بهرنيو ځواکونو د ګل پاچا الفت پر کاله بريد کړی

جان محمد مهربان | جنوري 7th, 2009


د لغمان چارواکي  وايي ايتلافي ځواکونو  تېره شپه د لغمان ولايت  د عليشنګ ولسوالۍ اړوند د ماسمود په سيمه کې د طالب قومندان ګل پاچا الفت پر کاله بريد کړی او هغه يې له خپلو يو ديرش ملګرو سره وژلی دی.د ايتلافي ځواکونو په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دوی ځواکونو ته زيان نه دی رسيدلی او نه هم ولسي وګړي مړه او ژوبل شوي دي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه بريد کې  ايتلافي ځواکونوته مرګ ژوبله اوښتې چې کره شمېره يې په لاس کې نه لري، مجاهد زياتوي   چې په دغه بريد کې  د دوی ملګرو ته زيان نه دی رسيدلی، خو پينځلس تنه ولسي وګړي پکې مړه او ژوبل شوي دي. ايتلاف وايي په دغه بريد دوی يوه ښځه هم وژلې چې له وسله والو سره يې اړيکې درلودې او همدارنګه يې د دوی يو تن ژوندی نيولی، دلغمان چارواکي وايي چې دغه عمليات ايتلافي ځواکونو تر سره کړي او افغان پوځ پکې برخه نه لرله .

Copyright Larawbar 2007-2024