دی تشبیهات او استعاری یې ساده دې


 
تا چند زنم به روی دریاها خشت


بیزار شدم ز بت ‌پرستان کنشت 
خیام که گفت دوزخی خواهد بود


که رفت به دوزخ و که آمد ز بهشت 


ترکله به پر سیندونو خښتې موښم( د وخت د زیانولو  کنایه )  .د کنشت (د یهودو په عبادت ځای )  د بت پرستو څخه بیزاره یمه


خیامه! چا وویل دوزخ به وي (بدګمانی)! څوک دوزخ ته ولاړ او څوک له جنته راغئ 


هغه په بدګماني ددې خلکو څخه پوښتي: آیا   قیامت  اوسزا شته ؟ هغه   د کيسۍ په ډول لوستونکی په سوچ کې اچوي


من هیچ ندانم که مرا آنکه سرشت


از اهل بهشت کرد یا دوزخ زشت 
جامی و بتی و بربطی بر لب کشت


این هرسه مرا نقد و ترا نسیه بهشت 


زه نه پوهیږم زه يې جنتي که دوزخي پیدا کړی یم( شک او ګمان)


جام ، ښکلې او ساز   یې  په شونډانو را کرلی دا درې ما ته نقد راکړه او پور   جنت يې ستا


هغه په رمز  وایي  خدای ته مالومه ده جنتیان یو که دوزخیان ؟!او په طنزوايي چې خدای دوزخي شیان راته مهیا کړی نو ولې د راتلونکی جنت وعده راسره کوي بیا په طنز وایي دا شیان مې نقد خوښ  دی تیر له پور څخه. 


دخیام شخړه دهغه د چاپیریال د خرافاتو  او موهوماتو سره ده  هغه خپل  ټول نېښ خنداوي،  ریا کارو زاهدانو او فقهاو  ته متوجه  کړي دي هغه د مړینې په   ټول خیالي رازونه باندې ملنډې وهي او د بل له خولې وایي: 


گویند بهشت و حور و کوثر باشد


جوی می و شیر و شهد و شکر باشد 
پر کن قدح باده و بر دستم نه


نقدی ز هزار نسیه خوش تر باشد


وایي جنت، حورې او کوثر شته  د شرابو، شیدو او عسلو او شکرو ویالی شته. ډک جام په لاس کې راکړه  نقد  تر زرو پور بهتره دی


هغه د ډیر سوچ وروسته  د حل لاره پیدا کوي او وايي:  موږ نه پوهیږو دبشر پوهه محدود ده دا چې له کومه راغلی یو او چیري ځو څوک نه پوهیږي هغه  څوک چې ځان پوه بولي خلک ختا باسي  چټیات وایي څوک تر اوسه د ازل په اسرارو نه پوهیږي اصلاً اسرار نه شته که شته بیا زموږ په ژوند اغیزه نه لري هغه  ټول د دین درواغجن تیکه داران  په طنز سره غندي. 
 



گويند که فردوس برين خواهد بود



آن‌جا می ناب و انگبين خواهد بود



گر ما می و معشوق گزيديم چه باک!



چون عاقبت کار چنين خواهد بود


وایې هلته به جنت فردوس وي هلته به  ناب می وي هلته به شهد وي!


که موږ دلته می اومعشوق ولرو نو څه باک لري ځکه اخیر همدا کار دی 


هغه وايي که ژوند تریخ د ی دهغه د لنډوالي په خاطر دی  
هغه ظلم او ریا محکومويپه دې لاندې شعر کې په طنز سره  پرواکمنو نیوکه کوي او و ایي:


هریک چندی یکی برآید که: منم!


با نعمت وبا سیم و زرآید که: منم!


چون کارک او نظام گیرد چندی


ناگه اجل از کمین درآید که: منم!


جهانی داشعر داسې ژباړلی دی 


یو څو ورځې څوک په ښار کې ځان ښکاره کړي وايي زه یم 
ځان د ژوند په نعمتونو مستانه کړي وايي زه یم 
هوسونه چې د ژوند یې پوره کیږي یو ناڅاپه 
له ګوښې اجل پیدا سي پرې حمله کړي وایي زه یم


هغه دلته د غفلت او اغفال  ډولونه بیانوی یو د واک په زور بل د زرو په زور واک چلوي هر یو وايي زه یم خو  دا دنیا د هیڅ چا نه ده بیله د یو ‌ ذات 


هغه په ژوند ، جنت او دوزخ باندی دا طنز یه شعر وایي:


: 


يك جام شراب صد دل و دين ارزد


يك جرعه‌ي مي، مملکت چين ارزد


جز باده‌ي لعل نيست در روي زمين


تلخي كه هزار جان شيرين ارزد


د شرابو یو جام  په سلو زړو او دینو ارزي ،یو غړپ يې په چين ارزي ، په نړۍ کې بېله سرو شرابو  ښه شی نشته   چې تریخوالی يې په زرو خوږو  ځانو ارزي


د هغه کلام ډیر فصیح دی هغه ډیر لطیف ذوق لري هغه له مړینې څخه نه ویریږي. 


«آن كس كه زمين و چرخ و افلاك نهاد


بس داغ كه او بر دل غمناك نهاد


بسيار لب چو لعل و زلفين چو مُشك


در طبل زمين و حقه خاك نهاد»


هغه چا چې مځکه ، اسمان  او ستوری جوړ کړل ډير داغونه  يې  په غمجنو زړو ایښي ډیر لکه لعل شونډان  او لکه مشکو توري زلفي يي په مځکې کې تر خاورو لاندې کړل


د هغه د کلام یو درندوالی او متانت دا دی چې هغه ټوکې او مسخري نه کوي هغه یو یو متفکر حکیم دی هغه په طنز سره پند او عبرت  بیانوي:


هغه په طنز وایی بېله ښو او نیکي بل شی لکه،   ظاهری ښکلا   ، زر او زور   د خاورو لاندې کیږي. 


تا بتواني خدمت رندان ميكن


بنياد نماز و روزه ويران مي‌كن


بشنو سخني راست ز خيام اي دوست


مي خور و ره مي زن و احسان مي‌كن


تر توانه د رندانو(رښتیا ویونکو) چوپړ وکړه د لمونځ او روژې( ظاهری ریا) بنیاد و ران کړه له خیام څخه رښتیا واوره ای دوسته! شراب ووڅښه! خو د چا لاره مه نیسه احسان پر چا مه اچوه


هغه دلته رندان بې ریا رښتني خلک چې څوک نه غولوي بولې هغه ظاهري ریا غندي  او په نصحت وايي خلک ځورونه مه کوه!