ايمن الظواهري: پر غزه بريدونه د صليبي جنګ يوه برخه ده

34 | جنوري 7th, 2009


د القاعده شبکې دوهم مشر ايمن الظواهري په يوه خپاره سوي ږغ کي وايي پر فلسطين د اسرائيلو روان بريدونه د صليبي جګړې يوه برخه ده.
نوموړي د مصر ولسمشر حسني مبارک د دې بريدونو مسئول ګڼلى او وايي دا فلسطينيانو ته د امريکا د منتخب ولسمشر باراک اوباما ډالۍ ده.
الظواهري د نړۍ پر مسلمانانو ږغ کړى چي د اسرائيلو څخه د غچ اخيستلو په خاطر پر اسرائيلو او د غربي هيوادونو پر ګټو بريدونه وکړي.
خو پر القاعده او نورو اسلامي بنسټ پالو د نيوکي په ترڅ کي د نړۍ ډېر مسلمانان وايي چي که د دوى هدف رښتيا هم جهاد او د کفارو له تسلط څخه د مسلمانانو ژغورنه وي، نو په فلسطين کي دي د حماس ډلي لاسنيوى وکړي او د فلسطين د بېګناه مسلمانانو غچ دي له اسرائيلو څخه واخلي.

Copyright Larawbar 2007-2024