د جورج ډبلیو بوش د حاكميت دورې ته يوه کتنه

34 | جنوري 7th, 2009


اووه اته کاله وړاندې کله چې امريکاپه افغانستان باندي حمله وکړ نو د حملې سره سره يي دا غږ پورته کاوه چې مونږ جمهوريت خوښوونکي يو ، موږ ديموکراسي را وړونکي يو او موږ سوله اوامنيت غوښتوونکو يو خو پدې اته کالو کې امريکا کوم داسي کار وکړ چې هغه څخه سوله او امنيت ښکاره کيده ياکوم داسي کار يي وکړ چه هغه سوله او امنيت راولي دوي صرف او صرف پدي شعار چه موږ سوله او امنيت راولو او دهشت ګر يا تروريزم چه د بشر دوښمن دي د جنګ اعلان کوو زمونږ ساده مسلمانان د دوي په دي شعار وغوليدل او لاغوليږي سوله او امنيت په بمباريو په تشدد او په قتلو قتال نه راځي دوي وحشيانو په افغانستان کښي داسي کارونه وکړل چه انسانيت تري شرميږي او د بشر د کرکي او او نفرت لامل ګرځي دا چه نن د افغانستان په مختلفو ولايتونو کښي پر مظلومو افغانانو باندي له يو طرفه څخه د وحشيانو او ځنګلي ځناورو ړندي او وحشيانه حملي او له بله طرفه د طالبانو د ګواښونو او د طالبانو د منفرو کارواييو سره مخ دي افغانان يي په دوو کي حيران پاتي کړي لکه چه د پښتو هغه متل ( چه يو خوا ته پړانګ او بل خوا ته ډانګ )
د دغو حالاتو لامل صرف او صرف د دي شرمخانو او وحشيانو د تشدد او ظلم ده پدي چه دوي څو څو ځلي په ملي خلکو ملي مخورو او مشرانو ملي شخصيتونو او په ملي غونډو په کليو په کورونو او حتي د واده په مراسمو داسي بي رحمه او وحشيانه حملي کړي چه هيڅکله هم د زغملو وړ ندي .

دغه غاصب او د وخت فرعون دا نه يواځي په افغانستان کښي بلکي د نړۍ په مختلفو هيوادونو کښي پر مسلمانانو اور بل کړي د اسلامي هيوادونو تر منځ يي داسي د نفرتونو او کرکي تخم کرلي چه يو د بل وينو ته تږي ناست دي او غواړي چه کله يو پر بل تجاوز وکړي او د هغه وخت په انتظار دي چه کله يو بل تجزيه او له واکه وغورځاوي . که په افغانستان باندي د امريکا د حملي لامل د تروريزم ختميدل او د سولي غوښتل ؤ نو دوي بيا ولي له ځان سره په ټنونو برابر وزنه بمونه راوړل جنګي طياري ټانګونه زهري سلحه واي او د مرميو ضد موټرونه يي افغانستان ته راننويستل که دوي وايي چه موږ صرف اوصرف د ځان د حفاظت لپاره راوړي نو بيا ولي بي ګناه او مظلوم خلک چه د خپل جرم څخه هم خبر نه وي پدغو زهري سلحه ؤ په دايمي خوب ويده کيږي دوي په زانګو کښي پروت ماشوم هم دهشت ګر بولي او په مختلفو ځايونو کښي يي داسي بي ګناه ماشومان وژلي دي چه بيلګه يي يو د دغو ځايونو څخه د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ وحشيانه بمباري ؤ چه له سلو کسانو څخه يي زيات پکښې شهيدان کړي ؤ چه زیاتره یی واړه ماشومان او ښځی وی آیا دا هم دهشت ګر ؤ ؟
د دی په باره کښې کرزی صاحب او د هغه کابینه څه وایي ؟
کله چه مسلمان د خپل خق د غوښتلو لپاره مبارزه کوی نو تروریست بلل کیږی او کله چه یهود او غاصب شرمخان پری بمباری کوی دا خپل خق ګڼی زما د کرزی صاحب او د هغه د ټولی کابینی څخه دا پوښتنه مطرح کول دی چی ایا یو هیواد چی په بل تجاوز کوی د هغه ملی خلک ملی ځایونه او په دولتی ماڼیو باندی بمباری کوی دا دهشت ګردی ده او که یو مسلمان چه د خپل حق د غوښتلو او د خپل حفاظت لپاره مبارزه کوی دا دهشت ګردی ده ؟
دوی د تروریستی جنګ په نوم په افغانستان او عراق کښې پر مسلمانانو اور بل کړی که چیری دغه د وخت فرعون په رښتیا سوله غوښتونکی ؤ او په رښتیا د دیموکراسی قانون ته احترام درلودونکی ؤ نو په هغه ورځ به د عراق ټول اولس پر ده ګلونه وراولی ؤ په کومه ورځ چه د ده اخرنی مطبوعاتی کنفرانس ؤ په عراق کښې او که چیری یی په رښتیا د خلکو تر منځ محبوبیت درلوده نو باید په ښکاره ډول یی عراق ته سفر کړی ؤای او د مطبوعاتی کنفرانس په ځای یی باید د عراق ټول ملت ته خطاب کړی وای او د عراق خلکو باید په ګلونو ویشتلی وای خو په عراق کښې چه د یو اتل او قهرمان ژورنالیست المنتظرالزیدی لخوا په پرله پسی ډول په بوټونو وویشتل شو د دی معنی ورکوی چه بش په عراق کښې داسی کار نه دی کړی چه د عراق اولس ترینه خوشحاله وی ده د عراق اولس دومره وځوراوه چه اوس ورته عراقیان د یو خون خور انسان په سترګه ګوری .
بش په عراق کښې هغه کارونه وکړل چه انسانیت ترینه شرمیږی او د هغه هغه کارونه چه په عراق کښې یی وکړل د عراق د ولس زړونه یی له وینو ډک کړل بلکی د عراق واړه ماشومان هم د ده څیری ته د نفرت او کرکی په سترګه ګوری بش په ځای د دی چه په عراق کښې خپل محبان زیات کړی او د خلکو زړونه خپل کړی هغه داسی خاطری پریښودی چه د عراق فرد فرد ورته د یو مستبد شخصیت په سترګه ګوری او د عراق ټول خلک یی د خپل ځان مخالف کړل دا پدی چه سوله او امنیت په جنګ او په بمباریو نه راځی په تشدد په ظلم او په وحشت نه راځی .

بش د ډیر ظلم او وحشت له وجی نه یواځی د مسلمانانو په زړونو کښې بد ګرځیدلی دی بلکی د ده د کابینی غړۍ او خپل ولس او د څنګ نور هم مذهبه هیوادونه یی هم بدترین ولسمشر بولی . په امریکا کښې د دیموکرات سناتور هری رید د جنوری په پنځمه د ( ان ، بی ، سی ) ټلویزون سره په یوه مرکه کښې وویل چه زه په رښتیا سره پدی باور لرم چه جورج بش یوله بدترینو ولسمشرانو څخه دی چه تر اوسه موږ درلوده او ده په خپلو خبرو کښې زیاته کړه چی جورج بش په سپینه ماڼی کښې له اته یا لس کالو حاکمیت وروسته د امریکا په تاریخ کښې د یو داسی جمهور رئیس په توګه خپل مقام پریږدی چه په خلکو کښې هیڅ ډول محبوبیت نلری .
زه صرف او صرف دومره ویلی شم چه بش د خلکو ترمنځ د شهرت او اعتبار په ځای په اسلامی هیوادونو کښې او هم په ګرده نړۍ کښې د یو متضرر او شررناک انسان صفت خپل کړ بش د خپلی ناپوهی او غلط تفکر له وجی د نړۍ ګرد انسانان داسی کړی ؤ لکه چه ښکار کړی یی وی او په یو جال کښې یی راګیر کړی وی او هر څه چه وغواړی هغه پری وکړی د بش دا اته کلنه یا لس کلنه دوره د سولی او ثبات د راوستلو هیله منده نه بلکی په ګرده نړۍ د حاکمیت او د ګردی نړۍ انسانان ځان ته غلامو ل اصلی هدف ؤ.
بش هغه مستبد او وحشی دیکتاتور دی چه تر اوسه پوری یی لاسونه د زرهاؤ بی ګناه او مظلومو انسانانو پر وینو سره دی ده په افغانستان او عراق او حتی د بیت الله شریف ګیر چاپیره خپل عسکر ولی غورځاولی دی ؟ آیا د مسلمانانو د ختمیدلو لپاره ؟ يا د اسلام د ختمیدلو لپاره ؟
ده ولی هغه کیمیاوی او زهری وسلی ټول جهان ته ونه ښودلی چه عراق یی پری تورن باله او پر عراق باندی یی وحشیانه حملی وکړی ده د کیمیاوی او زهری وسلی د مخنیوی لپاره نه بلکی خپل ځان ګردی نړۍ ته د یو مستبد او ظالم شخصیت په توګه معرفی کړ په اخر کښې زه دومره ویلی شم چی بش د خپل حاکمیت په دور کښې هیڅ داسی کار ونه کړ چه بشریت ته د ارامتیا او سوکالی سبب شی ده بغیر د قتل ، خون ریزی ، ظلم ، وحشت ، خوف او اسلامی هیوادونو ترمنځ د بی اتفاقی نه بل کار ونکړ .
د دغه وحشی دیکتاتور نوم په تاریخ کښې په سور قلم سره باید ولیکل شی او د همیشه همیشه لپاره یی نسلونه په نسلونه ته داسی د شرم نه ډک تاریخ پریښود چه هیڅکله هم د معاف کولو او یا هیرولو قابل ندی
بوش ته په ګرده نړۍ کښې خلک د ظالم ، مستبد ، وحشی او د ګردی نړۍ د خون خور انسان په سترګه ګوری او پدی وروستیو ورځو کښې الله تعالی داسی سپک او شرمینده کړ چه ټول جهان ته سترګی نه شی جګوالی
په اخر کښې عرض کوم چې د بوش د اته کلنی دوری حاکمیت ته باید د امریکا هر راتلونکی ولسمشر ښه په زیر او دقت سره وګوری او په نړۍ کښې باید د یو صالح ، بشردوست او سوله خوښوونکی انسان په صفت ووسی که نه نو حال به یی د بش په څیر وی لکه په عراق کښې چه د قهرمان الزیدی له لاسه د بوټونو په وبشتلو شرمینده او ذلیل شو.

Copyright Larawbar 2007-2024