کور / سياسي / اتومي بمونه اومذهبي نومونه (5)

اتومي بمونه اومذهبي نومونه (5)


 



(پېنځمه برخه) 


ليکوال : پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ  


ځای : دجرمني هیواد ، نيټه :  دجنوري میاشتې درېیم ،   ٢٠٠۹ زکال 


دويم –  تــزاراتوم بم  (Tsar Bomb ) :  


سریزه :


دهستوي وسلواودا توم بم بنسټيز ټکنالوژي  دیوجرمني کمونېست فيزیک پوه کلاوس فوکس  Klaus Fuchs په مرسته پخوانی شوروي  اتحاد ته په پټه وليږدول شوه. نوموړی فزیک پوه دشوروي اتحاد دامنيتي ټولنې (کې جې بي  KGB ) )   يووتلی جاسوس غړی  وو.  د١٩٤٣زکال څخه تر ١٩٤٦ ز کال پورې کلاوس فوکس دامریکادمنهاتان  ManhattanProjekt اتوم بم جوړولوپه پروژه کې  دیوه وتلي ساينټيست په توګه په کاربخت وو. داسې ویل کيږي چې هغه مهال چې دامریکاريس جمهورترومان Truman ، دانګلستان صدراعظم چرچل Churchill اودشوروي اتحاد دکمونېست ګوندمشرستالين Stalin دمالټا په جزیره کې سره وليدل نودخبروپه ترځ کې دامریکاريس جمهورترومان خپلومتحدینوته دیوې نوې اتومي وسلې زیری اوخبرورکړ. نوموړي زیاته کړه چې د نوې اتومي وسلې په مرسته به وکولای شوچې دجاپان پوځي ځواک په يوه وار دمنځه یوسواود جاپان شاهي حکومت دې ته اړکړوچې سمدلاسه تسلیم شي .  کله چې ستالين دغه خبره واوریدله نوهيڅ ډول غبرګون يې هم وه نه ښود اودډيرې بې پروايی نه يې مخ بلې خواته واړولو. کارپوهان داسې اټکل کوي چې دستالين دغه بې پروايي  ددې سپينوی کوي چې ګڼه په دې وخت کې د شوروي اتحاد واکمنو داتوم بم تکنالوژي دجرمني کمونېست فيزیک پوه کلاوس فوکس په مرسته  غلاکړې وه. 


په ١٩٤٦ زکال کې دشوروي اتحادلومړۍ هستوي بټۍ دپلوتونیوم  plutonium دتوليد په موخه په کارپیل وکړ. دنوموړې بټۍ قدرت ٢٤ کیلوواټه اودنیوترونودسرعت کمولواو تم کولولپاره د ګرافیت  graphite moderated عنصر وکارول شو. دیوکیلوګرام پلوتونیوم څخه لږڅه ٢٢ ملیونه کیلوواټ ساعت د تودوخي انرژي  22 million kilowatt hours ترلاسه کيږي . په ١٩٤٩ زکال داګست په میاشت کې دشوروي اتحادد پلوتونیم لومړی  هستوي ازموينه  دکازاخیستان په هیوادکې ترسره شوه. دهستوي ازموينې کوډ نمبرنوم  (لوموړی رڼايي “First Lightning”, اوبل نوم يې دستالين راکټي اېنجن  (Reaktivnyi Dvigatel Stalina)  ورکړشوی وو. په ځینورسنیوکې ورته دتزاراتوم بم ویل کیږی .


دتزارهایدروجن بم  قدرت لږڅه لس په توان د څلرویشت واټ    =  watts 5.4×1024   اټکل کيږي اویا په بله ژبه    دتزاربم قدرت  دلمرڅخه په یوه ثانیه کې خپریدونکی  انرژي یوپرسلمه ١٪ برخه تشکیلوي .


په ١٩٦١ ز کال داکټوبرمیاشتې په درويشتمه نيټه   دتزار اتوم بم  ديوه  روسي يهود فزیک پوه اندرې ذاخاروف Andrei Sakharov  په لارښونه دارکتيک په بحيره Arctic Sea کې وازمویل شو  .  دتزار اتوم بم ته امپراطور اتوم بم اویا هایدروجن اتوم بم هم ويل کيږي . په دې تړاو فزیک پوه ذاخاروف د شوروي اتحاد هایدروجن اتوم بم پلارپه صفت وپيژندل شو “Father of the Soviet Hydrogen Bomb”, نوموړی اتوم بم  دنړی په تاريخ کې ترټولولومړی ځواکمنه هستوي وسله ګڼل کيږي چې دسړي له خوا جوړه شوې ده.


دتزارهايدروجن بم ټکنالوژي :


په ١ – شکل کې دهايدروجن بم بنسټیزه تکنالوژي ښوول شوې ده. دتزار بم Tsar H-Bomb دری  پوړیزه هايدروجن بم دی او په فزیکي تړاوددوو اتوم بمونوڅخه جوړدی .  په لومړي اتوم بم کې دفیزیون اتوم بم fission bombټکنالوژی اوپه دویم اتوم بم کې دفوزیون اتوم بم fusion bomb ټکنالوژی څخه کاراخیستل کيږي . دهایدروجن بم بنسټيزجوړښت او نقشه (Design) دلومړي ځل لپاره  د هنګري یهود امريکايي فزیک پوه اډوارډ ټېلر Edward Teller اوپولېنډي یهودامریکايی ریاضي پوه Stanisław Marcin Ulam له خواوکښل شوه.  چې دهايدروجن بم پلار اومخترع په صفت پيژندل شوی دی . 



Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.



۱-شکل : دتزارهايدروجن بم ټکنالوژي


دهايدروجن بم  ددوه   برخوڅخه جوړدی چې دکارکولوپه تړاوپه لومړی اودویمه برخه ویشل شوی دی :


لومړی برخه (primary section) :


دهايدروجن بم لومړې برخه دفیزیون بم (fission bomb) څخه جوړه ده چې داړتیاوړاوپه ټاکلې کچه انرژي  توليدکوی . دفيزيون بم موخه داده تر څودهايدروجن بم دویمې برخې دبلولولپاره چې دفوزيون بم   (fusion bomb)  څخه جوړه ده ، په کافې اندازه انرژي توليد شي .  (لکه دیوه ګوګړپه مرسته چې اوربل شي )


دهايدروجن بم لومړې پټ دلاندوبرخوڅخه جوړه دي :



  • دپلوتونیوم اویا يورانیوم کروي شکله پټ چې منځ يې خالي هسته (Plutonium/uranium 235 hollow core) لري .

  • دهايدروجن اتوم ايزوټوپ تریسیوم غاز (H3=Tritium) چې په هسته کې دوه نيوترونه  اويوپروتون لري .

  • دهوانه تشه برخه (Vacuum)

  • دطبیعي یورانیوم دوه سوه اته دیرش پوښ (Uranium -238 tamper)

  • په لوړه کچه چاودیدونکې عدسیې  (High explosive lenses)

دهايدروجن بم دکارکولوکړنلاره :


په لومړي پړاوکې  دهايدروجن بم لومړۍ برخه په کار پيل کوي . دنوموړې برخې په هسته کې  دتریسیوم Tritium غاز دویتېریوم Deuterium غاز سره ګډکيږي او نوموړي اتومونه په یوه بل کې ویلې کيږي . نوموړې کړنلارې ته فوزیون ویل کیږي . دتريسيوم  اودويتېريوم دویلې کیدنې کیمیاوي معادله په لاندې ډول ده.


Deuterium (D) + Tritium (T) =  Helium + neutron + 17.6 MeV


2H +3H  = 4H + n +17.6 MeV


دپورتنی کیمیاوي معادلې څخه څرګندیږي چې که دویتریم یوه هسته دتریسیوم یوې هستې سره یوځای شي نوپه پایله کې یوه هسته هیلیوم (دالفاذره) اولږڅه اولسنیم میګا الکترون ولټ حرکې انرژي ازاده کیږي .


کله چې دهايدروجن بم په لومړی برخه کې اتوم بم وچوي نو دچاودنې په پايله کې انرژي دوړانګوه په توګه خپره کيږي اودهايدروجن بم دویمې برخې ته ليږدي.  


دپام وړ : دتزارهایدروجن بم  چې دچاودنې قدرت يې سل ملیونه ټنه ټي اين ټي  100 megaton TNT bomb  اټکل کيږي دجاپان هيروشیما اتوم بم په پرتله لږڅه اته  ځله زوروراتوم بم تشکیلوي .  په پوځي تړاودتزاراتوم بم کودنمبر RDS-220 اونوم يې ستر ايوان  (Big Ivan وټاکل شو. نوموړی نوم دپلا ن جوړونکي   انجينر (ايوان) په افتخار ورکړ شو.



Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.



۲- دتزار هايدروجن بم فزیکي بڼه  Tsar Bomba    


په    ١٩٦١ کال کې د پخواني شوروي اتحاد او امريکا ترمنځ سياسي اړېکې دومره ترينګلې شوې چې دنړيوالې دريمې هستوي  جګړې هیره راژوندی شوه .  په داسې حال کې چې سوړجنګ خپل اعظمی تود پړاو ته ورسید،په دې ترځ کې دتزاراتوم بم په درلودلو سره شوروي اتحاددپروپاګندی له لارې هڅه کوله چې خپل ځان دټولې نړۍ لومړی ځواکمن هیوادپه توګه ومنل شي . دبیلګې په توګه د پخواني شوروي اتحاد صدراعظم نیکیتا خروسچوف  (Nikita Khrushchev) دملګروملتونوپه غونډه کې   لاندې متل (ضرب المثل)  اعلان  وکړ:


show somebody Kuzka’s mother”, which means “to show who’s the boss”


ژباړه : ( تاسې پوه شئ ، چې دلته بادار (Boss) اوا مرچلوونکی  څوک دی! ). داپه دې مانا چې دنړۍ ترټولوغټ هایدروجن بم (تزاربم) د شوروي اتحادپه  واک کې دی نوپاتې هیوادونه خو په تیره بیا امریکا  بایدچې زموږ رهبري ومني .



Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.



۳-شکل : په ١٩٦١ ز کال  کې  دتزار هایدروجن بم (Tsar Bomb ) دچاودنې په ترځ کې لیدل کیږي .  


دتزار هايدروجن  بم  راديواکتیوګرد (Fallout)  داتموسفير٦٤ کیلومتره لوړپورته شواو رڼا يې په يوزرکیلومتره واټن کې لیدل کیده. دنوموړي اتوم بم انرژي سل مېګا ټن ټي این ټي 100-megaton bomb قیمت درلود. 


په درنښت


(د پېنځمې برخې پای) 


اخذلیک : 




  1. http://en.wikipedia.org/wiki/Paul_Tibbets

  2. http://en.wikipedia.org/wiki/Nuclear_testing

  3. http://en.wikipedia.org/wiki/Atomic_bomb

  4. http://library.thinkquest.org/17940/texts/timeline/manhattan.html