کور / راپور / دجواهرلعل پوهنتون دپښتو ډيپارټمنت او ستونزي يې

دجواهرلعل پوهنتون دپښتو ډيپارټمنت او ستونزي يې

زموږ ګران هيواد افغانستان او د هغه له پلازميني نېولې بيا تر ښارونو ، کلو ، کوڅو او وګړو پوري که هر څه د جګړې د بدبختيو په لمبو کي لولپه سوه ، داغسي مو دزده کړي سيسټمونه ، مدرسې ، ښوونځي او پوهنتونونه هم زخمي زخمي سول . دهيواد لومړۍ ملي او رسمي ژبه هم همداسي وبوله ، مړه به يې نه بولو ، ژوندۍ ده ، مګر داسي ژوندۍ لکه دغره دکلي دمسجد د کوڅې انا چي خاوند يې دغويي دکودتا راهيسي تر اوسه ژوندﺉ ورک دﺉ ، اولادونه يې روسانو شهيدان کړه ، لور يې يوه قومندان په زور واده کړه ، او په هغه کور يې چي له پلار او نيکه ورپاته و داوسني دولت يوه چارواکي په زور واخيست ، انا ژوندۍ ده . خو دکلي خلک وايي انا هسي د ژوندو رزق خوري ، کنې دا خو ژوند نه دﺉ !
    له بده مرغه زموږ دهيواد دلومړۍ ملي او رسمي ژبي سره هم دکلي دانا غوندي چلند سوﺉ دﺉ او کېږي . تاسو به په دې اړه ډېر څه اورېدلي او لوستلي وي ، خو کله مو په دې اړه دخپل توان په اندازه مرسته او همکاري هم کړې ده ؟  تاسو به واياست چي افغانستان اوس قانون او دولت لري  او دا د دولت کار دﺉ چي د ژبو په پرمختګ او وده کي پاخه ګامونه پورته کړي . دا خبره مو منم ، خو راسئ چي نن د هندوستان په جواهر لعل پوهنتون کي د پښتو څانګي له حاله خبر سو . دنوموړي پوهنتون د پښتو څانګي له هڅاند استاد ښاغلي پروفيسر ډاکټر خالق رشيد سره مو ديوې لنډي مرکې په ترڅ کي په دې پوهنتون کي د پښتو څانګي حال پوښتلئ دئ .


    مرکه کوونکی : عبدالله احسان  


 پوښتنه :   جواهر لعل نهرو پوهنتون څه وخت جوړ سوئ او څو څانګي لري ؟
جواب :   
دهندوستان دغه دلوړ نامه  خاوند اومعتبر پوهنتون په نوي ډیلي کي  په  (۱۹۷۱) کال  کي دهند دنومیالي مشر جواهرلال نهرو په نامه دهغه دلور اندرا ګانډي له خوا پېل شو، په دغه پوهنتون کي ان له هغه پیله تراوسه پوري  زیات کار، زده کړي او څیړني دټولنیزو علومو په برخه کي ترسره کیږي ، نهرو پوهنتون  دټولنیزو علومو ټولي څانګي لري ، څه شي  چي نه لري هغه  طب او انجنیري  دي ، اوس  اوس  یې کمپوترپوهنه  هم پېل کړه ، خو له دې سره -سره یې زیات  ټینګار په معاصرو علومو اویاهم دعلومو په معاصرو برخو باندي  دئ ، مانا داچي دټولو علومو په برخه کي هغه څه چي له معاصریت سره  تړاو لري ، ددغه پوهنتون  دتعلیمی نصاب له مخي دلته ویل کیږي ، له تاریخ او یوڅو نورو برخو پرته چي له کلاسیکو برخو اوپخوانیو دورو  سره سروکار لري ، دنو روعلومو په پخواني عصر اودورو باندي   زیات  ټینګارنه کیږي ، په ژبوکي هم اوسني ژبي او دهغو اوسني ادبیات  دتدریس اوزده کړي مهمه موضوع بلل کیږي . ځکه نو په تګلاره کي یې هم داخبر ه راغلې چي د نهرو پوهنتون یوازي له نویو څیړنو او دهغو له روانو پرمختګونو سره سروکار لري … 
 پوښتنه :
په دې پوهنتون کي پښتو څانګه څه وخت پېل سوې ده  او کوم  پړاوونه يې وهلي دي .
جواب :
دارواښاد ولسمشر سردار محمد داود خان دي خدای جنتونه په برخه کړي ، دهغه په دوران کي   ددغه پوهنتون له جوړیدو یو-یونیم کال وروسته  دپښتو زبي زده کړي  په دغه پوهتنون کي پېل شوه ، پښتو تدریس کېده ، پښتو وه ، خو یوازي دیو فرعي یا (Optional subject )  مضمون په شان ، مانا داچي کله کله به یوشمېرزده کوونکو له نورو پوهنځیوڅخه  دلته نومونه لیکل ، دزده کړي اونه زده کړي خبره هم ډیره نه وه  ورسره ، خپل کریدتونه به یې پوره کول اوبیا به تلل ، تدریس به یې هم کله دټاکلي استاد له خوا ترسره کېده اوکله کله به هغه هم نه  و، یو شمیر افغانانو چي دلته به یې په بله څانګه زده کړي کولې اومورنۍ ژبه  به یې پښتووه هغوی به داستاد دنشته والی په ترڅ کي  پښتو په  ایماندارۍ اویوڅه پوهي سره  تدریس کوله خو داسي یې  نه کول لکه  چي همدا اوس په امریکا اوکاناډا کي  یوشمېر پښتو ژبي تش په نامه ښوونکي له خپلي ژبي سره  لوبي کوي  کله چي په یوه جمله اودهغې په جوړښت نه پوهیږی  بیا  په سپین سترګۍ سره خارجي   شاګردانو ته وایي   (( پښتو سټنډرد ګرامر نه لري  ځکه  زه ستاسي پوښتني ته ځواب نه شم درکولائ … ))  .
خو له  ۱۹۹۸ راپه دې خوا دپښتو ژبي تدریس له  هغه ناڅرګند حالته  راووت  او دیوې څانګي په توګه  چي ددریو کالو پرګرام یې له ټاکلو علمي مفرداتو سره سم جوړشو دعمل ډګرته راووت ، ښایي داخبره زموږ  لیدونکي داسي وانګیري چي داخو دڅو اوونیو او څو میاشتو کار دئ ، په داسي حال کي چي تردغي پولي پوري دپښتو ژبي را رسول  له اوږدو  اداري اوبیروکراتیکو پړاوو څخه تیرشول .


پخوا به هرچا کولائ شول چي ددوولسم ټولګۍ په سند باندي نېغه داخله ترلاسه کړي ، خو اوس ترهغه چي یوزده کوونکی دپوهنتون عمومي کانکور ازموینه ور نه کړي  په پښتو اونورو څانګو کي دداخلیدو حق نه لري . اوس  دنهرو پوهنتون دژبو اوادبیاتو اوکلتور په پوهنځۍکي پښتولکه ایتالوي ، پرتګالي ، عبروي ، کو‍ریایي ژبو غوندي خپلواکه څانګه ده چي سند یي له لیسانس سره معادل دئ . 


په تیرو اتو کالو کي دپښتو څانګي تر لسو زیاتو زده کوونکو دهند په دولتي ادارو کي کارونه اخیستي چي دغه شان چانسونه دنورو ژبو ددوکتورا پاس زده کوونکو له پاره هم  په دغه موده کي ناشوني وو . همدومره نور ي اسانتیاوي دنورو زده کوونکو له پاره هم شته چي له بده مرغه تراوسه هغه داسي چا چي وړتیایې نه لري  دځان کړي هیله ده چي زر به په هغو ځایوکي هم  حق وحقدارته ورسیږي .


پوښتنه :
دجواهر لعل پوهنتون پښتو څانګه څو استادان او څو شاګردان لري  او دوی د کومو هيوادونو اتباع دي ؟


جواب :
لکه چي ما مخکي اشاره وکړه ، زیاتره زده کوونکي  هندیان دي، دوی له کانکور ازمویني وروسته راځي اوپښتو زده کوي ، اوس دشلوپه شاوخو اکي  زده کوونکی  شته ، تر تیرکال پوري یوشمیرافغان زده کوونکي چي په هندکي لوی شوي وو اوپښتو یې  یا ویلائ نه شوه اویاهم لیکلائ  دپښتو څانګي زده کوونکي وو . 


اوس  دلته دوه   par time teacher یاحق الزحمه -یي  استادان  چي هغوی هم له همدغي څانګي څخه فارغ شوي ، درس ورکوي ،  دغه دواړه هغه څوک وو چي دتیرو دووکلو په اوږدوکي یې دغه څانګه وچلوله او له تړلو یې وژغورله ، د دوی دغه سرښندنه په ډېره ناڅیزه تنخوا سره دډیري ستایني وړده ، تیره ورځ یې راته وویل چي که  ز موږ له پاره له کابل سره خبري وکړې او مرسته  ترې وغواړې څو موږ  هلته  دیوې مودې له پاره ولاړشو، او ژبه په سیمه کي زده کړو ، دابه زموږ له پاره  ډیره ښه وي ، ماهم  لاپه  ورته وکړه ، چي هو، ورته وبه وایو تاسي خو په رښتیا هم ددې وړیاست ، احسان جانه له تایې څه پټه کړم ، په ذهن کي مي راتېره شوه اوخندا راغله چي که کابل خبرشي  چي دوی دومره سرښندنه کړې خدامه کړه څه نور تاوان  ورونه رسوي … ؟


پوښتنه :
په دې وروستيو کي داسي خبرونه خپاره سول چي د جواهرلعل پوهنتون پښتو څانګه له يوشمېر ستونزو سره لاس او ګروان  ده ، او که يې داستونزي حل نه سي د تړل کېدو له خطر سره به مخامخ سي . دا کومي ستونزي دي او څوک يې له منځه وړلائ سي ، يا د چا مسوليت  دئ چي داستونزي حل کړي ؟


جواب :
خبره داده چي په نهرو پوهنتون  کي لکه ما مخکي اشاره وکړه ،ترټولو مهمه خبره دهري څانګي په اړه دهغې په کیفیت پوري تړلې ده ، دادنړۍ دعلمي زده کړو تعامل دئ ، چي تل دخپلو زده کړو ارزونه  کوي او ځانته دا څرګندوي چي ددغي څانګي یا دغه علم وړتیا اواړتیا څومره ده ، په یوه څانګه  کي چي لږ ترلږه یو واکمن استاد نه وي ، هغه څوک په خپل تعلیمی  نصاب کي نه پريږدي ، په دې چي دهغې اغیزمنتیا په اړه پوښتني  رامنځ  ته کیږي . پښتو څانګه هم په همداسي حالت کي شوه ، استاد نه و، دتدریس درجه راټیټه شوه ، هغه اړیکي چي له نورو پوهنتونو سره وو ، هغه وشلیدل ، دڅانګي ونډه دپوهنتون په عملی بهیر راټیټه شوه ، کومه لایحه چي دوی دیوه استاد له پاره درلوده دکابله په هغوشرایطو برابر څوک  را ونه رسېدل ، ان داچي دیوشمیردوستانو لکه احمدشاه هوتکي افغان رساله ، دبزګر صاحب دعوت  اونوري خپروني چي د زده کوونکو له پاره مهمي وې هم پرې ودریدې ، له کابله هم  زموږ ملګرو او دوستانو لکه یون صاحب ،انځور صاحب ، آزمون صاحب ، هادي جان ، کاروان او هیواد مل صاحب پنډکي-پنډکي خیراتي وړیا کتابونه اومجلې هم یوازي په دې ګناه چي استاد نه و پرڅانګه ودرول   مانا یې داوه چي زه تر ( پښتوڅانګه ) مهم وم  هغه یې زما په خاطر ، نه دڅانګي په خاطر رااستول ، همداسي له کندهار ه چي څو ک راتلل  ښکلا ، هوډ، کندهار مجلې یې راوړې ، دبی بي سی پښتو څانګي چي تل دڅانګي همکاره وه ، هغوی هم څانګه هیره کړه ، امریکا غږ  چي لږ ترلږ ه ډیردوستان چي له دغي څانګي اودغه پوهنتون سره یې تعلیمي اوادبي تړاو لاره لکه جهاني صاحب اونورچي په خپل وس یې  هروخت هرکلی هم  ورته ویلی و، یا واکمن صاحب ،مومند صاحب هغو ی یې هم  پوښتنه ونه کړه . اوله یاده یې ویسته .


داخو یوه خوا وه  ، بله مهمه خبره چي لږ یې په ډاګه باید ووایو هغه داده چي د خارجی ژبي  پیاوړتیا په ټوله نړۍ کي دهغي ژبي  پر ویونکو اودهغوی پرواکمن حکومت پو‍ري تړلې خبره ده ، تیرکال مي په اخبار کي ولوستل دمکسیکو چي په امریکا کي ډیرخوار هیواددئ مشرانو دامریکا یي پوهنتونو څخه کتنه کړې وه ، هلته یې دخپلي ژبي  (اسپانوي ) له پاره له هغه غربت سره سره دزده کړي مرکزونه په خپلو پیسو پرانیستل او یوعالم امریکایي زده کوونکو ته یې دژبي دزده کړي وړیا سکالرشفونه  ورکړل . ددې مانا دانه وه چي امریکا غریبه ده؛ ددې توان يې نه درلود چي داکار یې کړی و، بلکی خبره دمکسیکو دژبي او فرهنګ  وه چي مشرانو یې ځانونه دهغو په وړاندي مسوول بلل اوخپلي فرهنګي  وړتیا ته یې ان په امریکا غوندي هیواد کي هم  پام و.


دابل لنډ ګنډ مثال ، په دغو ورځوکي  نوي ډیلي ته دسارک دغونډي سره په یوه وخت کي دایران پخوانی ولسمشرښاغلی خاتمي راغئ دخپل سفر په لومړۍ ورځ یې  ترهرچا دمخه په هند کي دفارسي ژبي له استادانو سره ولیدل اوهغوی ته  وویل چي تاسي یاست چي دایران او هند ترمنځ موپل جوړکړئ  ، هیله ده چي ستاسي په مټو به دغه پل نورهم دخپلو فرهنګونو اوژبو دغوړېدو  په  خاطر اوچت  وساتو ، خو په مقابل کي ښاغلي کرزي  ته وګورئ چي په هندکي یې له یوه فرهنګي چا سره وکتل ؟کومه فرهنګي  پوښتنه ورسره وه او یاهم   هند ته چي له فرهنګي اړیکو پرته  چي زیات کار پرې وشي ؛ ده داسي څه له ځان سره درلودل ؟ داشعوراومشوره چا ورکړه چي ده هم لکه خاتمي غوندي که څه لږ هم وائ  دیوڅو فرهنګیانو په وړاندي ویلي وائ ؟ له بده مرغه هغه ته دده ځانګړو استازو چي کرزی دډالرو ټوله ولو له امله ورباندي ګران دئ هم داسي یوڅه ونه ویل چي دپاملرني وړ دي شي  . نه ، هغه هیچا هم دغه مهم ته متوجه نه کړ ، دسارک په غونډه کي یې ګډون وکړاوپه پای کي پرته له دې چي دکابل وراني  او هغه زړه دردونکي وژني او ناځوانۍ چي له دغه ښار اودغو خلکو سره وشوې په پام کي ونیسي خپل سفریې  په هغه څه پای ته ورساوه چي دهند خلکو له پسخنده پرته په بل څه بدرګه نه کړ … 


له دغه ټکي څخه مراد دادئ چي اوس هر په وجدان پاک فکر ښاغلي کرزي ته دزړه له کومي وایي، پښتو ورته وایي،  فارسي  ورته وایي چي :


 


  که یارانه راسره نه کړې        دومره خو وایه چي مین درباندي یمه 


 


خوږه احسان جانه ، اصلي خبر ه دغه ده ، له موږ سره دافغانستان دولت نه یوازي چي تراوسه مرسته نه ده کړې ، بلکه داسي رنځونه چي دهغو انعکاس په علمي اوفرهنګي ټولنوکي له هغه څه سره چي دوی فکرکوي توپیرلري هم ترې راپاتي کیږي . داهغه څه دي چي عام دي ، زه نه غواړم  شرم راته ښکاره سي چي دخپل ژوند په اړه چي زه یې لرم اوتر ما په ټیټ کیفیت نورما غوندي خارجي استادان یې لري څه ووایم ، په دې چي دولت هغه قانون ته چي دوی خپله دهغه سرپرستي کوي هیڅ ډول درناوی نه لري  … 


په هرډول ، پښتو څانګه ډېره غریبه ده ، همدا اوس موږ په داسي  ګرم ټولګۍ درس وایو چي زده کوونکي له پېله تر پایه ایله دخپل مخ خولې پاتي کړي ، خو په څنګ کي مو فرانسوي اوکوریایي څانګي دي ، هغودکوریا اوفرانسې له برکته  په داسي سړه فضا کي درس وایي چي شاګردته هم خوند ورکوي ، پردې برسیره  پښتو څانګه  هیڅ ډول لیدنۍ او اوریدنۍ اسانتیاوي نه لري ، پرون مي په المارۍ کي یوه دخوشال دشعرونو سي ډي چي هغه هم ښاغلي سوله مل صاحب کلونه مخکي رالیږلې وه وموند ه نورهیڅ هم نه شته ، زه هغوټولو یارانو  ته چي وس لري  اوهم افغان حکومت ته داوایم چي که پښتو ته دمیرې په سترګه هم ګو‍روباید له مځکي راپورته کړو اوکه نورهم نه وي ددنیا له شرمه یې له هیواده دباندي وروزو او یوڅه باید ورته وکړو . کتابونه  یې چا پولو ته اړتیا لري ، دځوانو له پاره دروزني اړتیا شته کمپيوټر نه شته ، زه پوهېږم ، ښایي زموږ یوشمېر دوستان خو داهم ووایي چي خپل خو دي  ملایان کړل چي نور پاتي وو، مګر خبره داده چي موږ باید په هندکي دخپل شته والی او خپل تاریخي میراثونه هم له یاده ونه باسو،هغه  چي دلته پراته دي او له خاورو دوړو راپورته کول غواړي موږ دلته یوازي پښتو ژبه نه تدریس کوو موږ  دلته له دغه نسل څخه دخپل فرهنګ دمعرفۍ او خپل تاریخ درا ټولو په برخه کي کاراخلو … منورهرسینګ بترا ټول عمر پښتو اوپښتنو ته وقف کړ، تېره ورځ یې راته وویل چي داښاغلی کرزی صاحب لیدل کیدائ شي ، ما ورته وویل چې دکرزي صاحب په مخکي اوس څو څو اوسپنیزي  بست کلاوي پرتې دي ، هغه اوس موږ نه شو لیدائ ، موږ به یې په خیرسره داسي وخت وینو چي له واکه رالوېدلئ وي  ځکه ته خو پوهیږې ، هغوی چي له ډېره خیاله به یې کاږه وړل ورمېږونه ،هغو کله هم ته اویازه دواک پرمهال ونه لیدوخو وروسته یې چي سر دغریبۍ  په دروازه ولګید هغه مهال   یې هم ستا اوهم دنورو غریبانو تودې تودې پوښتني وکړې . بترا ټول هندوستان پیژني چي پښتو پوه دئ او په دغه برخه کي له ده ( بترا ) څخه نظر غواړي ، خو په ډیلي کي دافغانستان سفیر هغه تراوسه پوري نه پیژني اویا ښایي ونه غواړي هغه وپیژني . اوس په کابل کي سیمنارونه جوړیږي ، ډیرکسان چي په دې نه ارزي په هغوکي ګډون وکړي  هلته ور بلل کیږي ، خودداسي کسانو له پاره بیا هرڅه په ټپه ودریږي . چي لامل یې باید له هغه چا څخه چي ددغو چارو مسوولیت لري وپوښتل شي . زموږ دزده کوونکو دند ه هم دغه ده چي ددغو پښتو پوهانو ځای ډک کړي  چي په دغه باره کي دافغانستان ددولت ، پښتانه اوټول هغوی چي له دغو خبرو سره لیواتیا لري باید له یوه اوبل سره لاس ورکړو .


احسان جانه ، زه باور لرم چي موږ دومره هم بې غوره نه یو چي له خپلي ژبي اوخپل فرهنګ سره لیواتیا اویا د هغو په وړاندي  دمسوولیت احساس نه کوو ، کوو یې ، خو لږ ناوخته ، وګوره  له کاناډا څخه همدا پرون یوه نادار پښتون چي لا یې یوکا ل هم هلته نه دئ پوره شوئ راته لیکلي : (( … تاته خو معلومه ده چي زه دلته په مکدونال ( دچټکي ډوډۍ خوړنځای )  کي یوساعت په  اته  ډالره مزدور یم ، خو داچي تا پرځان دهند ګرمۍ واخیستې  ، هغه ګرمۍ چي ماته معلومي دي ، زه تیاریم چي هرډول بار د پښتو په خاطر پرما رااچوې ترسره کړم ، کلونه-کلونه مو وچه مړۍ اوکچالان وخوړل یوه اوونۍ به یې نورد پښتو له پاره هم وخورو … مقصد داسي ونه وایې چي تنها یې  …. )) .


پوښتنه :
ددې پوهنتون د پښتو څانګي محصلين تر کومي کچي زده کړي کولائ سي ؟


جواب :
اوس دلته دلیسانس انډول زده کړي رواني دي ، دیوه ښه زیري په توګه باید درته ووایم چي په دې ورځو کي دهند دولت  یولیک  دمرکزي آسیا دڅیړنو مرکز ته رااستولئ او په هغه کي یې زموږ پرهغه وړاندیز باندي چي د یوولسم سراسري تعلیمي پروګرام له پاره چي دټول هند په سویه مطرح وو غور کړئ ، په هغه کي موږ د دوو استادانو دبستونو غوښتنه کړې وه ، چي هغه به ریدر او اسیسانت وي ، اوهم به ماستري دوره پېل کوو ، هغه یې راسره منلې ، دمرکزي آسیا دڅیړنو مرکز اوپوهنځۍ ددوی دلیک په ځواب کي خپل پوره تیاری وښود ، داچي دپوهنتون له تعامل سره سمه باید څانګه یاني دغه پښتو کرسۍ دیوداسي اړوند پوهاند په نامه چي دهغه کارونه په خپله په هغه ژبه او هندپوهنه کي یې  ځلیدونکي وي ونومول شي ځکه نو دمرکزي آسیا دڅیړنو له خوا دا ومنل شوه چي پښتو څانګه به دعلامه رشاد او دري څانګه به دمیرزاعبدالقادر بیدل په نومونو خپلو راتلونکوعلمي پرمختګونو ته دوام ورکوي . په دغه لیک دا تیاری هم په ګوته شوئ ، چي پښتو زده کړي باید تر (PG)  لوړي  ان  ډاکتري درجې پوري  پراخي شي .


نهروپوهنتون ددې له پاره لیوال دئ ، چي هند ته داویاړ ور په برخه کړي چي ترافغانستان دمخه یې په پښتو ډاکتر ي  پروګرام  باندي پېل وکړ ،له هغه وروسته ډېره ژر په نظر کي ده چي هند اوافغانستان دکلتوري  اونوو تعلیمي اړیکوله مخي په افغانستان کي هم دکټ مټ پروګرام په جوړولوکي مرسته وکړي .


پوښتنه :


ښاغلی استاده ، کولائ سم دجواهر لعل پوهنتون د پښتو څانګي د برېښناليک پته د هغو درنو لوستونکو په واک کي ورکړم کوم چي غواړي د خپلي مورنۍ خوږې ژبي د پرمختګ او  ودې په لاره کي دمرستو او همکاريو نيت لري ؟


 جواب :     


بلي هو؛ ولي نه ؛ زه ټولو هغو درنو وروڼو ته دمرستي او همکاري بلنه ورکوم ، څوک چي خپرندويي ټولني لري ، کلتوري ټولني چلوي ، مياشتنۍ او مهالنۍ چاپي خپروني چلوي او په پښتو ژبه نوي اثار خپروي  . زموږ پوستي پته داسي ده :


Prof. A.K. Rashid
Pashto department
Centre for Persian And Central Asian Studies
Jawaherlal University
New Delhi 67
INDIA 
Tel:  +91 11 2670 4230


ښاغلی استاد رشيد صاحب ؛
دا چي زموږ غوښتنه مو ومنله او مرکې ته حاضر سواست ، کور ودانی درته وايو.


 

.